Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 10.03.2022

فوټبال؛ د افغانستان لوبډله روانه میاشت د ماداګاسکار له لوبډلې سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله د مارچ میاشتې په ۲۴مه نېټه د ماداګاسکار له ملي لوبډلې سره دوستانه لوبه کوي.   د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز معشوف ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلی لوبغاړی په لس ورځني تمریني کمپ کې د ګډون لپاره ترکیې ته ولاړه شي.  د ښاغلی معشوف په خبره، یاد تمریناتي کمپ چې د اسیا ملتونو جام ته د تیارۍ لپاره جوړیږی، د مارچ په ۲۰مه پیل او د همدې میاشتې تر دیرشمې به دوام وړکړ.  د همدې تمریناتي کمپ په لړ کې به د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مارچ په... Читать дальше...

فوربس نړیوالې مجلې سږ کال ٢ افغان مېرمنو ته هم جایزې ورکړې

Pa.azadiradio.com 

فوربس نړیوالې مجلې سږ کال دوه افغان مېرمنو ته هم جایزې ورکړې. د افغانستان د مخکېني نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د میدان وردګو ولایت د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري ته د دغې نړیوالې مجلې له لوري درې ورځې مخکې په اوبو ظبي کې د بدلون راوړونکو شخصیتونو په توګه دغه جایزې ورکړل شوې. هڅه مو وکړه په دې راپور کې له دغو دوو افغان مېرمنو سره په دې اړه خبرې وکړو خو زموږ پوښتنو ته یې ځواب ونه وایه. د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالانې وایي، افغان مېرمنو ته د نړیوالو له لوري د دا شان جایزو ورکړه... Читать дальше...

روسیو ځواکونو پر یوه ګاډي په برید کې دوه زاړه کسان وژلي

Mashaalradio.com 

روسیو ځواکونو د یو معذوره اوکرایني زوړ کس او زړې ښځې پر موټر د ټینک له لارې ډزې دي چې پکې دواړه وژل شوي دي. د مشال رېډیو د خبرونو مرکزي څانګې یوه ویډیو ترلاسه کړې چې پکې ښکاري چې روسي ځواکونه د فبرورۍ پر ۲۸مه پر یو موټر له ټینکه ډزې کوي. د کیېف د دفاع رضاکار ځواکونه چې د پېښې ځايې ته رسېدلي، وايي چې ښځه او مېړه د ژوند تر اخري سلګۍ یو ځای پاتې شول. روسیې د فبرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین یرغل وکړ چې پکې تر اوسه په سلګونو خلک وژل شوي او په لکونو بې کوره شوي دي. ویډیويي رپورټ.



په خوست کې ۱۹ کیلو چرسو او ورسره ۴ کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوست امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې په وروستیو لسو ورځو کې د دوی د منسوبینو له خوا ۱۹ کیلو چرس او په تور يې څلور کسان نیول شوي دي. نن پنجشنبې د مارچ په ۱۰مه د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد مدیریت مدیر حاجي میر صادق خان ازادي راډیو ته وویل، له چرسو سربیره په مرکز کې یوه اندازه پوډر او شیشه هم نیول شوي دي. نوموړي وویل، د دې نشه يي توکو په تور نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي. میرصادق خان زیاته کړه: " دغه کوم مواد مخدر چې تاسو يې وینئ، په جریان د لسو ورځو کې نیول... Читать дальше...

ارزګان کې پر ۶۳۸ کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د کډوالو چارو ریاست له خوا پر ۶۳۸ کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. د دې ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي محمد یوسف د یادو مرستو د وېش پر مهال وویل: "دغه مرستې چې خوراکي او غیرخوراکي توکي په کې شامل دي، د کډوالو چارو وزارت له خوا ترسره شوي. دلته د خلکو وضعیت سخت خراب دی، پر ټولو موسساتو غږ کوو چې د بې وزلو خلکو لاس ونیسي. که اړمنو سره مرستې ونه شي، شته وضعیت به نور هم خراب شي." نوموړي د مرستو د وېش پرمهال پر شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د یادو مرستو لپاره یې هغه کسان په نښه کړي چې وړ وو. Читать дальше...

امیرخان متقي ترکیې ته رسیدلی، نړیوالو پلاوو سره پر افغانستان غږیږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو په رسمي بلنه ترکیې ته رسېدلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس ولي الله شاهین د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ښاغلی متقي به په ترکیه کې د انتالیا په ډپلوماټیک فورم کې د ګډون ترڅنګ د ترکیې او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له راغلیو لوړ پوړو پلاوېو سره ناستې او د افغانستان په اړه خبرې وکړي. شاهین زیاته کړه: "دا یو مهم کنفرانس دی، په دې کې د بېلابېلو... Читать дальше...



