Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 01.03.2022

د ننګرهار سوداګر: د تورخم له لارې پاکستان سره سوداګري نېږدې نیمایي ته راکمه شوې

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار مېشتي افغان سوداګر وایي چې په دې ورستیو کې د تورخم له لارې د سوداګرۍ کچه د پخوا پرتله نیمایي ته نېږدې شوې ده.  دوی دغه څرګندونې تېره شپه د افغانستان لپاره د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره په جلال اباد کې وکړې.  ننګرهار مېشتو سوداګرو له دې ډلې حاجي تورملنګ له پاکستاني لوري وغوښتل چې پاکستان دې د تورخم له لارې د سوداګرۍ په وړاندې پراته خنډونه لیرې او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره دې اسانتیاوې رامنځته کړي.  تور ملنګ وایي:" د تورخم له لارې له پاکستان سره سوداګري په دې... Читать дальше...

د نورستان منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي ولسوالۍ يي ودانۍ نه لري

Pa.azadiradio.com 

د نورستان منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي ولسوالۍ يي ودانۍ نه لري. د دوی په خبره چې ولسوال او اړوند مامورین يي په پردیو کورونو او ډېرو کې خپلې دفترې چارې پر مخ وړي. خلک وايي، په تېر حکومت کې يي ولسوال،امنیه قومندان او ټول پرسونل په دو اب ولسوالۍ کې پراته وو او له هغه ځایه یي د ولسوالۍ کارونه کول چې له امله يې دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو. د منډول اوسېدونکي وايي چې په تېرو ۲۰ کالنو کې د حکومت د نه لاس رسي او هلته د کار نه کولو په وجه اوس هم ولسونه او دولتي مامورین له لومړینو اسانتیاوو بې برخي دي. Читать дальше...

له افغانستانه د افغانانو د وتلو په اړه د طالبانو د حکومت تازه درېځ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې بهر ته د افغانانو پر تللو د ده وروستۍ خبرې سمې نه دي تعبیر شوي. نوموړي نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د ده د خبرو مطلب دا وو چې هغه افغانان چې اسناد نه لري، او بهر ته په غیر اصولي او قاچاقي ډول تګ چې هېواد وال له خطر سره مخامخ کوي منعه دي. ښاغلی مجاهد دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د امریکا متحدو ایالاتونو او بریتانیا بهر ته د افغانانو د تګ په اړه د نویو محدودیتونو په اړه د نوموړي د تېرې یکشنبې د ورځې پر څرګندونو اندېښنه ښودلې او ویلي ېې... Читать дальше...



ځینې ځوانان: طالبانو له درې رنګه بیرغ سره د مینې له امله ډبولي او په مرګ ګواښلي یو

Pa.azadiradio.com 

د خوست یو اوسېدونکی، چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ادعا کوي چې سیمه ییزو طالبانو د ملي درې رنګه بیرغ نه د ګټې اخیستو او ملاتړ په جرم وهلی، ډبولی او سپک کړی دی.  دی وایي:" طالبان په دې نوم چې له درې رنګه بیرغه باید ګټه وا نه خیستل شي شخصیت وژنه کوي، دا د طالبانو غیر عادلانه کړنه ده، دا بیرغ د اشرف غني نه دی بلکې دا د افغانانو بیرغ دی."   دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د دوه ځوانانو داسې انځورونه خپاره شول چې ګوندې طالبانو ملي بیرغ سره... Читать дальше...

اردوغان د روسیې او اوکراین په اړه د بلاروس له ولسمشر سره خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دفتر ویلي چې اردوغان پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه د بلاروس له واکمن الکساندر لوکه شینکو سره چې د مسکو نږدې متحد دی خبرې کړي.  دغه دفتر ویلي، په دغو ټیلفوني خبرو کې چې نن سهار وشوې، د یوه اوربند لپاره د اوکراین او روسي چارواکو د تیرې ورځې پرخبرو چې په بلاروس کې وشوې، تمرکز وشو. د راپورونو له مخې اردوغان ویلي چې د ناتو د یوه غړي په توګه ترکیه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې دغه جګړه بنده شي. انقرې دغه راز ویلي چې له مسکو او کېف دواړو سره به خپلې اړیکې وساتي او... Читать дальше...

