Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 24.03.2022

اپوزيشن ګوندونو د حکومت پرضد لانګ مارچ پېل کړو

Mashaalradio.com 

جميعت علماء اسلام ف ګوند او پاکستان مسلم ليګ ن د حکمران پاکستان تحريک انصاف ګوند د مارچ ۲۴مې څخه خپل لانګ مارچ له کراچۍ پېل کړو. بلخوا تحريک انصاف ګوند د مارچ په ۲۷مه اسلام اباد کې د جلسې کولو اعلان کړی دی. تفصيل په ويډيويي رپورټ کې.

له ناټو د اوکراین ولسمشر غوښتنه: د روسي ځواکونو د ماتولو لپاره وسلې راکړئ

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له ناټو وغوښتل چې د روسي ځواکونو د ماتولو لپاره دې نورې وسلې ورکړي. زلنسکي دغه غوښتنه د وېډیو کنفرانس له لارې په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې ته چې د اوکراین د جګړې په اړه خبرو ته ځانګړې شوې، وکړه.  زلنسکي وویل، د خپلو خلکو او د اوکراین د ښارونو د ساتنې لپاره له محدودیتونو پرته پوځي مرستې ته اړتیا لري.  نوموړي زیاته کړه چې دغه تړون تر اوسه کولای شي چې د روسیې د بریدونو له امله د اوکراینیانو د مړینې مخه ونیسي او هغه وسلې ورکړي چې دوی ورته اړتیا لري. نن پنجشنبې پر اوکراین د روسیې د یرغل یوه میاشت پوره شوه. Читать дальше...

د فلپاین جیستوني ګارسیا له ویښتانو انځورونه جوړوي

Mashaalradio.com 

د فلپاین کښتیوان جیستوني ګارسیا له پرې شوو ویښتانو انځورونه جوړوي. هغه وايي چې د کښتۍ چلولو کار ډیر ګران دی نو د خپلې ستړیا ختمولو لپاره انځورګري کوي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس دا ویډیو وګورئ.



د اپوزېشن لانګ مارچ لپاره له کراچۍ احتجاج کوونکي روان شوي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان تحريک انصاف حکومت په خلاف جوړ شوي پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي اېم) کې شاملو ګوندونو غړي له بېلابېلو ښارونو اسلام اباد ته روان شوي دي.  لومړۍ قافلې د مارچ په ۲۴مه له کراچۍ د جمعيت علمای اسلام او مسلم ليګ (ن) د غړو دي چې پر ګاډو یې د سياسی شعارونو بينرونه لګولي وو. دوی به د حکومت په خلاف په هغه لانګ مارچ کې ګډون کوي چې پي ډي اېم یې نېټه د مارچ ۲۶مه ايښې ده.  د جمعیت علمای اسلام (ف) ویاند جلیل جان د مارچ په ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان به د... Читать дальше...

کابل ته د چین او روسیې د لوړپوړو چارواکو د سفر هدف څه دی؟

Pa.azadiradio.com 

کابل ته په یوه ورځ د چین او روسیې هېوادونو د لوړپوړو چارواکو سفر. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پنجشنبې «۱۴۰۱ کال د وري ۰۴» په سهار او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ماسپښین مهال کابل ته رسېدلي او هلته‌یې د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ازادي راډيو ته وویل، له چین او روسیې نه راغلو پلاوو په جلا جلا ناستو کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د رئیس‌الوزرا لومړي مرستیال ملا برادر او... Читать дальше...

د ناټو عمومي منشي: پوتین پر اوکراین په بې‌دلیله یرغل سره ستره تېروتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین په غیر موجه یا بې‌دلیله یرغل سره ستره تېروتنه کړې.  سټولټنبرګ دا خبره نن د ناټو د فوق‌العاده سرمشریزې تر پیلېدو دمخه وکړه او اوکراین ته په اشاره‌یې وویل چې پوتین پر یوه خپلواک هېواد یرغل کړی چې د ده په خبره د خلکو او وسله‌والو ځواکونو ځواک او زړورتیا یې کم ارزښته ګڼلي و. سټولټنبرګ وویل، مشران به په نننۍ غونډه کې په اوږدمهال کې له ځانه د دفاع او له مخکې د پیاوړتیا پر اقداماتو خبرې وکړي.

