د افغانستان د مخکېني نظام د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار نن متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
ښاغلي مسلمیار ته نږدې سرچینې ازادي راډیو سره په خبرو کې د نوموړي دا سفر تأیید کړ او زیاتهیې کړه چې ستونزې وې، خو حل شوي او سفر یې شخصي دی.
سرچینه وایي ښاغلی مسلمیار د یوې اوونۍ لپاره بهر ته تللی دی.
سرچینې د ستونزو د جزئیاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو نږدې اوو میاشتو له هېواده بهر د ښاغلي مسلمیار، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د لرغونو او تاریخي اثارو پر ساتنه ټینګار کوي.
په هغه نندارتون کې چې د یکشنبې په ورځ له فرهنګي میراثونو څخه د ساتنې د ملي ورځې د نمانځلو په هدف د افغانستان په ملي موزیم کې جوړ شوی و، د طالبانو حکومت چارواکو وویل چې د لرغونو اثارو او فرهنګي میراثونو ساتلو ته ژمن دي.
د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد لرغوني او تاریخي اثار د افغانستان د ملي هویت ښکارندوی وبلل.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "هغه اثار چې له پخوا موږ ته پاتې دي، د دغو اثارو ساتل، له... Читать дальше...
ازادي راډیو یو مکتوب ترلاسه کړی چې پهکې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د عامې روغتیا وزارت ته یو لړ قیودات وضع کړي دي.
د ښځینه کارکوونکو له لوري د اسلامي حجاب مراعتول او د دې وزارت د ښځینه او نارینهوو د دفترونو جلا کول د دغو قیوداتو په سر کې راغلي دي.
همدارنګه پهکې نارینهوو کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې ځانونه په نبوي سنتو برابر کړي.
په دې مکتوب کې ټینګار شوی چې ښځینه مراجعینو ته د اسلامي حجاب له رعایت پرته باید د عامې روغتیا وزارت او نورو ادارو ته د ننوتلو اجازه ورنهکړل شي. Читать дальше...
یو اېس ټوډې
یو اېس ټوډې ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې چې د بایډن بندیزونه به په افغانستان کې تر ۲۰ کلنې جګړې زیات ملکیان ووژني.
ورځپاڼه لیکي، کله چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړه، د امریکا اکثره رسنیو پرې نیوکې وکړې او دا انتقادونه د جمهوريپالو له اعتراضونو سره یوځای د بایډن پر سینه یو دروند بار و.
د یو اېس ټوډې په نظر که دا پرېکړه نهوی شوې، ښايي لا ډېر تاوان پېښ شوی وی، خو له دې کبله چې جو بایډن د افغانستان جګړه... Читать дальше...
د تورخم هاغاړې یو شمېر بند پاتې افغانان لا هم شکایت لري چې د کډوالۍ کارتونو او تذکرو له درلودلو سره سره افغانستان ته د ستنېدو اجازه نهورکول کېږي.
دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د حل کېدو غوښتونهیې لري.
خان محمد یو له هغو افغانانو دی چې د تورخم هاغاړې له خپلې وړې ناروغې ماشومې سره بند پاتې دی او افغانستان ته د ستنېدو اجازه نهورکول کېږي.
محمد خان وایي، ورته ویل شوي له ویزو او پاسپورټونو پرته د اوښتو اجازه نهلري.
نوموړي ازادي راډیو ته ویلي: "مخکې مو کولای شول... Читать дальше...
د ياوورېف د سوله ساتنې او امنیت نړیوال مرکز د اوکراين په لویديځ کې د پولینډ له پولې څخه ۲۵ کېلومیټره لیرې پروت دی او دا د اوکراین يو له لويو پوځي اډو څخه ده. په هغه ځای کې اوکراين د ناټو اېتلاف له غړو هېوادونو سره په ګډه پوځي مشقونه کوي.
روسي پوځیانو د اوکراین په لوېدیځ کې د پولنډ پولې ته نږدې پر یاوریف پوځي اډه بمباري کړې چېرته چې د اوکرایني چارواکو په خبره د سوله ساتنې او امنیت نړیوال مرکز هم و.