خوست: روغتیايي کارکوونکو له دیني عالمانو د ګوزڼ واکسینو په تطبیق کې مرسته غوښتې

Mashaalradio.com 

د خوست روغتیايي مسوولینو له دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د ګوزڼ واکسین په ښه تطبیق کې له دوی سره مرسته وکړي. په دې اړه نن (مارچ لومړۍ نېټه) د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونيسېف) په مالي او تخنیکي همکارۍ يو سېمينار جوړ شوی وو چې د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو ګڼو دیني عالمانو برخه پکې اخیستې وه. د پولیو پروګرام د عامه اړیکو مشر سید کمال شاه مشال راډيو ته وویل، که چیرې خلکو د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په اړه معلومات لرلای او خپل ماشومان يې پر وخت سره واکسینولای، نو څو کاله پخوا به لا... Читать дальше...

په خوست کې د سرې میاشتې ټولنې په ۳ سوه کورنیو مرستې وېشل پیل کړل

Pa.azadiradio.com 

نن په خوست کې د سرې میاشتې ټولنې د رضا کارانو له خوا په درې سوه بې وزلو او غریبو کورنیو باندې د خوراکي توکو د مرستو د بستو د وېشلو بهیر پیل شو. یاده مرسته د ترکیې هېواد هلال احمر کمیټې له خوا برابره شوې ده. د سرې میاشتې رضا کارانو وویل، دوی د مستحقینو په غوراوي کې پوره زحمت ګاللی او دا درې سوه کورنۍ يې یوازې د خوست د صبریو له ولسوالۍ انتخاب کړي دي. د خوست د سرې میاشتې رئیس مفتي ذین العابدین ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې مرستو په هره بسته کې  ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي په کې دي. یاده دې وي،... Читать дальше...

پاکستان کې په زور د مذهب بدلولو مخنیوي لپاره تګلاره اعلان شوه

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت په زور د ماشومانو مذهب بدلولو مخنیوي لپاره د تګلارې اعلان کړی دی. په قامي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف غړي او د بشري حقونو پارلېماني سېکرټري لال چند پرون (فبرورۍ ۲۸مه) په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال د دې پالیسۍ اعلانولو پر وخت وویل چې په پاکستان کې د مذهب په اړه قانون سازي ډېره ګرانه وي خو بیا هم د پاکستان تحریک انصاف حکومت په دې لړ کې یو شمېر اقدامات کړي او دا مسله ډېره له نېږدې څاري. د لال چند په وینا، په زور د مذهب بدلولو زیاتره پېښې په سیند صوبه کې مخې ته راځي. Читать дальше...



عذرا په خپلې شاعرۍ کې د مېرمنو د حقونو پالنه کوي.

Mashaalradio.com 

په سروې خپرونه کې مو د چارسدې عذرا ګل مېلمنه ده. نوموړې د خپلې شاعرۍ له لارې پر مېرمنو د کورني تشدد خلاف غږ پورته کوي. عذرا ګل په پښتو کې ماسټري کړې ده او د اېم فل تېاری کوي. له نوموړې سره خبرې د غږ په ځای کې واورئ.

ملګري ملتونه په اوکراين کې د جګړې درولو لپاره قرارداد وړاندې کوي

Mashaalradio.com 

د یو شمېر هېوادونو سفیرانو د ملګرو ملتونو د هغه قرارداد وړاندې کولو ملاتړ کړی چې د راپورونو له مخې پکې له روس څخه په سمدستي توګه په اوکراین کې د جګړې درولو، د خپلو عسکرو د ویستلو او ژر تر ژره د دغې شخړې د یو پرامنه حل غوښتنه شوې. د ملګرو ملتونو دغه غونډه پرون (فبرورۍ ۲۸مه) پيل شوې ده او دا تر تېرو دوو لسیزو په زیات وخت کې د ۱۹۳ غړیو هېوادونو دغه سازمان لومړنۍ بیړنۍ غونډه ده. دغې غونډې ته، چې د جنګ د اغېزمنو لپاره د یوې دقيقې تر خاموشۍ وروسته پيل شوه، د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش وویل چې په اوکراین کې جنګ باید ودرول شي. Читать дальше...

پاکستان له افغانستان سره د ۳،۶۰۰ ټنه غنمو مرسته وکړه

Mashaalradio.com 

د خیبر انتظامي چارواکي وايي چې د پاکستان له اړخه د تورخم له لارې له افغان وګړو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې روانه ده. د لنډي کوتل اېډیشنل اسسټنټ کمېشنر اشراف الدین وايي چې له افغان وګړو سره دا مرستې د "پاک افغان همکارۍ تړون" تر انتظام لاندې دوام لري او په دې لړ کې يې د فبرورۍ پر ۲۸مه په ۲۸ لاريو کې بار ۳،۶۰۰ ټنه غنم افغانستان ته ورسول. نور حال د مشال راډيو خبريال فرهاد شينواري په ويډيويي راپور کې وګورئ.