روس وايي ځيني امريکايي سفارتکاران له هېواده وباسي

Mashaalradio.com 

د روس ولسمشر دفتر وايي له خپل هېواده يو شمېر امريکايي سفارتکاران د واشنګټن د هغه اقدام په غبرګون کې شړي چې د روانې مارچ مياشتې په لومړيو کې يې په امريکا کې مېشت په ملګرو ملتونو کې ۱۲ روسي سفارتکاران شړلي ول. د روس بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي چې د مارچ پر ۲۴مه  يې په مسکو کې د امريکايي سفارتي ماموريت مشر وزارت ته وربللی وو او هغه ته يې د هغو امريکايي سفارتکارانو نوملړ ورکړ چې مسکو "ناخوښه کسان" اعلان کړي دي. ياد وزارت د دې امريکايي سفارتکارانو شمېر نه دی په ډاګه کړی. تر دې وړاندې د فرورۍ... Читать дальше...

د چين بهرنيو چارو وزير په کابل کې د طالب چارواکو سره خبرې وکړي

Mashaalradio.com 

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د مارچ په ۲۴مه د افغانستان سرښار، کابل ته تللی دی. د وانګ يي د دې سفر په اړه مخکې څه نه وو ويل شوي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند، عبدالقهار بلخي پر ټويټر يوه ويډيو خپره کړې چې نن (د مارچ ۲۴مه) سهار د طالبانو بهرنيو چارو وزيرامیر خان متقي پر کابل هوايي ميدان د يي هرکلی کوي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو خواوو په مهمو موضوعاتو خبرې وکړي. د طالبانو د بهرنیو وزارت ویاند عبدالقادر بلخي په خپل ټویټر لیکلي چې... Читать дальше...



ترکیې له ۶م ټولګي پورته نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز ته خواشیني وښوده

Pa.azadiradio.com 

ترکیې د طالبانو پر هغه اعلان خواشیني څرګنده کړې چې له مخې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.  د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې له طالب چارواکو وغوښتل چې ټول زده‌کړو ته پرېږدي.  د طالبانو حکومت پرون اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کونکو ښوونځي به تر هغو تړلي وي چې په دې اړه د شریعت له مخې یوه طرحه بشپړه شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د نجونو په ګډون د ټولو زده‌کونکو زده‌کړه د ټولو افغانانو هیله ده او دوی د طالبانو پر دې پرېکړې خوابدي دي. Читать дальше...

د اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان د یو ټول‌ګډونه حکومت په لرلو سره ثبات موندلی شي

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، په افغانستان کې د یو ټول‌ګډونه حکومت د رامنځته کېدو په صورت کې ثبات او تلپاتې سولې ته رسېدلی شي. دغه سازمان د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې له دوه ورځنۍ ناستې وروسته چې د ۵۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو په‌کې برخه اخیستې وه او تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده، په یوه اعلامیه کې بېلابېلو اسلامي هېوادونو ته د ورپېښو ستونزو ترڅنګ د افغانستان مسئلې ته هم اشاره کړې ده. سازمان د غونډې په پای کې یو ۷۰ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک خپور کړی چې په‌کې راغلي، په افغانستان کې باید یو ټول‌ګډونه حکومت رامنځته شي. Читать дальше...

د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د طالبانو حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره نن کابل ته ورسېد. دا خبره د طالبانو د حکومت یوه جګپوړي چارواکي احمد یاسر په یوه ټویټ کې کړې. وانګ یي داسې مهال کابل ته ځي چې پیکېنګ به یوه اوونۍ وروسته د افغانستان د ګاونډیانو د یوې غونډې کوربه وي. د فرانس پرس په وینا په دې غونډه کې به پر دې خبرې کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دوی په څه ډول کولای شي له دې هېواد سره مرسته وکړي.

بریتانیا اوکرایني پوځیانو سره د زرګونه توغندیو او ملیونونو ډالرو مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا د اوکراین له پوځیانو سره د ۶ زره توغندیو او ۳۰ ملیونه ډالرو مرسته کوي. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون دغه خبره پرون ناوخته په بروکسل کې د ناټو او «جي-۷» هېوادونو تر سرمشریزې مخکې وکړه. ده وویل، د اوکراین د پوځیانو ملاتړ ځکه کوي چې په خبره‌یې د روسي ځواکونو له یرغل سره مقاومت وکړي. د جانسون په خبره په دغو توغندیو کې د ټانک ضد راکټونه او نورې درنې وسلې شاملې دي.

له ۶م ټولګي پورته نجونو پر زده‌کړو د طالبانو ممنوعیت ته غبرګونونه په زیاتېدو دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي په وړاندې د غبرګونونو دوام. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د طالبانو د دغه پرېکړې په غبرګون کې په خپل ټویټر لیکلي دي چې زده‌کړې د افغانانو بشري حق دی او امریکا د افغانانو سره د کړیو ژمنو د نه‌عملي کېدو په اړه د طالبانو پلمې نه‌مني. ښاغلي بلېنکن دغه‌شان ویلي دي چې په دې برخه کې امریکا د افغان نجونو او د دوی د کورنیو سره ولاړه ده. نوموړي ویلي که طالبان دا پرېکړه فسخه نه‌کړي دا به د افغانانو د اقتصادي ودې لپاره له نړیوالې... Читать дальше...

