Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 17.03.2022

ګلزار خان هریانکوټ: زموږ کورنۍ د هنر او ادب پالونکې ده

Mashaalradio.com 

د هارون باچا هنري ګړۍ ګرانو ملګرو! دا اوونۍ د ګلزار خان هریان کوټ سره خبرې کوو. هغه یو شوقي یا اماتور هنرمند دی. موسیقي جوړوي او سندرې وايي. د هنر سره د بې کچه بې مینې لرونکی دا ځوان د ملاکنډ درګۍ د هریان کوټ سیمې سره تعلق لري. اعلی تعلیم یې په کمپیوټر ساینس کې کړی او د شوق له مخې هنري فعالیتونه کوي. دلته دا یادګیرنه هم ضروري ګڼو چې د هغه باباجان دوست محمد طالب جان د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر دی او په کورنۍ کې یې د الماس خانم او کامران خان ارمان په شان پیغلې او ځوانان هم شته چې د ارټ لپاره یې خدمتونه کړي دي. Читать дальше...

طالبانو عشق‌اباد کې د افغانستان سفارت ته ګومارل شوی شارژدافیر وروپېژانده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترکمنستان پلازمېنه عشق‌اباد کې د افغانستان سفارت ته ګومارل شوی شارژدافیر فضل محمد صابر خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو. د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د نوموړي د معرفي په مراسمو کې چې پرون پنجشنبې ترسره شول، د سفارت پر کارکوونکو او یو شمېر افغانانو او سوداګرو سربېره د ترکمنستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وفا حاجییوف او یو شمېر همکارانو یې ګډون کړی و. د ښاغلي بلخي په خبره ښاغلي حاجییوف ویلي، دلته د دې لپاره راغلي چې خپله دوستي او ورورګلوي... Читать дальше...

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د سفر معترض لا هم د طالبانو په بند کې دی

Pa.azadiradio.com 

افغان مدني فعال عظیم عظیمي د جنورۍ په ۱۸مه نېټه وروسته له هغې طالبانو ونیوه چې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د تګ په غبرګون لاریون پلان کړی و. هغه سفر چې بیا په خپل ټاکلي وخت ونه‌شو.  ښاغلي عظیمي چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې بېلابېل مدني فعالیتونه کول په دې وروستیو کې کله نا کله به‌یې د طالبانو حکومت کړنې نقدولې.  د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست چارواکي وایي، هغه‌یې د هېواد د امنیت د ګډوډولو په تور نیولی.  د دغه ریاست ویاند خلیل همراز ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ادعا کړې... Читать дальше...



د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د 'افغانستان رسنیو' کې تر نشر مخکې سانسور

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په یوه تازه سروې کې موندلي چې په افغان رسنیو کې له نشر مخکې په خپله د دوی له‌خوا سانسور موجود دی. دغه ټول‌پوښتنه کې چې په ۳۴ ولایتونو کې له ۲،۰۰۰ خبریالانو سره د مرکو پر مټ چمتو شوې راغلي چې په سلو کې ۷۱ خبریالانو ویلي اداره‌يې مطالب له خپرولو مخکې سانسوري. د دغه ۲،۰۰۰ خبریالانو له‌منځه یوازې پنځه په سلو کې له خپرولو وړاندې په خپله د دوی له‌خوا د سانسور موضوع رد کړې ده. په دې ټول‌پوښتنه کې ۵۹ په سلو کې خبریالانو، دا کار د رسنیو د تړل کېدو عمده لامل یاد کړی دی. Читать дальше...