د اوکراین له 'سومي' ښاره د ملکیانو وتل نن هم دوام کوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین له لوی ښار سومي څخه د بشري دهلېز له لارې د ملکیانو وتل نن د درېیمې ورځې په مخه دوام کوي، له دې ښاره ملکیان په داسې حال کې وځي چې اوکراین او روسیې پر یوه اوربند موافقه وکړه.  په همدې حال کې راپورونه ورکړل شوي چې په ماریوپول کې پر یوه زېږنتون په یوه حمله کې درې کسان وژل شوي دي. له سومي ښاره روانه اوونۍ په زرګونو کسان وتلي دي.   د ماریوپول ښاروال پرون وویل، دغه برید کې دغه زېږنتون ډېر ویجاړ شوی او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په یوه ټویټ کې ولیکل چې خلک، ماشومان د نړېدلو دیوالونو تر خاورو خښتو لاندې شوي دي.

اردوغان: د کولیبا او لاوروف خبرې به اوکراین کې اوربند ته لار پرانېزي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ترکیه کې خپلې خبرې پیل کړې.  دواړه مشران په داسې حال کې د لومړي وار لپاره په لوړه کچه خپلو کې خبرې کوي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل دوې اوونۍ پوره شوې.  د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، کولیبا به دې سفر کې د روسیې له خوا د پیل شوېو شخړو پر کمولو او په اوکراین کې د جګړې د بندېدو په باب خبرې وکړي.  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تمه ښوولې چې د کولیبا او لاوروف ترمنځ خبرې به په اوکراین کې دایمي اوربند ته لار پرانېزي. Читать дальше...

اوکراین جګړه: د لاوروف او کولېبا ترمینځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې

Mashaalradio.com 

مذاکرات د مارچ پر ۱۰مه په ترکيه کې د روسیې د بهرنيو چارو وزير سېرګې لاوروف او د هغه اوکرايني سيال دېمېترو کولېبا ترمينځ تر هغه وروسته وشول چې د روسیو ځواکونو له لوري د اوکراين په محاصره شوي ښار ماريوپول کې پر يوه زېږنتون بريد نړيواله غصه پارولې ده.

ځینې سوداګرې ښځې: طالبان زموږ د کار جوازونه نه تمدیدوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر سوداګرې ښځې شکایت کوي چې د طالبانو حکومت د دوی د کار جوازونه نه تمدیدوي.   له دې ډلې فرشتې صفري ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت د جواز ورکوونکو برخې ورته ویلي چې تراوسه د ښځو سوداګرو د کار جوازونو د تمدید په برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.   د اغلې صفري په خبره، د دې ترڅنګ سوداګرې ښځې د کاري جوازونو د تمدید برخه کې له مالي ستونزو سره هم مخ دي.  خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولوي زهیر دا موضوع ردوي او وایي چې یاد وزارت ښځینه سوداګرو ته د سوداګریزو فعالیتونو برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابروي.

طالبان: پاکستان سره تازه هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ برخه کې تازه هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده او د افغانستان او پاکستان اقتصادي ودې ته لار پرانېزي.   د دغه وزارت ویاند مولوي زهیر ازادي راډیو ته وویل، کابل او اسلام اباد هوکړه کړې چې د یو بل له خاورېبه د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ لپاره استفاده کوي.   د نوموړي په خبره د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لاریو ازاد تګ راتګ پیل شي.  د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی... Читать дальше...

عمران خان وايي د بې باورۍ تحریک تر ناکامۍ وروسته د مخالفانو ضد اقدامات کوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د اسلام اباد پر لوري د هغه ګوند د پلویانو حکومت ضد لاریون چې د مارچ پر اتمه په اسلام اباد کې پای ته ورسېد، پر عمران خان د بې باورۍ لوی ثبوت دی.

د خلکو نیونو ته غبرګونونه؛ طالبان: دا کار د خلکو د امنیت لپاره کوو

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د پل سرخ اوسیدونکی چې د یوه پوهنتون استاد دی د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې دې راپور کې واخیستل شي وایي، نږدې درې میاشتې مخکې ورته له افغانستانه د وتلو زمینه برابره شوه، خو دی ځکه ولاړ نه ړو چې د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه چې خلکو ته به په حکومت کې د کار لپاره یو خوندي چاپیریال برابر کړي. اوس وایي، د پوهنتون د استادانو په ګډون د طالبانو د حکومت له خوا د خلکو نیول نیولو اندېښمن کړی دی. د پوهنتون د دې استاد په خبره، د طالبانو حکومت له خوا د خلکو نیونه سم کار نه دی او د خلکو او د طالبانو د حکومت ترمنځ به واټن لا زیات کړي... Читать дальше...

