د کوسوو یو کمپ ته د لسګونه افغانانو د لېږلو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنې
د بخښنې نړیوال سازمان د هغو لسګونه افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې چې د امریکایانو لهخوا د کوسوو یوه کمپ ته لېږدول شوي دي. کوسوو ته د لېږدول شویو دې کسانو په تړاو له امریکایانو سره "په احتمالي ډول" امنیتي اندېښنې موجودې دي. دا افغانان د هغو څه باندې یو لکو کسانو له ډلې دي چې امریکایي سرتېرو تېره اګسټ میاشت کې له افغانستانه وایستل. امریکا د لسګونه زرو هغو افغانانو هرکلی هم کړی چې تېره اګسټ میاشت کې د دوی پوځي الوتکو له افغانستانه وایستل، خو د دغې وړې ډلې په اړه ځینې ملاحظې لري. اسوشیټډ پرس... Читать дальше...