د ترهګرۍ وېره، د کوټې ښار تعلیمي ادارې دوې ورځې تړل شوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان حکومت د ترهګرۍ د ممکنه حملو له وېرې په مرکز کوټه ښار کې تعلیمي ادارې د دوو ورځو لپاره تړلې دي. د مارچ پر ۱۵مه د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت لخوا په خپور شوي یو بيان کې راغلي چې د ښار په مهو ځايونو کې د وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (مجيد برېګېډ) لخوا د حملو دړکې دي چې له وجې يې هغوی د مارچ پر ۱۷مه او ۱۸مه، په کوټه ښار کې ټول سرکاري او شخصي سکولونه، کالجونه او پوهنتونونه تړلي دي. له همدې وجې پر ټاکلو نېټو د نهم او لسم ټولګيو کېدونکي ازموينې هم ځنډول شوي دي. د بلوچستان د امتحاني... Читать дальше...

طالبانو له هېواده بهر د تللو افغانانو راستنولو لپاره کمېسیون جوړ کړی

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له هېواده بهر له افغان شخصیتونو سره د تماس نيولو او هېواد ته د هغوی د راستنولو لپاره يې یو کمېسیون جوړ کړی دی. د طالب د چارواکو په وینا د دغه کمېسیون د جوړېدو پرېکړه د رييس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې په اوونيزه غونډه کې شوې ده. د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د حکومت ویاند ذبیح ‌الله مجاهد مشال راډيو ته ويلي چې د ملت د یووالي او د هغو کسانو چې له هېواده بهر دي، د تماس لپاره یوې کړکۍ ته اړتیا وه چې دا کمېسیون به په دې برخه کې رول ولوبوي. Читать дальше...

امنیت شورا افغانستان کې د یوناما د حضور د دوام د یقیني کولو په اړه رأی‌ګیري کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن پر یوه پرېکړه‌لیک رایې واخلي چې د تصویب په صورت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت یا یوناما د حضور دوام یقیني کوي. خو د دغه پرېکړه‌لیک مسوده چې ناروې وړاندې کړې، د متن پر سر یې د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو اختلافات درلودل چې په‌کې د یو لړ تغییراتو سره سره د ډیپلوماتانو په قول روسیه بیا هم ځیني ملاحظات لري. د فرانس پرس اژانس د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي مسکو پرون چهارشنبه د دغه پرېکړه‌لیک له مسودې سره چې پرې د... Читать дальше...



اوکراین: روسیې پر یوه تیاتر بمباري کړې چې تر ۱،۲۰۰ ملکیانو په‌کې پناه اخیستې وه

Pa.azadiradio.com 

اوکراین روسیه تورنه کړې ده چې د ماریوپول په ښار کې یې پر یوه تیاتر بمباري کړې ده چې په‌کې تر ۱،۲۰۰ پورې ملکیانو پناه اخیستې وه. د تور سمندرګي پر غاړه په دغه پراته ښار کې له اټکل سره سم درې لکه کسان بند پاتې دي، دوی نه اوبه لري، نه برېښنا او ګاز هم پرې قطع شوی دی.  پر تیاتر د شوي برید په اړه د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا په ټویټر کې لیکلي دي چې دوی د تلفاتو دقیقې شمېرې نه‌لري، خو د ډرامو په دې تیاتر کې په سلګونه بې‌ګناه ملکیان پټ شوي و. د کولیبا په وینا دا ودانۍ یو مخ له ځمکې سره هواره شوې ده. Читать дальше...

د افغانستان د ناشرانو ټولنه: د چاپ او خپرولو په کاروبار کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خپرونکو یا ناشرانو ټولنه وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیاخلي واکمنېدو راهیسې په دې هېواد کې د کتابونو د چاپ او خپرولو په کاروبار کې ۹۰ په سلو کې کموالی راغلی دی. د افغانستان د بېلابېلو چاپخونو مسؤلین هم وايي، کارونه‌یې ولاړ دي او د مطبعو زیات شمېر کارکوونکي یې په کورونو ناست دي. په کابل کې د یوې چاپخونې چالان ماشینونه چې اوس ښايي یوازې د خرابېدو له وېرې په میاشت کې یو ځل چالان شي، خو د چاپ همدا ماشینونه مخکې د ورځې په ساعتونو ساعتونو چلېدل.  اوس‌يې مسؤلین وايي، د چاپ کارونو د نه‌موجودیت له امله ډېرې مطبعې بندې شوې دي. Читать дальше...