له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده‌کړو مخنیوي په اړه د اروپايي اتحاديې خواشیني

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي په اړه د طالبانو پر پرېکړې ژوره خواشیني ښکاره کړه. دا اتحادیه وايي، د طالبانو دا اعلان د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې لوی شاتګ دی.  اروپايي اتحادیې له طالب چارواکو هیله کړې چې د افغانانو احساساتو ته درناوی وکړي او فوراً دا یقیني کړي چې ټول افغان نجونې، ښځې، هلکان او سړي ښوونځیو ته ستانه شي. اروپايي اتحادیې ویلي چې طالبانو له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د افغانستان د تېر کال مخدره موادو د ناخالص تولید ارزښت تر ۲،۷ میلیارده ډالره و

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د افغانستان د تېر کال د مخدره موادو د ناخالص تولید ارزښت د یو میلیارد او ۸۰۰ ملیونه او د ۲ میلیارده او ۷۰۰ ملیونه ډالرو ترمنځ اټکل کړ. د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې لا هم د مخدره موادو کاروبار په افغانستان کې تر ټولو ستر غیر قانوني اقتصادي فعالیت دی. د دې ادارې پر اساس، په ۲۰۲۱ کې د وړم کال په پرتله د کوکنارو کښت په سلو کې ۲۱ کم شوی، خو بیا هم په کابو ۱۷۷ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.

طالبان: له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون عملاً خپل کار پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي چې د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون عملاً خپل کار پیل کړ. دا کمېسیون به چې د طالبانو د حکومت یو شمېر سرپرست وزیران‌یې غړي دي، له بهر مېشتو افغان سیاستوالو سره تماس نیسي او هغوی ته به بلنه ورکوي چې خپل هېواد ته وروګرځي.

د طالبانو حکومت: د کانونو له درکه نږدې ۷ میلیارده افغانۍ عاید راټول شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د کانونو له درکه‌یې نږدې ۷ میلیارده افغانۍ عاید ټول کړی دی. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني پر خپله ټویټرپاڼه د کانونو او پټرولیم وزارت پر اساس ویلي چې د دغو پیسو یو میلیارد او ۱۱۹ ملیونه افغانۍ د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د تېر لمریز کال د دلوې په میاشت کې ټولې شوې دي.

د ایرلنډ د کرکټ اداره له افغانستان سره د ۲۰ اوره سیالیو کوربه‌توب کوي

Pa.azadiradio.com 

د ایرلنډ د کرکټ اداره وايي چې په اګسټ میاشت کې به له افغانستان سره د ۲۰ اوره سیالیو کوربه شي. د ایرلنډ د کرکټ د ادارې په وینا دا ۵ شل اوره سیالۍ به د ۲۰۲۲ په اکټوبر کې د ایرلنډي لوبغاړو له چمتووالي سره مرسته وکړي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وروستی ځل د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې ایرلنډ ته د شل اوره سیالیو لپاره سفر کړی و.

ناټو: تېرو ۴ اوونیو کې د ۷ زرو او ۱۵ زرو ترمنځ روسي پوځیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

ناټو وايي، د دوی له اټکل سره سم، د اوکراین په جګړه کې تر اوسه پورې ۴۰ زره روسي پوځیان وژل شوي، ټپیان شوي او یا هم ژوندي نیول شوي دي. د ناټو له اټکل سره سم، پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل په تېرو ۴ اوونیو کې د ۷ زرو او ۱۵ زرو ترمنځ روسي پوځیان وژل شوي دي. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د ناټو یوه جګپوړي چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې څرګند شي، پرون (چهارشنبه) وویل، دا اټکل‌یې د اوکرایني چارواکو د معلوماتو او همداراز د هغو خبرونو پر اساس کړی چې روسیه‌یې په ارادي یا غیر ارادي ډول خپروي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Регионы Россия, Культура Детям, Концерт Победы: Театр кукол Ульгэр поздравляет "Вальсом Победы" земляков





Rss.plus
Актёр

Актер Кирилл Зайцев представил фильм «Командир» на кинофестивале в Музее Победы




Танк Abrams заметили на трассе под Ельцом

1XBET Qazaqstan Hockey Open. Сборная Казахстана с минимальным счетом уступила команде России

В Подмосковье восстановили права граждан на безопасность при эксплуатации газа

ЧЭРЗ развивает промышленный туризм в рамках Всероссийской акции «Неделя без турникетов»




د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره ماډلین البرایټ مړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره ماډلین البرایټ پرون (چهارشنبې) د ۸۴ کلونو په عمر مړه شوه.  البرایټ چې د پخوانۍ چکسلواکيا په پراګ ښار کې زېږېدلې وه، له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د بېل کلنټن د کابینې د بهرنیو چارو وزیره وه. دا مخکې تر دې چې د بهرنیو چارو وزیره شي، په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې وه.

