Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 03.03.2022

کرکټ؛ افغانستان بنګله دېش ته لومړۍ شل اوریزه لوبه وبایلله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي ټیمونو نن خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه وکړه.  بنګله دېش بېټېنګ/توپوهنه وکړه او افغانستان ته یې د ۱۵۶ منډو هدف ورکړ په ځواب کې یې افغان ټيم یوازې ۹۴ منډې وکړای شوې.  په دې ترتیب افغانستان خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د ۶۱ منډو په توپیر په بنګله دیش وبایلوده.  دا لوبه د بنګله دېش په میرپور ښار کې وشوه چېرته چې تمه ده راتلونکې شنبه افغانستان او بنګله دېش دویمه شل اوریزه لوبه هم وکړي.

شانزا عليخان: په سندرو او موسیقۍ مینه یم

Mashaalradio.com 

په هارون باچا هنري ګړۍ کې دا اوونۍ سندرغاړې شانزا علي خان مېلمنه ده. نوموړې په تېرو څو کلونو کې پښتو موسیقۍ ته ډېر کار کړی دی. هغه په نوې موسیقۍ کې سندرې وايي، خو لهجه یې سوچه پښتو ده او هڅه کوي چې شاعري هم داسې انتخاب کړي چې خلک په پوهېږي، هم ځکه يې په لږ وخت کې زیات مینه وال پیدا کړي دي. شانزا علي خان اصلا د پېښور ده خو ژوند یې په اسلام اباد کې کړی، اوس هم هلته ژوند کوي او د موسیقۍ ترڅنګ یې په انګلیسي ادبیاتو کې ماسټري هم کړې ده.



په لغمان کې خیبر نوښت خصوصي راډیو خپل فعالیت ودراوه

Pa.azadiradio.com 

د لغمان په مرکز مهترلام کې د خیبر نوښت په یوې خصوصي راډيو وروسته له هغې خپل نشرات ودرول چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شوه.  د تړل شوې خیبر نوښت راډيو مسؤل مدیر کیهان احمدزي نن(د کب په ۱۱مه) ازادي راډيو ته وویل چې خیبر نوښت راډیو د خپلو  ۲۲ کارکوونکو په ملتیا شااوخوا لس کاله بریالی مزل وکړ خو په دې وروستیو ۶ میاشتو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه. ښاغلی احمدزی وایي:" خیبر نوښت راډيو له تېرو لسو کالنو راهیسې فعالیت درلود او په بېلابېلو لکه سیاسي، تفریحي، اطلاعاتي، ټولنیزو، ادبي... Читать дальше...

له نړیوال بانکه د ۹۲ سیمه ییزو راډیوګانو او د ټلوېزیونو د استازو غوښتنې

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې نړیوال بانک اعلان وکړ چې د افغانستان د بیارغونې له صندوقه د بشري او اقتصادي ستونزو د کمېدو لپاره یو میلیارد ډالره د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالو ادارو ته ورکوي، په دې هېواد کې د ۹۲ سیمه ییزو راډیو ګانو او ټلوېزیونو استازي له نړیواله بانکه غواړي چې دوی ته دې د مخکېني جمهوري نظام له سقوط وړاندې دې د ملي دسترخوان لپاره د عامه پوهاوی د اعلاناتو پیسې هم ورکړي.  دوی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، د ۲۰۲۱ کال له مارچ میاشتې نیولی د همدې کال تر اګسټ میاشت پورې... Читать дальше...

د اوکراین د جګړې د درېدو هڅې؛ روسیه او اوکراین به پر اوربند وغږیږي

Pa.azadiradio.com 

روسیه او اوکراین به نن د سولې د خبرو په دوهمه غونډه کې پر اوربند خبرې وکړي. دا خبرې د بېلاروس دننه د اوکراین پولې ته نژدې د برېسټ په نوم سیمه کې ترسره کېږي.  داسې ښکاري چې دواړه لوري سره لېرې دي.  مسکو پردې ټینګار کوي چې اوکراین دې بې وسلې شي، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي پرون په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې دا د اوکراین د بریالیتوب جګړه ده.  د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي رویټرز اژانس او سي اېن اېن ته بیا ویلي دي چې روسیه باید د اوربند پرسر د اغېزمنو خبرو تر پیل مخکې له بمبارۍ لاس واخلي. Читать дальше...

