افغانستان کې د وژل شوي هندي خبریال کورنۍ د نوموړي د قتل په اړه نړیوالو محکمو ته ځي
افغانستان کې د وژل شوي هنديالاصله خبریال دانش صدیقي کورنۍ غواړي د نوموړي د قتل په اړه نړیوالو محاکمو ته ولاړ شي. دانش صدیقي چې د روېټرز خبري اژانس سرهيې د تصویر اخیستونکي په توګه دنده درلوده د افغانستان د جګړې قرباني شو. نوموړی د تېر ۱۴۰۰ لمریز کال د سرطان میاشتې په وروستیو کې د خبر جوړولو پر مهال د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان کې د تېر حکومت د پوځيانو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې ووژل شو. نوموړی د هندوستان اصلي اوسېدونکی و چې تر دې دمهيې د جګړې هېڅ اړخ د وژنې رسمي مسؤلیت نهدی منلی. Читать дальше...