پوتين: له دې وروسته له غیر دوستو هېوادونو د ګازو د پلورلو بدل کې یوازې روبل غواړو

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو پرمختګ له خنډ و ځنډ سره مخامخ دی، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (چهارشنبه) وویل، مسکو له دې وروسته له غیر دوستو هېوادونو د ګازو د پلورلو په بدل کې یوازې روبل غواړي. پوتین پرون (چهارشنبه) په یوه خبري غونډه کې وویل، دا نوې پرېکړه به له همدې روانې اوونۍ څخه عملي شي. ده په عین حال کې وویل چې هغو هېوادونو ته چې روسیه د قرارداد پر اساس ورباندې ګاز پلوري، له موجودو قراردادونو سره سم، د ګاز انتقال دوام وکړي. له بلې خوا روېټرز خبري اژانس د اروپايي... Читать дальше...

ترکیې د داعش خراسان څانګې د مالي ملاتړ کوونکي 'عصمت‌الله خالوزي' شتمني کنګل کړه

Pa.azadiradio.com 

ترکیې د داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې د مالي ملاتړ کوونکي عصمت‌الله خالوزي شتمنۍ کنګل کړې. خالوزی د امریکا متحده ایالاتو له لوري د داعش مالي ملاتړی پېژندل شوی و. د نوموړي د شتمنۍ د کنګل کېدو په اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان حکم پرون (چهارشنبه) د دغه هېواد په رسمي جریده کې خپور شو. په دې جریده کې راغلي: "د خالوزي په اړه پرېکړه‌یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۷۳ نمبر پرېکړه‌لیک پر اساس او د یوه بهرني هېواد په غوښتنه په دې خاطر وکړه چې نوموړی د داعش د خراسان څانګې د ترورېستي... Читать дальше...

راپور: افغانستان کې د ۴ ښځو په شمول د رسنیو ۱۱ کارکوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوندیتوب او بحران کمولو مؤسسې په خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو ۱۱ کارکوونکي وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۴ ښځې دي. دې مؤسسې په یوه راپور کې چې پرون (چهارشنبه) یې خپور کړ، همداراز ویلي چې د ۲۰۲۱ له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې په افغانستان کې ټولټال ۳۷ مدني فعالان، د بشري حقونو کارکوونکي او ژورنالېستان وژل شوي دي. د دې مؤسسې په وینا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بشري او مدني فعالانو پر ضد غچ اخیستونکي اقدامات زیات شوي دي. د راپور پر اساس، د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې په افغانستان... Читать дальше...

د نجونو د لېسو د بیا بندولو پرېکړې ته د نړیوالو او یو شمېر طالب پلوو غبرګون

Pa.azadiradio.com 

د نجونو د لېسو د بیا بندولو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه نه‌یوازې د ډېر شمېر افغانانو او نړیوالو له غبرګون سره مخامخ شوې، بلکې یو شمېر طالب پلوو هم پرې عکس‌العمل ښوولی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د نه‌پرانیستلو په اړه د طالبانو د مشرتابه پر پرېکړې پرون د ملګرو ملتونو ژوره اندېښنه او مایوسي رسماً طالبانو ته ورسوله. دې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ته په خپل لیک کې ویلي چې دا پرېکړه اعتماد... Читать дальше...

د کرن خان پر پروګرام د پولیس چاپې په غبرګون کې د هنرمندانو احتجاج

Mashaalradio.com 

د مارچ په اتلسمه په پېښور کې د وتلي پښتون سندرغاړي کرن خان د موسیقۍ پر پروګرام پولیسو چاپه ووهله، د موسیقۍ الات یې مات او هنرمندان یې ووهل. که څه هم د پېښور پولیسو مشر دفتر ويلي چې د دې پېښې پلټنې به کوي، د دې ښار هنرمندانو د موسیقۍ په غږولو احتجاج کړی دی. مظاهرينو د هنرمندانو د خوندیتوب غوښتنه کړې.



Москва

Обвалилась кровля На горящем заводе в Москве удалось локализовать огонь


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал основные задачи по развитию разных направлений туризма в Москве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Тимати показал повзрослевшего сына от модели Анастасии Решетовой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о подготовке специалистов в спортивной сфере


Полина Михайлова

Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Магнитная буря 2 мая может спровоцировать северное сияние в Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России