اوکراين جګړه: "د روسيې ځواکونو دوکانونه او بېنکونه لوټلي"

Mashaalradio.com 

روسي ځواکونه په اوکراین کې دوکانونه او بېنکونه لوټي. امنیتي کېمرې ښيي چې د روسيې ځواکونه شوکي کوي. اوکرایني چارواکي ادعا کوي چې د حملو شروع کولو پر وخت روسي ځواکونو یوازې د درې ورځو لپاره خواړه لرل خو دا جګړه چې تر شپږو ورځو زیاته شوې، پکې له روسيې ځواکونو سره خواړه او د ټېنکونو او پوځي ګاډو لپاره تیل ختم شوي دي. خو مشال رېډیو د دې خبرې خپلواکه تصدیق نه شي کوالای.



د اوکراین پر دوهم ستر ښار خارکیف درنه بمباري روانه ده

Pa.azadiradio.com 

نن پر اوکراین د روسیې د بریدونو اتمه ورځ ده. د راپورونو له مخې د اوکراین پر دوهم ستر ښار خارکیف درنه بمباري روانه ده.   د اوکراین په پلازمېنه کیف کې تېره شپه لویې چاودنې شوي دي‎. تراوسه روسي پوځ د اوکراین یوازې یو ښار خیرسون نیولی دی.   د روسیې دفاع وزارت د دې جګړې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د خپلو تلفاتو اعلان وکړ چې پرون یې وویل، تر اوسه یې څلور سوه اته نوي سرتیري وژل شوي دي او یو زر پنځه سوه اووه نوي عسکر یې ټپیان شوي دي.   دا شمېرې د خپلواکو سرچینو له لوري نه دي تایید شوي او اوکراین بیا... Читать дальше...

پولنډ کې افغان سفارت: ۲۰۰۰ افغانان له اوکراینه پولنډ ته رسیدلي

Pa.azadiradio.com 

په پولنډ کې د افغانستان سفارت ویلي، تردې دمه ۲۰۰۰ افغانان له اوکراینه دغه هېواد ته رسیدلي دي.  دا خبره د یاد سفارت په فیسبوک پاڼه کې راغلي.  هاخوا د پولنډ د صدراعظم دفتر ویلي، د افغانانو په شمول د نړۍ د ټولو هېوادونو هغو اتباعو ته چې د اوکراین له جګړې تښتېدلي ښه راغلاست وايي.  په پولنډ سربېره ګڼ افغانان د اوکراین نورو ګاونډیو هېوادونو سلواک، رومانیا او هنګري ته هم تللي.  پر اوکراین د روسیې جګړه نن اتمې ورځې ته ننوته او د راپورونو له مخې تر یو میلیون زیات کسان چې په کې زرګونه بهرنیان هم شامل دي له اوکراینه بهر وتلي دي.

یوناما: د ژمي تر پایه به بشري اقتصادي ناورین تر یوه اندازې مدیریت شي

Pa.azadiradio.com 

۳۸  کلنه نرګس د دوو ماشومانو مور ده چې د کابل ښار په ختیځه برخه احمد شاه بابا مېنه کې اوسېږي.  نرګس د اوښکو په تویولو وایي، ژمی پرې ډېر سخت تېر شوی، خو اوس چې یې د ځینو بنسټونو له لارې بشري مرستې ترلاسه کړي، د یو څه مودې لپاره پرې خپل یتیم ماشومان مړولی شي. نرګس زیاتوي: "ژمی ډېر سخت تېر شو، کور کې به مې دومره څه نه وه چې ماشومان مې وخوري، خو دا شکر اوس چې مرسته راسره شوې هماغه وړه لمدوم، هماغه خواړه خورو."  د نرګس خاوند نشه یي مواد روږدی و او مړ شوی دی، دا وایي د خلکو کورونو کې جامې میځي او... Читать дальше...