مهرجان عبدالجبار وايي پر نړیوال کچ یې فوټبال کول ارمان دی

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې ۱۵ کلنه مهر جان عبدالجبار له تېرو شاوخوا پینځو کلونو راهیسي فوټبال لوبه کوي. هغه وايي، د لوبو له وجې د ټولنې له ناسمې رویې سره مخامخ شوې، خو پر دې سربېره غواړي چې پر نړیوال کچ فوټبال وکړي او د دې ارمان پوره کولو ته ژمنه ده. په دې اړه د اسوشیېټیډ پرېس اژانس دا ویډیو وګورئ.

ځینې ارزګانیان: طالبان دوسیې پر وخت نه څېړي، یوې او بلې ورځې ته یې سپاري

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې ولایت کې ډېری خلک شکایت کوي چې دغلته د طالبانو د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري یې دوسیې پر وخت نه څېړل کېږي. دوی وايي، میاشتې ووتې چې دوی ته یې دوسیې وړاندې کړي، خو دوی یې یوې او بلې ورځې ته سپاري او په وینا یې دغه چاره د دې لامل شوې چې زیات شمېر سیمو کې خلک اوس ګوته په ماشه ناست وي او وېره شته چې ګڼ کسان به خپلو کې سره ووژني. تازه د ارزګان د چورې ولسوالۍ د عثمان زو په نوم د قوم لسګونه تنه چې له حشزو قوم سره د ځمکې په سر جنجال لري د دې ولسوالۍ په بازار کې د اعتراض په بڼه راټول شوي او پر طالبانو غږ کوي چې دوسیې دې یې ژر وڅېړلي.

خلک: پخواني چارواکي د خپلو ګټلو لپاره له یو بل سره ګوري، نه د خلکو لپاره

Pa.azadiradio.com 

تر ټولو تازه لیدنه کې چې د چهارشنې په ورځ شوې، ښاغلي عبدالله په خپل کور کې لومړی د مخکیني نظام د مشرانو جرګې له رییس فضل الهادي مسلم یار او بیا وروسته له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي. د هغه معلوماتو پر بنسټ چې د ښاغلي عبدالله په فیسبوک پاڼه خپاره شوي، نوموړې په تېره یوه میاشت کې دوه وارې له ښاغلي کرزي او درې وارې له ښاغلي مسلمیار سره په خپل کور کې کتلي او ویل شوي چې په روان وضعیت خبرې شوي دي. د دغو مخکنیو افغان چارواکو او سیاسیونو ګرمو او پرله پسې لیدنو کتنو د خلکو ترمنځ پوښتنې پیدا... Читать дальше...

د امریکا مرستیال ولسمشره کامالا هارېس وارسا ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مرستیال ولسمشره کامالا هارېس پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه له پولنډي چارواکو سره د خبرو لپاره پرون د پولنډ پلازمېنې وارسا ته ورسېده. نوموړې به په دغه دوه ورځني سفر کې رومانیا ته هم لاړه شي.  د امریکا مرستیال ولسمشره داسې مهال پولنډ ته ځي چې د دې هېواد حکومت وړمه ورځ یو پلان په ډاګه کړ چې پر اساس یې دا هېواد غواړي د روسیې جټ الوتکې په جرمني کې د امریکا یوې پوځي اډې ته ولېږدوي او تمه کوي چې دغه الوتکې اوکرایني پیلوټانو ته ورکړل شي چې د روسي ځواکونو د حملو په شنډولو کې ترې کار واخلي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Бато Багдаев

"Вальс Победы" покажет Театр Ульгэр в честь Дня Победы, Россия, Культура Дети, Концерт





Rss.plus
Чемпионат

Магаданцы завоевали медали на Чемпионате России по борьбе джиу-джитсу




Нуралы Алипа раскритиковали в России

В Пермском крае в ночь на 3 мая наблюдалось северное сияние

Источник 360.ru: на Тучковской улице в Москве произошел пожар, спасли 6 человек

Shot: пожарный пострадал во время тушения пожара в цехе на востоке Москвы




اوکرایني چارواکي: روسیې یو زېږنتون ویجاړ کړی ۱۷ تنه یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي وایي، په محاصره شوي ساحلي ښار ماریوپول کې یو زېږنتون د روسیې په یوه هوایي برید کې ویجاړ شوی او لږ تر لږه ۱۷ تنه ټپیان شوي دي. دغه برید د واشنګټن، لندن او واتیکان په ګډون یو شمېر نړیوالو غندلی. پر دغه روغتون برید داسې مهال کېږي چې پرون د اوکراین له یو شمېر محاصره شوېو ښارونو د خلکو د وتلو لپاره بشري دهلېزونه پرانیستل شوي دي. دغو ښارونو کې د روسي ځواکونو د بریدونو له امله په لسګونو زره کسان د لومړنیو خدمتونو پرته په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.  د ماریوپول ښاروال پرون وویل... Читать дальше...