یوې ځایي پوځي ادارې نن د مارچ په ۱۳مه ویلي چې د دغه هوایي ګزارونو په ترڅ کې پر دې اډې لږ تر لږه اته توغندي لګېدلي، خو د زیانونو په اړهیې لا معلومات نهدي شریک شوي.
دغې ادارې ویلي چې دا پوځي اډه د پولنډ له پولې سره په نږدې ۲۵ کیلومتري واټن کې پرته ده او په خبرهیې د شوي برید جزئیات به د ورځې په ترڅ کې خپاره کړي.
بل لور ته راپورونه... Читать дальше...
د سوات د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو له تېرو درو میاشتو راهیسې مظاهرې، لاریونونه، جرګې او جلسې کوي چې پکې له حکومته غواړي چې د لویې لارې جوړولو پروخت دې د خلکو کرنیزې ځمکې او باغونه نه لاندې کوي. دوی وايي، حکومت دې د سوات اېکسپرېس وې په نوم د لویې لارې نقشه بدله کړي. حکومتي چارواکي وايي، د اغېزمنېدونکو سیمو خلک دې کمېټي جوړه کړي چې د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر په ګډون له نورو اړونده چارواکو سره وویني او مسله حل کړي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان حکومت افغانانو ته اجازه ورکړې چې پر تورخم او چمن له پاسپورټ بغېر خپل وطن ته ستانه شي.
ګڼ خلک پر دغو لارو د تګ لپاره منتظر ديخو دوی داسې څه اسناد نه لري چې د پاکستان چارواکيورته د ایکزیټ يا بهر تللو ټاپه ووهي. د قانون له مخې له هر هېواده، د وتلو په وخت وخت بايد يو تن پاسپورټ ولري چې د ايکزیټ ټاپه پرې لګيږي. خو اوس د پاکستان حکومت په دې لړ کې قانون اسانه کړی دی.
د خیبر ضلعې یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د مارچ په ۱۲مه، مشال رېډیو ته وویل، دا ګام د ملي امنیت لپاره د وزیراعظم... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، له ترکیې او قطر سره د افغانستان د نړیوالو هوایي ډګرونو د مدیریت په اړه یوه حل ته د رسېدو په هڅه کې دي.
دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره د دوی د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي له کتنې وروسته کوي.
د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، امیر خان متقي د انتالیا فورم له غونډې وروسته، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره کتلي او د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه غږېدلی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...
د پاکستان اپوزېشن ګوندونو د وزيراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحريک ته د رايې ورکولو څخه يوه ورځ مخکې د حکمران تحريک انصاف د ممکنه جلسې په کېدو نيوکې کړې دي.
مخالفو سیاسي ګوندونو د قامي اسمبلۍ سپېکر سره په جمع کړې درخواست کې غوښتنه کړې چې پر عدم اعتماد تحريک د رایې اچولو لپاره دې ورځ وټاکي. په همدې حال کې وزيراعظم عمران خان تېره اونۍ وويل چې د دغه رایې اچونې څخه به يوه ورځ مخکې خپل پلويان اسلام اباد ته ورغونډوي او د يوې جلسې له لارې به اپوزېشن ته ښيي چې ولس د هغه ملاتړ کوي.
خو له څو سیاسي... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وایي، پر افغانانو باید کوم حکومت یا د حکومت کومه بڼه په زور ونهتپل شي.
توماس نېکلهسن پرون په یوه ټویټ کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د یوه بیان په ځواب کې ویلي، پرېږدئ چې خلک-نارینه او ښځې پرېکړه وکړي چې څه ډول حکومت غواړي.
امیر خان متقي د انتالیا ډیپلوماسۍ په فورم کې د خبرو پر مهال غوښتنه کړې وه چې پر افغانانو دې کوم بهرنی حکومت نهتپل کېږي.
د طالبانو پر حکومت انتقاد کېږي چې واکیې د زور له لارې ترلاسه کړی او تر اوسهیې... Читать дальше...
امریکایي چارواکي وايي هغه میزایل چې د عراق په شمالي ښار اربیل کې لګېدلي، له ایران څخه توغول شوي وو.
