Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2022

Новости за 06.11.2022

امازون سیند کې ۲۰۰ کېلوګرامه کبان هم موندل کېږي

Mashaalradio.com 

د برازیل په امازون سیند کې شاوخوا ۲۰ کاله مخکې د پیراروکو په نوم د یوه ماهي نسل په ختمېدو وو خو حکومت د نړیوالو ادارو او ځايي خلکو په همکارۍ د هغه کب پر ښکار بندیز ولګاوه چې ورسره یې په سیند کې شمېر زیات شو. اوس حکومت کب نیوونکو ته اجازه ورکړې چې په محدود شمېر کې دې یوازې تر ۱۰۰ کېلوګرامه پورې وزن لرونکي ماهیان ونیسي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

ملاهبت الله ته وړاندیز شوې پالیسي: ښځینه ناروغانې دې ښځینه ډاکترانو ته مراجعه وکړي

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ ویلي، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د خپل مشر ځينې لارښوونې ترلاسه کړي دي چې خپلې پالیسۍ له شریعت څخه د طالبانو له سخت تفسیر سره برابرې جوړې کړي. په داسې حال کې چې طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته لاړې شي، اوس د داسې پالیسۍ د تصویب په هڅه کې دي چې پر بنسټ یې باید د ښځینه ناروغانو درملنه يوازې ښځینه ډاکترانې وکړي. د نسايي او ولادي ناروغیو متخصصه ډاکتره معصومه حکیمي وايي، د ښځینه ډاکترانو کمښت ته په کتو د دې پالیسي عملي کول ښځې له روغتیايي خدمتونو محروموي. Читать дальше...



د غبرګونونو دوام؛ کرزي د مسعود قبر د یوې برخې ړنګول د دښمنانو کار وباله

Pa.azadiradio.com 

د احمد شاه مسعود د قبر د تیږې د تخریب په تړاو خپره شوې ویډیو ته د غبرګونونو په دوام د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو غوښتې چې د افغانستان د مشرانو د قبرونو ساتنه وکړي او د دغه ډول وران کاره کړنو مخه ونیسي. د احمد شاه مسعود د قبر د تیږې تخریب ته د غبرګونو په دوام د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او یو شمېر نورو سیاسي بهیرنو د دغې کړنې غندنه کړې. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د هغه د قبر په سر هغه تېږه چې د نوموړي په اړه لیکل پرې شوي، ړنګه شوې او پر ځمکه پرته ده. Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام؛ د هند او پاکستان لوبډلې هم نیمه پایلوبې ته لار ومونده

Pa.azadiradio.com 

په استرالیا کې د کرکټ د شلو اوورونو د سیالیو په لړ کې نن درې لوبې پلان شوې وې. په لومړۍ مسابقه کې هالنډ وتوانېد جنوبي افریقا ته ماتې ورکړي، پاکستان له بنګله دېش لوبه وګټله او هند وتوانېد زیمبابوې ته ماتې ورکړي. په لومړي ګروپ کې نیوزیلنډ او انګلستان او په دویم ګروپ کې هند او پاکستان نیمه پایلوبې ته وتلې دي. افغانستان په دې جام کې خپله وروستۍ لوبه د تېرې جمعې په ورځ کوربه هېواد استرالیا ته وبایلله او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه.

سیند کې ۵ پولیسان او جنوبي وزیرستان کې یو مشکوک وسلوال وژل شوی دی

Mashaalradio.com 

د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کې پولیسو عمليات کړي دي. د نومبر پر شپږمه د واڼه ښار تاڼې مشر عثمان وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په عملياتو کې د تحريک طالبان پاکستان يو مشکوک قوماندان وژل شوی او د هغه دوه ملګري نيول شوي دي.‌

ملګري ملتونه: افغانستان کې د اب و هوا بدلون مخنیوي لپاره د بیړنیو اقداماتو اړتیا ده

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې دا خبره د نومبر پر شپږمه پر داسې مهال په بیان کې کړې چې د نړۍ مشران په مصر کې د اب و هوا بدلون د اثراتو کمولو او د نړیوالې تودوخې درجې لوړېدو مخنیوي لپاره کلنۍ غونډه لري.