راپورونه: کیف په څنډو کې د روسیې لوی پوځي کاروان درېدلی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې جګړه نن شپږمې ورځې ته غځېدلې، راپورونه وایي چې د روسیې پوځ د اوکراین د جنوبي ښار خیرسون په لمنو کې امنیتي پوستې ځای پرځای کړي او د پلازمېنې کیف په څنډو کې هم لوی پوځي کاروان درېدلی.  د سټلایټ له خوا په اخیستل شوېو تصویرونو کې ښکاري چې د زغروالو وسایلو او توپونو دغه کاروان څه باندې ۶۵ کیلومتره اوږد دی او د پلازمېنې کیف تر څو کیلومترۍ پورې رسیدلی. د اوکراین وسله وال ځواکونه داسې انګیري چې ښایي دا به د اوکراین د پلازمېنې کیف او د تر ټولو لوی ښار ماریپول د... Читать дальше...

بهرته د تلو په اړه پر افغانانو محدودیتونو د امریکا او بریتانیا اندېښنې پارولي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو او بریتانیا د طالبانو د حکومت پر هغه اقدام چې بهر ته د افغانانو پر تګ یې ځینې محدودیتونه لګولي، اندېښنه ښودلې او ویلي ېې دي چې ښایي هغه له افغانستانه د یو شمېر کسانو د ایستلو لپاره د دوی روانې هڅې له خنډ سره مخامخ کړي.  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، افغانان به اجازه ونه لري چې له هېواده ووځي که د تلو مقصد یې معلوم نه وي او ښځې هم نه شي کولی له شرعي محرم پرته له هېواده بهر سفر وکړي.  د افغانستان لپاره... Читать дальше...

پر ښځو محدودیتونه او کور په کور تالاشي؛ پر طالبانو انتقادونه په زیاتېدو دي

Pa.azadiradio.com 

د سفر په برخه کې د طالبانو له لوري پر افغان ښځو محددویتونه او په کابل کې د کور په کور تالاشۍ په اړه انتقادونه مخ پر ډېرېدو دي. یوه مېرمنه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، کلونه یې په افغانستان کې د بهرنیو ادارو سره کار کړی او تمه یې وه چې نږدې وخت کې له افغانستانه ووځي، خو په خبره یې بهر ته د طالبانو له لوري په سفر محدودیتونو یې اندېښنې لا پسې زیاتې کړي دي. دا چې فکر کوي افغانستان کې يې له اقتصادي او امنیتي اړخه ژوند نه دی تظمین، له طالبانو غواړي، بهر ته د مېرمنو په سفر محدودیتونه لېرې کړي. نوموړې زیاتوي... Читать дальше...

ارزګان کې په لومړي ځل د انټرنېټ د ۴ جي خدمتونه فعاله شول

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په لومړي ځل د انټرنېټ د ۴ جي خدمتونه فعاله کړل. د دې ولایت یو تن مسول فضل قوي الياس ازادي راډیو ته وویل، دوی د انټرنيټ دغه خدمتونه د لېنګ له لارې فعاله کړي او په خبره يې چې کيفیت او سرعت به يې هم ښه وي.  ښاغلي الیاس زیاته کړه: "یاد خدمات اوس مهال د مرکز ترینکوټ لپاره دي. راتلونکو دوو ورځو کې به دغلته ۸ انتنونو ته د ۴ جي لېنګ ور خوشې کړو. له دې سره به د ټیلیفوني اړیکو کیفیت هم ښه شي." هاخوا د ارزګان ولايت مقام وياند قاري محمود مدثر وايي، تر ډېرو هلو ځلو... Читать дальше...

عمران خان د تیلو او بجلۍ نرخونو کې کمی او مياشتنۍ وظيفو کې زياتوالی اعلان کړ

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم په هېواد کې د تیلو او بجلۍ نرخونه کم کړي دي. تېره شپه (فبرورۍ ۲۸مه) ولس ته په ټېلیوژني وینا کې عمران خان وویل، د پېټرولو او ډیزلو په بيعو کې د یو لیټر پر سر ۱۰ روپۍ او د بجلۍ د یو یونټ پر سر پينځه روپۍ کموي. نوموړي زياته کړه چې په دې نرخونو کې به تر راتلونکي بجټ يعني څلورو مياشتو پورې اضافه نه کېږي. عمران خان پر دې مهال د روس او اوکراين شخړې ته په اشاره وویل چې کله جنګ کېږي نو د تیلو نرخونه زیاتیږي خو د هغه په وينا "په پاکستان کې د خلکو تر ټولو لویه ستونزه د تیلو نرخونه دي او... Читать дальше...