ناټو په ناروې کې ژمني پوځي مشقونه پیل کړي

Mashaalradio.com 

د ناروې په مشرتابه د ناټو په پوځي تمرينونو کې د ۲۷ هېوادونو تر ۳۰،۰۰۰ زیات پوځیان او ولسي امنیتي ځواکونه برخه اخلي. مشقونه د مارچ پر ۱۴ مه پیل شوي او د اپریل تر لومړۍ اوونۍ پورې به دوام ولري. ناټو به هر کال له خپلو ملګرو هېوادونو سره دوه ځله ژمني مشقونه کول خو په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وبا د خپرېدو له کبله يې دا لړۍ درولې وه.

ایران کې له بنده ازاد شوي دوه ایراني‌الاصله بریتانویان بریتانیا ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې له بنده ازاد شوي دوه ایراني‌الاصله بریتانويان نازنین زاغري راتکلیف او انوشه اشوري بریتانیا ته ورسېدل. د دوی د ازادېدو پر سره د ایران او بریتانیا چارواکو اوږدې خبرې وکړې. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، "خوشحاله یم چې نازنین او انوشه روغ رمټ بریتانیا ته راورسېدل او له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره یوځای شول". زاغري د ایران د اخوندي نظام د پرځولو په ضد د دسیسې جوړولو په تور زنداني وه او پر انوشه اشوري د اسرائیلو د جاسوسۍ تور پورې و. دوی پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي دي.

پاکستان د کورونا وايرس ټول بندېزونه ختم کړي

Mashaalradio.com 

د مارچ پر ۱۶مه نېټه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال د دې هېواد د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر وویل چې په پاکستان کې د کورونا پېښې مخ په کمېدو دي او د دې ترڅنګ ۷۰ فيصده کسانو د وايرس ضد دواړه واکسينونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت له افغانستانه بهر شخصیتونو د راستنولو په هدف کمېسیون جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، له هېواده په بهر کې له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هېواد ته د هغو د راستنولو په هدف یو کمېسیون جوړ کړی دی.  د طالبانو حکومت د چارواکو په وینا د دغه کمېسیون د جوړېدو پرېکړه د رئيس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې په اوونيزه غونډه کې وشوه.  د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د ملت د یووالي او د هغو کسانو چې له هېواده بهر دي، د تماس لپاره یوې کړکۍ ته اړتیا وه چې دا کمېسیون به په دې برخه کې رول ولوبوي. Читать дальше...

امریکا کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو د تړلو په اړه د فارین پالېسي لیکنه

Pa.azadiradio.com 

فارین پالېسي فارین پالېسي خپرونې پر هغې لارښوونې تمرکز کړی دی چې په امریکا کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو د تړلو په اړه ده.  د مطلب په دوام کې راغلي، افغان ډیپلوماتانو غوښتل په امریکا کې د افغانستان بیرغ رپانده وساتي، خو ورته بې‌پیسو شول.  د مطلب په دوام کې د افغان چارواکو او په کانګرس کې د باخبره سرچینو په حواله لیکل شوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او نیویارک او لاس انجلس کې یې د قونسلګریو د تړلو لارښوونه کړې ده. فارین پالېسي د یوه افغان ډیپلومات په... Читать дальше...

د امریکا حکومت دغه هېواد کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ بندې کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت په واشنګټن، نیویارک او لاس انجلس کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ بندې کړې، خو په ملګرو ملتونو کې به د افغانستان د دایمي استازي دفتر چې په نیویارک کې دی، لا هم فعاله وي. په واشنګټن کې افغان ډیپلوماتانو پرون غرمه سفارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاره. له دې سره نور نه په واشنګټن ډي سي کې افغان سفارت او نه‌یې په نیویارک او لاس انجلس کې قونسلګرۍ افغانانو ته د پاسپورټ د ورکولو په شمول خدمات وړاندې کولای شي.   هارون حکیمي چې پخوا په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې ډیپلومات... Читать дальше...