ځینې فعالان او د کانکور ګډونوالې: نجونې زده کوونکې له رواني اړخه ځپل شوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې، چې په تېرو ۲ کلونو کې نجونې د افغانستان د کانکور اول نومره ګانې وې، خو سږ کال د کانکور په ۱۰ لوړو نومرو لرونکو کې یوه نجلۍ هم نه وه. د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې د شنبې په ورځ د کانکور پایلې اعلان کړې چې په ۱۰ لوړو نومرو لرونکو کې یې یوه نجلۍ هم نه وه. په داسې حال کې چې په تېرو ۲ کلونو کې ۲ نجونو شمسیه علیزاده او سلګۍ باران د کانکور تر ټولو لوړې نومرې خپلې کړې وې. دا چې سږ کال د کانکور په ۱۰ لوړو نومرو لرونکو کې یوه نجلۍ هم نه وه، لاملونه یې بېلابېل ښودل کېږي. د... Читать дальше...



د پاسپورټونو د وېش بهیر ځنډېدو افغانان له جدي ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، د یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم د پاسپورټونو د وېش درېدلی بهیر نه دی پیل شوی. فریده د کابل ښار اوسېدونکې ده. هغه وايي، د خپل پلار د درملنې لپاره پاسپورټ ته بېړنۍ اړتیا لري. نوموړې د طالبانو له حکومت غواړي چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ ژر تر ژره پیل کړي. فریدې ازادي راډیو ته وویل: "زما پلار زیات ناروغه دی. پاکستاني ډاکترانو راته ویلي چې په کال کې به یې درې ځلې پاکستان ته راولې، خو کله مې چې وغوښتل خپل پاسپورټونه تمدید کړو نو پروسه ودرول شوه. غوښتنه کوم چې ژر تر... Читать дальше...

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اقلیم په اړه بېړني اقدام ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د اقلیم په اړه بېړني عمومي اقدام ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې نن په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانان د اقلیم د ویجاړوونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي. ملګرو ملتونو افغانستان شپږم هغه هېواد بللی چې له اقلیمي ګواښونو اغېزمن شوی دی. دا اعلامیه داسې مهال خپره شوې چې نن په مصر کې د اقلیمي بدلون په اړه کنفرانس پیلېږي، چې د نومبر تر ۱۸مې دوام کوي. د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي: "افغانستان لا د مخه له پرلپسې طبیعي ناورینونو سره مخامخ دی چې د خلکو... Читать дальше...

د پاکستان سېنېټ مشر د اعظم سواتي په اړه د ویډیو پلټنو لپاره کمېټي اعلان کړې

Mashaalradio.com 

سواتي د نومبر پر پینځمه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې دعوه وکړه چې کورنۍ ته یې یوه داسې ویډیو استول شوې ده چې پکې یې د بدنامۍ هڅه شوې ده. دی د خپلو خبرو پر مهال په ژړا شو او و یې ویل چې د ویډیو په اړه جزییات ځکه نه شي په ډاګه کولای چې د "هېواد لوڼه یې خبرې اوري."

د اپوزیسیون یوه ډله: د سوریې ځواکونو په مرام کمپ کې ۶ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د سوریې د اپوزیسیون یوه ډله وايي، د سوریې حکومتي ځواکونو پر هغو خېمو د توغندي برید کړی چې له جګړې تښتېدلې کورنۍ په کې دېره وې او په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي. پېښه د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې نن سهار شوې ده او تر لسو زیات کسان یې ټپیان کړي دي. دا حمله له هغه لنډمهاله اوربند څخه سرغړونه ده چې روسیې او ترکیې ورباندې د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې موافقه کړې وه او له مخې یې په ادلب ولایت کې د روسیې په ملاتړ پیل شوي عملیات پای ته ورسېدل. ادلب په سوریه کې د یاغیانو تر ولکې لاندې وروستۍ سیمه ګڼل کېږي. Читать дальше...

روسي ځواکونو د اوکراین ختیځ کې پر ملکي اهدافو حملو ته دوام ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځي قوماندانۍ وايي، د روسیې یرغلګرو ځواکونو د اوکراین د ختیځ پر ملکي هدافو خپلو حملو ته دوام ورکړی دی. پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل څه باندې اته میاشتې تېرې شوې دي. د اوکراین وسله والو ځواکونو ویلي د لوهانسک، دونیڅک او زاپرویژیا د ۱۴ ښارګوټو په اطرافو کې یې د روسیې حملې شنډې کړې دي. په ټوله کې د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځ او جنوب ختیځ کې پر ۳۵ ښارونو حملې کړې دي.