طالبان: نړیوالې ټولنې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د ۱۵کسانو نوم‌لړ راسپارلی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي، نړیوالې ټولنې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره یو پنځه‌لس کسیز نوم‌لړ ور سپارلی دی. ښاغلي دلاور چې نن یې د دوحې د هوکړې د دویمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، په دې نوم‌لړ کې هغه محدود کسان شامل دي چې له افغانستانه 'تښتېدلي' دي. دلاور زیاته کړه: "غیر له یو څو خاینو مشرانو چې له افغانستانه وتلي دي، له ۱۵ زیات نه دي، بل څوک دوی نه غواړي چې نظام کې شامل کړي. دوی موږ ته لسټ راکړی، اول یې ۸ کسان ویل، بیا ۱۱ شول او اخر کې غالبا ۱۵ کسان شول. Читать дальше...

افغانستان: اوکراین کې افغان سوداګر دې خپلې پانګې را انتقال کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په اوکراین کې له مېشتو افغان سوداګرو غواړي چې خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.   د دې خونې مرستيال يونس مومند نن ازادي راډيو ته وويل، اوکراين کې له يو شمېر افغان سوداګرو سره په اړيکه کې دی او دلته په افغانستان کې يې هغوی ته د‌ هر ډول همکاريو ډاډ ورکړی.   په اوکراین کې د افغان محصلانو ترڅنګ ډېری افغانان هلته د کار په موخه هم اوسېږي.  دوی د اوکراین په بېلابېلو ښارونو په ځانګړي ډول اودېسه کې چې د اوکراین یو تجارتی ښار دی، پانګونې کړي او د کار وبار خاوندان دي. Читать дальше...

خبریالانو د برېښنايي جرمونو د مجازاتو قانون کې د بدلون ضد مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د خبريالانو اتحاديې د پاکستان د برېښنايي جرمونو د مجازاتو په قانون (الېکټرانک کرایمز رېګولېټري ایکټ یا پېکا) کې د بدلونونو ضد احتجاجي مظاهره وکړه. د فبرورۍ پر ۲۸مه دا مظاهره پر داسې مهال شوې چې څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې د پاکستان تحريک انصاف حکومت په هغه قانون کې بدلونونه وکړل او د لنډمهالي قانون (ارډېننس) په توګه یې نافذ کړ. له بدلونونو سره سم، پر ټولنیزو شبکو د یو چا د بدنامولو پر سر عدالت یو کس ته د پینځو کلونو د بند سزا اورولای شي. خو خبریالان وايي، په قانون کې نوي بدلونونه د بیان ازادي محدودوي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Булат Окуджава

В Австралии отметили столетие Булата Окуджавы





Rss.plus
Бато Багдаев

Культура России: как прошёл конкурс бурятского языка для детей в Бурятии?




Продвижение новых песен с высоким результатом

В Москве арестовали двух фигурантов по делу экс-главы проекта «Гостех» Демченко

Юрист Локтионова: борщевик в огороде грозит административным наказанием

Пожар потушили в административно-производственном здании в районе Перово




کابل ښاروالۍ: د ونو پرې کول جرم دی، سرغړونکی به یې نغدي جریمه شي

Pa.azadiradio.com 

د نیالګیو کینولو د موسم په پیلېدو سره، کابل ښاروالۍ یو ځل بیا ټینګار کوي چې د ونو پرې کول او هغو ته زیان رسول جرم دی.   د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وایي، تېر کې هم د چاپیریال ساتنې قوانین پلي شوي او اوس به یې هم دوی تطبیق کړي.   ښاغلی بارکزي ازادي راډیو ته وویل، کابل ښاروالۍ هرکال د هرې ونې پر اوبولو او ساتلو له ۲۵۰۰ تر درې زرو افغانیو لګښت کوي، نو هغوی چې ونې پرې کوي او زیان ورسوي باید جریمه پرې کړي. بارکزي زیاته کړه: "هره ونه چې له منځه یوسي، لګښت یې مشخص دی. موږ په ډېرې اسانۍ سره... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د روسیې د ډپلوماټیک ماموریت ۱۲ غړي دې له امریکا ووځي

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د ډپلوماټیک ماموریت ۱۲ غړو ته امر وشو چې تر را روانې دوشنبې ورځې د امریکا له متحدو ایالاتونو ووځي.   پر دغو کسانو د استخباراتي فعالیتونو او په جاسوسۍ کې د لاس درلودلو تور لګول شوی دی.   په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ماموریت یوې ویاندې وویل، هغو روسي ډپلوماټانو چې له امریکا یې د وتلو امر شوی، په جاسوسي فعالیتونو کې د لاس درلودلو له کبله یې په امریکا کې د استوګنې له امتیازونو ناوړه استفاده کړې ده چې دا کار یې د امریکا له ملي ګټو سره په ټکر کې دی.   په ملګرو ملتونو کې... Читать дальше...