د کردستان کورواکې سیمې د کورنیو چارو وزارت ویلي شااوخوا ۱۰ بالیستیک توغندي نن سهار وختي پر اربیل ولګېدل چې د امریکا د قونسلګرۍ نوې ودانۍ او شااوخوا استوګنیزې سیمې یې په نښه کړې چې یوازې یې مالي زیان اړولی دی.
په عراق کې د ایران د دولتي ټلوېزیون یوه خبریال ویلي، د دغو توغندیو هدف د اسرائیل ځیني پټ مرکزونه وو.
د اوکراین استخباراتي ادارې پرون (شنبه) روسي ځواکونه تورن کړل چې کیف ته نږدې یې پر هغه کاروان برید کړی چې ښځې او ماشومانیې له یوه کلي ایستل.
د دې ادارې په وینا په دې برید کې د یوه ماشوم په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.
اوکراین پر روسیې تور پورې کوي چې د جګړې له سیمو ملکي وګړي وتلو ته نهپرېږدي.
په یو بل خبر کې، اوکرایني چارواکو پرون وویل چې په تېرو ۱۷ ورځو کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په لړ کې لږترلږه ۷۹ ماشومان وژل شوي او کابو ۱۰۰ نور ژوبل شوي دي.
د اوکراین لویې څارنوالۍ په دې اړه ویلي چې دا... Читать дальше...
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن (یکشنبه) وویل چې روسیه ممکن په اوکراین کې له کیمیاوي وسلې کار واخلي او کهیې دا کار وکړ نو به یو جنګي جنایت وي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ناټو سرمنشي د جرمني یوې ورځپاڼې، ویلت ایم سونتاګ ته په مرکه کې ویلي چې کرملېن د هغه څه لپاره چې توجیه کېدای نهشي د توجیه کولو لپاره دروغي پلمې جوړوي.
د روسیې مرکزي بانک امر کړی چې د دغه هېواد د ونډو بازار دې د یوې اوونۍ لپاره بند وي.
د روانې حوت میاشتې په پنځمه پر اوکراین د روسیې د یرغل په ورځ د مسکو د ونډو ارزښت ۳۵ سلنه ولوېد او یوه ورځ وروسته د لوېدیځوالو د سختو بندیزونو په اعلان پسې د روسیې حکومت د ونډو بازار بند کړ چې لا هم نهدی پرانیستل شوی.
د عراق دولتي خبري اژانس وايي، نن سهار (یکشنبه) د عراقي کردستان د کورواکې سیمې پر مرکز اربیل ۱۲ توغندي لګېدلي دي.
سرچینې د کردستان له ترورېزم سره د مبارزې د عمومي ادارې په قول ویلي چې د اربیل لور ته توغول شوي توغندي بالیستیک دي او له بهرني هېواده ویشتل شوي دي.
د کردستان د کورواک حکومت چارواکو نهدي ویلي چې توغندي د اربیل پر کومه سیمه لګېدلي دي.
په عراق کې لرغونپوهانو په هغه ښار کې د مجسمو د بیارغونې د کار لومړی پړاو سر ته رسولی چې اسلامي دولت يا داعش وسله والې ډلې ویجاړ کړی وو. الحضر ښار یو وخت په عربو کې د کوچني سلطنت پلازمېنه ګڼل کېده. دا د روم او فارس سلطنتونو ترمینځ لويه سوداګریزه لاره هم وه. د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ويډيويي راپور ګل اياز پښتو کړی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د امریکا په ګډون له هغو هېوادونو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې جګړه کړې وغوښتل چې نور دې پر افغانستان له فشارونو لاس واخلي او د دې هېواد له حکومت سره دې د همکارۍ لاره ونیسي.
امیر خان متقي دغه څرګندونې پرون شنبه د ترکیې په انتالیا کې د ډیپلوماتیک فوروم په نوم یوه غونډه کې چې د افغانستان په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه، وکړې.
ده وویل: "خصوصاً امریکا، اروپا او هغو هېوادونو ته مو چې په افغانستان کې یې دا ۲۰ کاله جګړه کړې او له جګړې یې کومه نتیجه نهده... Читать дальше...
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، ټول هغه کسان چې د تورخم او سپین بولدک په دروازو کې بند پاتې دي کولای شي په راروانو درې ورځو کې خپل هېواد ته ستانه شي.