اوکراین ۹۰ عرادې T-72 ډوله ټانکونه ترلاسه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي وايي، چې هېواد یې ۹۰ عرادې T-72 ډوله ټانکونه ترلاسه کوي، چې په پخواني شوروي اتحاد کې ډیزاین شوي دي. هغه پرون په ټوېټر کې لیکلي چې له دې کبله د هالنډ، د امریکا د متحدو ایالتونو او چک جمهوریت د زړه له کومې مننه کوي چې د پام وړ ملاتړ یې برابر کړی دی. هغه زیاته کړې چې د اوکراین وسله وال ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او دغه ډول پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري. د امریکا دفاع وزارت د جمعې په ورځ ویلي وو، چې د چک جمهوریت له خوا اوکراین ته ۹۰ عرادې ټانکونه ورکول کېږي او... Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ جنوبي افریقا او بنګله دېش لوبډلو ماتې وخوړه

Pa.azadiradio.com 

په استرالیا کې د کرکټ د شلو اوورونو د سیالیو په لړ کې نن درې لوبې پلان شوې دي. په لومړۍ مسابقه کې هالنډ وتوانېد جنوبي افریقا ته ماتې ورکړي، پاکستان له بنګله دېش لوبه وګټله. دغه شېبه د هند او زیمبابوې ترمنځ مسابقه روانه ده. هند د لوبې ټاس یا پچه وګټله او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه، چې په ۲۰ اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره زیمبابوې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه. په څو شېبو کې به زیمبابوې د دې هدف د پوره کولو هڅه کوي. افغانستان په دې جام کې خپله وروستۍ لوبه د تېرې جعې په ورځ کوربه استرالیا ته وبایلله او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه. Читать дальше...

نړیوال بنسټونه: په افغانستان کې د پولیو د محوې لپاره باید هڅې ګړندۍ شي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې مبارزه په ټوله نړۍ کې د پولیو خلاف د مبارزې په معنا ده. دې سازمان دا خبره پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلې ویلي، چې د پولیو نښې د امریکا متحده ایالاتو او انګلستان په ګډون په هغو هېوادونو کې هم بیا را پیدا شوې چې مخکې له پولیو پاک اعلان شوي وي وو. له پولیو په پاکو هېوادونو کې د بیا را پيدا کېدو اندېښنې داسې مهال ډېرېږي چې افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د پولیو پېښې په کې شته. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د اکټوبر... Читать дальше...

شهباز شریف: د سپریم کورټ د ټولو قاضیانو جرګګۍ دې د عمران خان تورونه وپلټي

Mashaalradio.com 

خان د نومبر پر څلورمه د لاهور له روغتونه په ویډیويي وینا کې دعوه وکړه چې د حکومت ضد لاریون تر پیلولو مخکې یې د "وژلو" پلان او سازش شوی وو. ده د خپلې دعوې ثبوت وړاندې نه کړ خو د وزیراعظم، د کورنیو چارو وزیر او د پوځي افسر نومونه یې یاد کړل چې په وینا یې ورباندې په حمله کې ککړ دي.

پاکستان د ۲۰ اووریز کرکټ نړيوال جام نيمه پايلوبې ته ورسېد

Mashaalradio.com 

جنوبي افریقا ټاکلی هدف پوره نه کړای شو او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۵ منډې وکړې. که د جنوبي افریقا لوبډلې دا سیالي ګټلې وای، نيمه پايلوبې ته وتله. د نړيوال جام د سیاليو نيمه پايلوبې د نومبر پر نهمه او ۱۰مه او پايلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه کېږي.

مصر زیاته خورما پیدا کوي خو بهرنیو هېوادونو ته یې کمه لېږدوي

Mashaalradio.com 

مصر یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پکې تر ټولو زیاته خورما پیدا کېږي خو پر دې سربېره یې خورا کمه بهرنیو هېوادونو ته لېږدوي. د خورما د باغونو مالکان وایي لا هم جدید سهولتونه نه لري نو ځکه ورڅخه زیاتره کجورې بازار ته تر رسېدو مخکې خرابېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Музыкальные новости
Булат Окуджава