د افغانستان په اړه د بريتانيا په کوربه‌توب د بشري مرستو د کنفرانس نېټه اعلان شوه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر (يوناما) د افغانستان په اړه د بريتانيا په کوربه‌توب د بشري مرستو د کنفرانس نېټه اعلان کړه. د‌ يوناما په يوه اعلاميه کې راغلي چې دا کنفرانس به د روانې مارچ مياشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر ویلي چې جرمني او قطر هم چمتو دي چې د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو کنفرانس په جوړولو کې له بریتانیا سره همکاري وکړي.  د دې کنفرانس د جوړېدو اساسي هدف، په روان ۲۰۲۲ کال کې هغو ۲۳ ملیونه افغانانو ته د مرستو... Читать дальше...

امریکا ورلېږدول شویو لسګونه زره افغانانو ته د اوسېدو ۱۸ میاشتنی اقامت ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن اداره به لسګونو زرو افغانانو ته چې وروستیو اوو میاشتو کې امریکا ته لېږدول شوي وو او دایمي اقامت‌یې نه‌درلود، متحده ایالاتو کې د اوسېدو ۱۸ میاشتنی اقامت ورکړي. له دې پروګرام سره سم به ۷۲ زره ۵۰۰ افغانان په امریکا کې د کار کولو او موقتې استوګنې اجازه ترلاسه کړي.  د امریکا د کورني امنیت وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، شااوخوا ۲ زره افغان محصلانو، د افغانستان د پخواني حکومت کارکوونکو او هغو کسانو ته چې په سیاحتي ویزه امریکا ته ورغلي او بېرته افغانستان ته تللی... Читать дальше...

مسکو: د اوکراین لپاره د بې‌پرې توب پر دریځ موافقې ته نږدې شوي یو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون (چهارشنبه) وویل چې د روسیې او اوکراین د خبرو په دوام کې دواړه خواوې د اوکراین لپاره د بې‌پرې توب پر دریځ موافقې ته نږدې شوي دي.  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا خبره څو ساعته وروسته له دې وکړه چې د اوکراین ولسمشر په لومړي ځل خبرو ته خوشبیني ښکاره کړه او ویې‌ویل چې د روسي مرکچي پلاوي دریځ او سلوک نسبتاً حقیقت ته نږدې ښکاري.  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم دې ته په اشارې چې د دوو هېوادونو ترمنځ پخلاینې او روغې جوړې ته هیله شته، وویل: "له امنیتي ضمانتونو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Бато Багдаев

Бурятия, Россия, Дети, Концерт: Театр кукол Ульгэр в Улан-Удэ представит "Вальс Победы" к празднику





Rss.plus
Россия

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга




Шеф-повар рассказал, как приготовить пышный кулич к Пасхе

Город выставил на продажу девять участков для строительства домов в ТиНАО

«Он не очистит энергетику»: почему каждый год весь мир ждет схождения Благодатного огня

Mash: внука депутата Госдумы Геннадия Зюганова госпитализировали в Москве




نړیوال بانک: افغانستان کې غذايي امنیت له‌منځه تللی او خدمات له لاسه وتلي

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال بانک له یوې سروې سره سم، په افغانستان کې د کاري فرصتونو د کمېدو او د بې‌روزګارۍ د ډېرېدو له کبله اکثره افغانان اغېزمن شوي، غذايي امنیت‌یې له‌منځه تللی او اساسي خدمات‌یې له لاسه وتلي دي. د دې سروې پر اساس، لا هم یو شمېر افغانان کاري فرصتونه او ځیني عمومي خدمات لري، خو وضعیت خورا ستونزمن شوی دی. دا سروې چې پایلې یې اوس خپرې شوي، د ۲۰۲۱ کال په مني کې د طالبانو د واک ته رسېدو په لومړیو وختونو کې د خلکو د ژوند په شرایطو کې د بدلون د ارزولو په هدف شوې وه.