سفارت په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې ویلي، په تېرو وختونو کې به یوازې هغو افغانانو کولای شوی چې افغانستانه ته ستانه شي چې تذکره یا د مهاجرت کارت او یا هم کله ناکله د بېویزې پاسپورټ په درلودلو سره افغانان خپل هېواد ته ستنېدلی شوی، خو د سفارت په خبره په تېرو څو ورځو کې په تورخم کې له هغو کسانو پرته چې ویزې لري، بل چا ته د ستنېدو اجازه نهورکول کېده. Читать дальше...
په ترکمنستان کې پرون د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول چې تر ډېره هغو ته د داسې انتخاباتو په سترګه کتل کېږي چې په ترڅ کې یې قدرت د دې هېواد اوسنی ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف خپل زوی سردار محمدوف ته سپاري.
د ترکمنستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون د رأی ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو لږ وروسته وویل چې د نږدې درې ملیون او ۴ لکه مستحقو رأی ورکوونکو په سلو کې له ۹۷ زیاتو یې خپلې رایې کارولې دي.
د نږدې ۴۰ کلن سردار محمدوف ترڅنګ اته نور کاندیان هم درېدلي و چې ویل کېږي ټول اوسني ولسمشر ته وفادار دي او رښتیني مخالفین نهانګېرل کېږي. Читать дальше...
سعودي عربستان وایي، ۸۱ بندیانیې په یوه ورځ اعدام کړي دي. په اعدام شویو کې پر قتل د محکوم شویو ترڅنګ هغه کسان هم شامل دي چې له سختدریځو ډلو سرهیې اړیکې درلودې.
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس پرون شنبه وویل چې په اعدام شویو کې د القاعده شبکې، د اسلامي دولت ډلې یا داعش او د حوثي ډلې غړي شامل و.
د دې اژانس په وینا دغه کسان پر مهمو او حیاتي ځایونو د حملو د پلانولو او دې هېواد ته د وسلو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم شوي و.
داسې ښکاري چې دا به په سعودي عربستان کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو زیات ډلهییز اعدامونه وي چې په یوه ورځ ترسره کېږي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پرون شنبه په کیف کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د روسیې د یرغل راهیسې شااوخوا ۱۳ سوه اوکرایني سرتېري او څو زره روسي سرتېري وژل شوي دي.
زلنسکي وویل، روسي ځواکونه به ښایي ډېرې سیمې ونیسي، خو د اوکراینیانو په منځ کې به هېڅکله هم دوستان پیدا نهکړي.
ښاغلی زلنسکي وايي: "که په سلګونو، زرګونو یا لسګونو زره روسي سرتېري له په زرګونو ټانکونو سره راشي، هغوی به کیف ته ننوځي. دا موږ درک کوو. که بمباري وکړي او تصمیم ونیسي چې د دې سیمې تاریخي حافظه پاکه کړي، کیف ته به داخل شي. Читать дальше...
پاکستان د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې له لوري له مخ په زیاتېدونکي ګواښ سره مخامخ دی.
د اسلامي دولت ډله چې په لومړي ځل په ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې راڅرګنده شوه، خپل فعالیتیې د دې هېواد په پولو پورې محدود کړی و او د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې په جګړې سربېرهیې له خپلې سیالې ډلې، طالبانو سره هم جګړه کوله، خو له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، داعش ډله په دې هېواد کې کمزورې شوې او د چارو د کتونکو په باور د جګړې مخهیې اوس پاکستان ته اړولې ده.
د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په دې... Читать дальше...
د افغانستان بانک وایي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدو مرستو په ترڅ کې پرون ۱۸مه بسته کابل ته راورسېده.
د دې بانک ویاند صابر مهمند تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "نن د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو په ترڅ کې د نغدو پیسو ۱۸مه بسته چې ۳۲ ملیونه امریکایي ډالر و، کابل ته راورسېده."
د ښاغلي مهمند په وینا په دغې نوې مرستې سره تر اوسه د هغو نغدي مرستو اندازه چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره کړې او کابل ته رسېدلې، ۵۰۵ ملیونه او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.
دغه نغدي مرستې د افغانستان له مرکزي... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России