Калужские школьники выступили на фестивале в честь Булата Окуджавы





Rss.plus
PR time

Концерт «7 хитов И.С.Баха» в Эрмитажном театре




Гостей павильона «Макет Москвы» ждет насыщенная программа в майские праздники

Аллею памяти и славы открыли вблизи школы № 2 в Балашихе

Сервис проверки графика отключения горячей воды запустили на сайте мэра Москвы

Вильфанд сделал прогноз на майские: готовьте купальники, уже можно загорать




د روسیې حملو د اوکراین ځينو سيمو کې د اوبو او برښنا جریان پرې کړی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولوديمير زلنسکي د پنجشنبې په شپه وويل چې د اوکراین نږدې څلورنيم مليونه اوسېدونکو شپه بې‌برښنا تېره کړه. هغه روسيه د انرژۍ په "ترورېزم" تورنه کړه. يو له هغو ښارونو چې خلک‌يې د برښنا او اوبو له کمښت سره مخ دي، د اوکراین پايتخت کيف دی. بشپړ جزئیات په دې راپور کې ووينئ.

په نشه يي توکو د یوه پلار اخته کېدو ټوله کورنۍ تباه کړې

Pa.azadiradio.com 

د لغمان ولایت اوسېدونکی نورعلي د برق انجینري کې تخصص لري، خو په نشه يي توکو اخته کېدو د هغه ژوند تباه کړی دی. هغه چې د څلورو ماشومانو پلار دی وايي، په ډېر هڅو سره سره بریالی نه شو څو نشه پرېږدي. نور په ویډیو کې:

په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هواپېژندنې اداره د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورې او د سېلابونو اټکل کوي. دغې ادارې په خپله فېسبوکپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، غزني، ارزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې د ورښتونو امکان شته. د احتمالي باران اندازه د لسو او دېرش ملي مترو ترمنځ او د واورې په تېره سالنګونو کې، د لسو نه تر دېرشو سانتي مترو پورې اټکل شوې ده. افغانستان په دې وروستیو کې د سختو... Читать дальше...

چارواکي: زابل کې د ګازنیونې له امله ۲ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د زابل روغتیايي چارواکي په مرکز کلات کې د ګازنیونې له امله د دوو کسانو د مړه کېدو خبر ورکوي. د زابل د عامي روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي تېر ماښام ازادي رادیو ته وویل چې مړه شوي کسان پلار او زوی دي چې د دایچوپان ولسوالۍ څخه مرکز کلات ته د تذکرې اخیستلو لپاره راغلي وو. د نوموړي په وینا دغو کسانو چې په یوه خونه کې ګاز نیولي او بې هوښه شوي و، روغتون ته له رسېدو وروسته یې ساه ورکړې ده.

د کندهار په عینو مېنه کې د زیربنايي پروژو چارې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې طالب چارواکو د دې ولایت په عینو مېنه کې د زیربنايي چارو د ژر پیلېدو خبر ورکوي. دا وروسته تر دې چې دوه ورځې مخکې د عینو مېني د دوو شریکانو، محمود کرزي او عبدالحمید هلمندي ترمنځ اوږدمهاله دعوا د سوداګرو په منځګړیتوب پای ته ورسېده. په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په هغه غونډه کې چې د طالبانو د حکومت د عدلې وزیر او د غصب د مخنیوي د کمېسیون مشر شیخ مولوي عبدالحکیم شرعي، د عینو مېنې شریکانو او د کندهار والي په کې حضور درلود، پرېکړه... Читать дальше...

اوکراین کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته له بهره برښنا بېرته نښلول شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې اداره وایي، د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته له بهره برښنا بېرته نښلول شوې ده. د دې ادارې مشر رافایل ګروسي دغه څرګندونې پرون شنبې دوه ورځې وروسته تر دې وکړې چې د روسیې په بریدونو کې د دې بټۍ د لوړ ولتاژ د برښنا مزي ویجاړ شوي وو. ګروسي وویل چې د برښنا دواړه بهرني مزي رغول شوي او بېرته نښلول شوي دي. د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې د ادارې مشر همدارنګه یوځل بیا د دغې اټومي بټۍ په شاوخوا کې د یوه خوندي امنیتي زون په رامنخته کولو ټینګار وکړ. د زاپوریژیا اټومي تاسیسات چې له څو... Читать дальше...



Москва

Что можно отметить в этот день


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин представил масштабную программу фестиваля "Пасхальный дар"



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алла Пугачёва

Гитарист Пугачевой Левшин рассказал о проблемах со здоровьем у певицы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Спартак" обыграл "Локомотив" в 26-м туре чемпионата России

Результаты забега на 5 км на Московском полумарафоне. Аплачкина и Голоктионов установили рекорды соревнований

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России