طالبان: اقتصادي ثبات لپاره هڅه کوو، دې برخه کې ځینې کارونه هم شوي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر جیفري دیلاورینتیس وویل، دا طالبان دي چې باید اقتصادي ثبات رامنځته کړي، اوس د طالبانو حکومت وايي، دوی د افغانستان د اقتصادي ثبات د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او دې برخه کې ډېر کار هم شوی دی.   د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د اقتصادي ثبت لپاره اسلامي امارت ټوله هڅه کوي، دې برخه کې ډېر کار هم شوی، ملي عواید په ډېر شفافیت سره راټول شوي، د سوداګرو او کسب ګرو سره ښې اړیکې ټینګې شوي، بهرني جهتونه چې کومې... Читать дальше...

اوکراين جګړه: د کييف او مسکو پلاوي د خبرو بل پړاو پیلوي

Mashaalradio.com 

ټاکل شوې چې روسیه او اوکراین د مارچ پر درېيمه د خبرو په دویم پړاو کې پر داسې مهال پر اوربند وغږېږي چې روسیو پوځي ځواکونو پر خارکیف بمبارۍ ته دوام ورکړی او د اوکراین دوه بندرونه یې محاصره کړي دي. د بېلاروس په برېست سیمه کې د دویم پړاو د خبرو موخه د جګړې درول دي خو داسې ښکاري چې دواړه خواوې په دې تړاو کم نېږدېوالی یا مشترکې نکتې لري. اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي رویټرز اژانس او سي اېن اېن ټېلېوېژن ته ویلي چې روسیه باید پر اوربند د معناداره خبرو تر پیل مخکې پر اوکراینو ښارونو بمبارۍ ودروي. ... Читать дальше...

په کوټه کې چاودنې درې کسان وژلي

Mashaalradio.com 

تر پېښې وروسته د کوټې د پولیسو یوه مشر سید فدا حسن شاه خبریالانو ته وویل چې چاودنه د مارچ پر درېيمه ماښام اوه بجې له کندهاري بازار سره نېږدې پر فاطمه جناح سړک د زیاتې ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده.

هرات کې پانګه وال او سوداګر د انسان تښتونې پېښو اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولايت کې پانګه وال او سوداګر د انسان تښتونې زياتو پېښو اندېښمن کړي. د دې ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې تيره ورځ ناوخته په يوې اعلاميه کې دا اندېښنې د هرات ولایت د امنیتي ادارو له مسولينو سره په يوې ناسته کې شريکې کړي. د دې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د خونې مسولينو په دې ناسته کې له امنيتي ادارو د دې پديدې د له منځه وړلو برخه کې د يوې روښانه تګلارې د جوړېدو غوښتنه کړې. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولينو، امنيتي چارواکو ته وړانديز کړی هغه سيمکارتونه چې ښار... Читать дальше...

کابل ښاروالۍ د لومړنيو موادو لپاره نرخ پاڼه ټاکلې

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاروالۍ دغه ښار کې د خوراکي او غيرخوراکي توکو د لومړنيو موادو لپاره نرخ پاڼه ټاکلې. کابل ښاروالۍ په يوې خبرپانه کې د نرخونو د کنټرول کمېسيون له خوا ليکلي چې ياده نرخ پاڼه سر له نن ورځې د پلي کېدو وړ ده. په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، که هر هټیوال او پلورونکی له دې نرخ پاڼې سرغړونه وکړي د جدي قانوني چلند سره به مخ شي. په ياده نرخ پاڼه کې ۲۹ ډوله خوراکي او غيرخوارکي توکو ته بیې ټاکل شوي دي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې له دې وړاندې کابل ښاریانو د توکو د لوړو بیو له امله شکایتونو مطرح کړي وو.

طالبان: د نړۍ هېوادونه دې د ښځو د تعلیم او تحصبل برخه کې عملي همکاري وکړي

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وايي، دوی په دې اړه چې نجونې کولی شي په حجاب کې زده کړې وکړي خپل پالیسي اعلان کړې خو په خبره یې نړۍ هم باید دوی سره د ظرفیت په برخه کې مرسته وکړي. سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، همدا اوس د دوی د لوړو زده کړو وزارت د ښځینه محصلانو د تګ راتګ لپاره ټرانسپورټ ته جدي اړتیا لري. ښاغلی شاهین، د ښځو د تعلیم او تحصبل په برخه کې د نړۍ د هېوادونو د عملي همکاري غوښتنه وکړه:"نړۍ باید د ښځو د حقونو له شعار نه راښکته شي او عملاً د ښځو د ژوند د ښه کولو او د ښخینه لېسو... Читать дальше...

افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو په اړه د طالبانو د حکومت ځینې سپارښتنې

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې  د امانت صندوق او نړیوالې ټولنې د تمویل کوونکو په غوښتنه له افغانانو سره د مرستې لپاره نوې تګلاره اعلان کړه، د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت تازه په دې اړه ځینې سپارښتنې مطرح کړي.  په دې اړه د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې له بودجې د وتلو پروژو د تطبیق لګښت دې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا را کم شي، له موازي جوړښتونو دې ډډه وشي او د اساسي اصولو په توګه دې له اغېزمنتیا، روڼتيا، ځواب وینې او پلټنې ډاډ ترلاسه شي.  خو اعلامیه کې زیاته شوې، دغه... Читать дальше...

د اوکراین چارواکو: د خیرسون ښار روسي ځواکونو ونیو

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د خیرسون ښار چارواکو تایید کړه چې دا ښار روسي ځواکونو ونیو. دا لومړی ځل دی چې روسي ځواکونو د اوکراین جګړه کې چې نن اتمې ورځې ته غځېدلې، د اوکراین یو لوی ښار نیسي.  د فرانسپرېس اژانس د راپور له مخې د سیمه ییزې ادارې مشر ګینادي لاخوتا پرون ناوخته پر ټیلګرام په یوه پیغام کې لیکلي چې روسي یرغلګر د ښار ټولو برخو کې حضور لري او ډېر خطرناک دي.  روسي پوځ هم پرون د دې ښار د نیولو خبر ورکړی و. دغه ښار چې د کریمیا ټاپو وزمې ته نژدې پروت دی، ۲۹۰ زره نفوس لري.  د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه هم روسیې په ۲۰۱۴ کال له خپلې خاورې سره یوځای کړې وه.


Музыкальные новости
Фрэнк Синатра

Леонардо ДиКаприо споет голосом Фрэнка Синатры





Rss.plus
Россия

Тарифы ЖКХ вырастут в России




Западные СМИ: российские военные расположились на базе США в Нигере

Сборная Подмосковья взяла две награды первенства России по настольному теннису

Российская Unigreen Energy приступила к строительству СЭС в Киргизии

У компании Потанина изъяли 85 гектаров земли в Подмосковье по иску Рослесхоза




یوناما: نړیوالې ټولنې د افغانستان د اقتصاد رغولو لپاره کافي کار نه‌دی کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره دیبرا لاینز وایي، نړیوالې ټولنې د افغانستان د اقتصاد د رغولو لپاره کافي کار نه دی کړی، خو د امریکا متحد ایالاتونه وایي، د طالبانو حکومت یې مسول دی چې د دې هېواد د اقتصادي ثبات لپاره شرایط برابر کړي.  دیبرا لاینز تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، افغانستان پر داسې لارې روان دی چې د سوداګرۍ چارې به لا ودریږي، نور خلک به هم وزګاره او بې وزلي شي.  په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر جېفري دیلاورینتیس وویل... Читать дальше...

ارزګان کې د ۵۶ روغتيايي مرکزونو سره د طبي وسايلو مرسته وشوه

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د 'موې' موسسې له خوا د دغه ولايت د ۵۶ روغتيايي مرکزونو سره د څه باندې ۲۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د طبي وسايلو او درملو مرسته وشوه. د دې موسسې ولايتي مسول پیدا والله ناصري ازادي راډيو وویل: "د څه باندې ۱۱ ميليونه افغانیو په ارزښت مو طبي او غېرې طبي وسايل  او د ۱۸ نیم ميليونه افغانیو درمل مو پیرلي چې د ارزګان پر ۵۶ روغتیايي مرکزونو ته به يې ووېشو. د يادو مرستو په ترسره کېدو به په روغتونونو کې شته ستونزې حل شي."  پر ارزګان واکمن طالبان بیا د دغو مرستو هرکلی کوي او زياتوي چې د دغو مرستو سره به په روغتونونو کې پرتې ستونزې حل شي. Читать дальше...