خلک: طالبان دې د کندز- خُلم د لويې لارې رغنیز کار بېرته پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت زیات شمېر اوسېدونکي او موټر چلوونکي له طالب چارواکو غواړي چې د کندز- خُلم د لويې لارې رغنیز کار بېرته پیل کړي، څو د شمال ختیځ زون ولایتونو د اوسېدونکو ستونزې ورسره هوارې شي. د کندز – بلخ د لويې لارې یوه موټر چلوونکي محمدبشیر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "پخوا موږ د کندز – بغلان له لارې بلخ ته تللو، خو هغه لاره ډېره اوږده ده، پنځه نیم ساعتونو کې بلخ ته رسېدلو. اوس موږ د ایرګنک له لارې بلخ ته تګ را تګ کوو ځکه لنډ بلخ ته وځو، خو دا لاره خامه ده او ډېره خرابه ده. موږ له طالبانو او... Читать дальше...

حامد کرزي ویلي چې اوکراین باید د افغانستان له تجربو زده کړه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې اوکراین باید د افغانستان له تجربو زده کړه وکړي او د سترو ځواکونو د نیابتي جګړې پر میدان بدل نه شي.   حامد کرزي دا خبره د هند (هندو) ورځپاڼې ته په مرکه کې وکړه. ده د روسیې د یرغل پر وړاندې اوکراین ته د بهرنیو جنګیالیو ورتګ ته په اشارې وویل، که د اوکراین د ولسمشر پرځای وای، دې کار ته به یې اجاه نه وای ورکړې ځکه چې افغانستان ته هم د القاعده او اسامه بن لادن او نورو د راتګ نتیجه یې لیدلې چې افغانستان ورڅخه تر نننه کړېږي.

کویټ وايي، افغانستان سره ۵ میلیون ډالره مرسته وکړي

Pa.azadiradio.com 

کویټ وايي، د ملګرو ملتونو د ادارو او د نړیوال سره صلیب د کمېټې له لارې به افغانستان ته ۵ میلیون ډالره مرسته ورکړي.  دا پرېکړه د کویټ صدراعظم شیخ صباح الخالد الحمالد الصباح د کابینې په غونډه کې اعلان کړه او ویې ویل چې د دغه هېواد د امیر په حکم د کویټ حکومت پنځه میلیونه ډالره افغانستان او ۲ میلیونه ډالره اوکراین ته ځانګړي کړي دي.

طالبان: ۵ میلیونه افغانان په مخدرو توکو روږدي دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، ۵ میلیونه افغانان په مخدرو موادو روږدي دي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.  ښاغلي حنفي دا خبره پرون چهارشنبې(د کب ۱۷مه) د ای.ار سي یا د ژغورنې د نړیوالې کمېټې له مرستیالې مادلین سیدلر سره په کتنه کې وکړه.  ده وویل، که نړیواله ټولنه افغان کروندګرو ته د معیشت بدیل ورکړي، طالبان حاضر دي چې د مخدرو موادو مخه ونیسي.

هرات کې ناپېژندو وسله والو د پخواني حکومت یو پوځي وواژه

Pa.azadiradio.com 

ناپېژندو وسله والو پرون چهارشنبه(د کب ۱۷مه) ماسپښین په هرات ښار کې د افغانستان د پخواني حکومت یو پوځي وواژه.  په هرات کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو یوه مسوول ثابت هروي ازادي راډیو ته وویل، وژل شوی کس د افغانستان د پرزول شوي حکومت د ملي امنیت مامور و.   دا پېښه د هرات ښار د اتمې ناحیې په خیراباد سیمه کې وشوه او حمله کوونکي چې پر موټر سایکل سپاره وو، تښتېدلي دي.  د بریدګرو په ډزو یو لاروی هم ټپي شوی دی.



Москва

XXIII Московский Пасхальный фестиваль проходит при поддержке Relax FM


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин и Белозеров запустили на линии МЦД поезд нового поколения «Иволга 4.0»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»


WTA

Соболенко вышла в ⅛ финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Тимати

Тимати показал повзрослевшего сына от Анастасии Решетовой



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России