د 'جي شل' د ډلې مشران روانه اوونۍ د ایټالیا په روم کې سره راټولیږي
تمه ده د نړۍ د شلو لویو اقتصادونو یا جي شل ډلې مشران روانه اوونۍ د ایټالیا په روم کې په حضوري ډول سره غونډه وکړي. د کووېډ-۱۹ له پیل راهیسې د دوی ټولې غونډې انلاین او نیمه حضوري ترسره شوې وې. سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او لومړۍ مېرمن جېل بایډن به نن له واشنګټنه روم ته ولاړ شي. د جي شل سرمشریزه داسې وخت پیلېږي چې تمه ده د اکتوبر په ۳۱مه په ګلاسکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه جوړه شي.