د اوکراین یو پلاوی له روسي پلاوي سره د خبرو په پار بېلاروس ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې روسي ځواکونو د اوکراین پر خارکیف بریدونه زیات کړي او یو شمېر نور ښارونه یې محاصره یې کړي، د اوکراین یو پلاوی پرون له کیف د بېلاروس بریست ښار ته وخوځېد چې د یوه اوربند پر سر له روسي پلاوي سره دوهم دور خبرې ترسره کړي.  د اوکراین ولسمشرۍ هم د دغه پلاوي د تګ خبره تایید کړه. خو د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي  رویټرز اژانس او د روسیې سي اېن اېن ټلوېزیون ته ویلي چې لومړی باید د اوکراین پر ښارونو بمباري بنده شي، څو د یوه اوربند لپاره بامفهومه خبرې پیل شي.  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر... Читать дальше...

د طالبانو راتګ؛ کندز کې موټر پلورونکي وايي، کاراوبار یې پيکه شوی

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې یو شمېر موټر پلورونکي وايي، له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، نو له امله یې د دوی کارونه په ټپه درېدلی دی. یو تن موټر پلورونکی۴۰ کلن محمداکرم په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "له کله چې نظام بدلون کړی دی، د موټر پلورونکو کار او بار خراب شوی دی. یو موټر چې پخوا په ۴ زره ډالره پلورل کېده، اوس یې څوک په ۳ زره ډالره نه اخلي. ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او له امله یې ټول کار او بار سقوط کړي دي." د دې ولایت ځینې موټر پلورونکي له خپل کاراوبار نه شکایت کوي او وايي، چې دوی... Читать дальше...

ګلوب انډ مېل ورځپاڼې د اوکراین په جګړه کې د یوه افغان تبعه پر ژوند لیکنه کړې

Pa.azadiradio.com 

انډپنډنټ انډپنډنټ ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر په توګه د جو بایډن لومړۍ وینا ته پام کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د یو شمېر جمهوري غوښتونکو له انتقادونو سره مخامخ شو. د ورځپاڼې په وینا، د کالراډو ایالت استازې لورین بوبیرټ بایډن تورن کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۳ امریکايي پوځیان وژلي دي. د تېر کال د اګسټ په ۲۶مه، کله چې امریکايي ځواکونه د کابل له هوايي ډګره وتل، یوه ځانمرګي بریدګر لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي افغانان او لږ تر لږه ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل. Читать дальше...

د اوکراین په جګړه کې د یوه افغان د ژوند کیسه

Pa.azadiradio.com 

ګلوب اېنډ مېل     کاناډايي ورځپاڼې ګلوب اېنډ میل د اوکراین په جګړه کې د یوه افغان تبعه ژوند ته پام کړی دی.   د ورځپاڼې په وینا جاوېد حقمل چې په افغانستان کې یې له کاناډایي ځواکونو سره ترجمه کوله، په ډېر مشکل سره وکولی شول د اوکراین له پولي پولنډ ته ننوځي.  د ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې د راپور له مخې حقمل تېر دوبی له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښود او اوس د اوکراین د جګړې له کبله بې ځایه شوی دی.  دغه پخواني ترجمان چې له کاناډايي ځواکونو سره یې کار کړی، ورځپاڼې ته ويلي، له کیف څخه پولنډ ته يې سفر... Читать дальше...



Москва

Продвижение новых песен с высоким результатом


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В Москве выполнена модернизация уже 10 газопроводов-дюкеров



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Анастасия Волочкова на Мальдивах пожаловалась на опухший глаз из-за укуса комара




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом


Андрей Рублёв

Рублев о победе над Алькарасом на турнире в Мадриде: мне очень помогла подача



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Швеции отвергли идею КНР о расследовании диверсий на «Северных потоках»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России