امریکا او ۱۰ هېوادونو د شمالي کوریا له خوا د توغندي ازموینه وغندله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو او لسو نورو هېوادونو د شمالي کوریا له خوا د بالسټیک توغندي تازه ازموینه وغندله.  دوی دا توغونه غیرقانوني او بې ثباتوونکی اقدام بللی او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتنه وکړه چې دا شورا یې هم وغندي ځکه چې د امنیت شورا له ګڼو پرېکړه ­لیکونو سرغړونه کوي.   د امریکا په ګډون دغو یوولسو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غوښتنه کړې، څو هغه پرېکړه ­لیکونه تطبیق کړي چې له شمالي کوریا غواړي چې له ویجاړوونکو وسلو لاس واخلي او خپل د بالسټیک میزاییلو پروګرامونه بند کړي. Читать дальше...

خيبر چارواکي: له افغان وګړو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ روانه ده

Mashaalradio.com 

د خیبر انتظامي چارواکي وايي چې د پاکستان له اړخه د تورخم له لارې له افغان وګړو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې روانه ده. د لنډي کوتل اېډیشنل اسسټنټ کمېشنر اشراف الدین د فبرورۍ پر ۲۸مه په تورخم کې مشال راډیو ته وویل چې له افغان وګړو سره دا مرستې د "پاک افغان همکارۍ فورم" تر انتظام لاندې دوام لري. نوموړي زياته کړه: "د ۲۰۲۱ز کال له اکتوبر مياشتې راهیسې افغانستان ته مرستې لېږو چې تر اوسه مو څه باندې ۱۰ زره ټنه مرستندويه سامانونه ورلېږلي دي. نن د پاکستان حکومت یو ځل بیا... Читать дальше...

افغانستان کې د مالي معاملاتو امریکایي جواز مثبتو غبرګونونو سره مخ شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خزانې وزارت نوی جواز چې په افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملاتو ته پراختیا ورکولای شي په دغه هېواد کې دننه له ګنو مثبتو غبرګونونو سره مخ شوی. د افغانستان مرکزي بانک، ماليې وزارت او سوداګرۍ خونې دا ګام د افغانستان د اقتصاد په بيا رغولو کې مثبت بللی او له امريکا یې د نورو محدويتونو د لیرې کېدو غوښتنه هم کړې. د يادو ادارو په اعلاميو کې ويل شوي چې ورته ګامونه په سوداګريزو چارو، پولې راکړې ورکړې او اقتصادي ثبات لپاره مهم دي. د امريکا د خزانې وزارت دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د... Читать дальше...

د افغانستان اقتصادي ستونزو ته د اتلانتیک شورا د څېړنیز مرکز کتنه

Pa.azadiradio.com 

د اتلانتیک شورا څېړنیر مرکز د اتلانتیک شورا څېړنیز مرکز پر خپله وېبپاڼه په خپاره شوي مطلب کې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته کتنه کړې ده. په مطلب کې راغلي چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د افغانستان اقتصاد، ملي بودجه او د افغانۍ ارزښت تر ډېره پر نړیوالو مرستو تکیه وو، خو د دې سرچینو له ناڅاپي بندېدو او د کورني اقتصاد د فعالیت له درېدو سره سم افغانۍ را ولوېده او په نتیجه کې یې د اړتیا وړ لومړنیو موادو بیې لوړې شوې. خپرونه زیاتوي، د سختې وچکالۍ، په بهر کې د افغانستان بانک د شتمنیو د کنګل کېدو او د... Читать дальше...



Москва

Обвалилась кровля На горящем заводе в Москве удалось локализовать огонь


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о программе развития туризма столицы до 2030 года



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Артистка Госцирка Бурятии Аригма Цыремпилова начинала как девочка-каучук (Культура в России, Дети и Театр)




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о подготовке специалистов в спортивной сфере

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»


Полина Михайлова

Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России