مالیزیا افغانستان ته تر یو نیم ملیون ډوزه زیات کرونا ضد واکسین ورکوي

Pa.azadiradio.com 

مالیزیا وايي، افغانستان ته تر یو نیم ملیون ډوزه زیات کرونا ضد واکسین ورکوي. د مالیزیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر داتوک قمرالدین جعفر وویل، هېواد یې غواړي چې له کرونا او جګړه‌ځپلي افغانستان سره د یو ملیون او ۶ لکه ډوزه واکسین مرسته وکړي. ده په عین حال کې وویل چې پر دې موضوع په افغانستان کې له چارواکو سره خبرې روانې دي.  دغه مالیزیايي چارواکي پرون د خپل هېواد د پارلمان د سوال او ځواب په غونډه کې وویل، د مالیزیا د یوې غیر حکومتي مؤسسې پلاوی د افغانستان او پاکستان په لور روان شو چې هلته د ۵۰ زره ډالرو په لګښت وسایل رانیسي.

طالبان: ننګرهار کې لسګونه قلمه تاريخي او فرهنګي اثارو له قاچاقبرو ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په ‏ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې لسګونه قلمه تاريخي او فرهنګي اثارو له قاچاقبرو څخه نیول شوي دي. د طالبانو ولايتي ادارې پرون (چهارشنبه) وویل چې امنیتي ځواکونو یې د ۴۱ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته‌يې سپارلي دي.  په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس قاري نور محمد حنيف په وینا په دې اثارو کې له زېړو، سپینو زرو او نورو فلزونو جوړې پخوانۍ ګاڼې، فلزي نیزې، له مريو جوړې غاړکۍ او نور بېلابېل اثار شامل دي.

پاکستان د کرونا وبا له کبله لګولي بندیزونه پای ته رسوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت پرون وویل چې د کرونا وبا له کبله لګولي بندیزونه پای ته رسوي. د پاکستان د صدراعظم عمران خان د روغتیايي چارو سلاکار ډاکتر فیصل سلطان په یوه خبري غونډه کې وویل، سره له دې چې د کرونا له کبله بندیزونه لیرې کوي، خو د واکسین شرط به په خپل حال پاتې وي ځکه چې دا وبا لا پای ته نه‌ده رسېدلې.  د پاکستان حکومت له پرېکړې سره سم به نور په ودونو، مذهبي غونډو او لوبغالو کې د خلکو پر رایوځای کېدو بندیز نه‌وي.

اسلام‌اباد: له مخالفو بلوڅانو سره د خبرو اترو پلان د ګړندي کېدو پرېکړه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بلوچستان ایالت حکومت وايي، د صدراعظم عمران خان په مشرۍ د بلوچستان په اړه په غونډه کې پرېکړه شوې چې له وسله‌والو مخالفو بلوڅانو سره د خبرو اترو پلان دې ګړندی شي. د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاندې فرح عظیم شاه پرون وویل، د بلوچستان امنیتي وضعیت له قوې څخه په کار اخیستو نه‌شي سمېدای او که سم هم شي، موقتي به وي او څه موده وروسته بېرته خرابېږي.  د دې په وینا د پاکستان حکومت به په راتلونکو څو ورځو کې له بلوڅو مخالفانو سره د خبرو اترو یوه تګلاره چمتو کړي.  د پاکستان حکومت تر دې پخوا هم... Читать дальше...



Москва

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В Москве выполнена модернизация уже 10 газопроводов-дюкеров



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Пол Маккартни

Николаю Фоменко – 62: что связывает артиста с Полом Маккартни и «Формулой-1», и при чем тут гвозди




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении


Даниил Медведев

Медведев обыграл Бублика и вышел в четвертьфинал "Мастерса" в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России