Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2022

Новости за 09.11.2022

په پاکستان کې د پوځ مشر ټاکنه ولې جنجالي شوې؟

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه د کار موده د نومبر پر ۲۹مه پوره کېږي په ملک کې د پوځ نوي مشر د ټاکلو په اړه تاوده بحثونه روان دي. په مرکز کې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ايتلافي حکومت دريځ لري چې د ايين او قانون مطابق به په ټاکل شوې نېټه د پوځ نوي مشر اعلانوي. خو په همدې حال کې د حکومت مخالفه ګوند، پاکستان تحريک انصاف د اسلام اباد پر لور لانګ مارچ پيل کړی. عمران خان د جنرال باجوه د نوم په اخیستو ويلي دي چې پوځ په سياست کې ګوتې وهي او د شهباز شريف په مشرۍ د ايتلافي حکومت ملاتړ کوي. Читать дальше...

د فوټبال نړیوال جام لپاره د کوربه هېواد په توګه د قطر ټاکل تېروتنه وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا پخواني مشر سپ بلاټر ویلي، د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام لپاره قطر د کوربه هېواد په توګه ټاکل تېروتنه وه. کله چې د دې لوبو په لړ په ۲۰۱۰ کال کې قطر د کوربه هېواد حق درلوده، بلاټر د فیفا مشر و. د رویټرز خبرې اژانس د راپور پر بنسټ، بلاټر یوې سویسي ورځپانې ته ویلي چې دغه ټاکنه ښه نه وه. هغې زیاته کړې، قطر یو وړکی هېواد دې او فوټبال نړیوال جام ورته ډېر لوی دی. په قطر کې د بشري حقونو او فساد په اړه ادعاګانو ته په پام د ۲۰۲۲ کال لپاره د دې هېواد کوربه توب له نیوکو سره مخ وه. Читать дальше...

د اندونیزیا ځواکونو دوه ورځني نظامي تمرینات پیل کړل

Pa.azadiradio.com 

د اندونیزیا وسله والو ځواکونو دوه ورځني نظامي تمرینات پیل کړل. دغه تمرینات پرون د جي شل هېوادونو له ناستې یوه اوونۍ وړاندې پیلېږي. تمه ده د نومبر میاشتې په ۱۵مه او ۲۰مه ناسته کې د اندونیزیا په بالي ښار کې د نړۍ مشران سره راټول او پر اوکراین د روسې د تېرې په اړه خبرې اترې وکړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې امکان لري د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې غوندې کې ګډون وکړي. اندونیزیا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ته هم بلنه ورکړې،... Читать дальше...



د کابل د اسمان رنګینې کوترې کم‌ارزښته شوي

Pa.azadiradio.com 

"کوتربازي" د کابل ښار د اوسېدونکو له پخوانیو دودونو بلل کېږي. هر سهار او ماښام ځانګړي نومونه لرونکې رنګینې کوترې د کابل پر اسمان الوځي. پخوا دغو کوترو تر لسګونه زره افغانیو هم ارزښت درلود، خو اوس داسې نه‌ده. د اقتصادي وضعیت په خرابېدو سره د دغو ځانګړو او کمیابه کوترو بازار هم سوړ شوی دی.

کابل کې د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو په یاد کتابتونونه پرانیستل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کاج ښوونیز مرکز له خونړۍ پېښې ۴۰ ورځې وروسته د قربانیانو په یاد یې په کابل کې دوه کتابتونونه پرانیستل شوي. پر کاج ښوونیز مرکز د خونړي برید نن چهارشنبه ۴۱ ورځې پوره کېږي، خو د قربانیانو د یادونو شمعې یې لا هم بلې دي. تازه د دوی په یاد د کاج په ښوونیز مرکز کې دننه د کاج په نوم یو کتابتون هم پرانیستل شو. د کاج ښوونیز مرکز یوه استاد انور یاسا ازادي راډيو ته وویل، دا کتابتون د دې مرکز د استادانو او زده کوونکو او د قربانیانو د کورنیو لخوا جوړ شوی چې تر اوسه ۴۰۰۰ ټوکه کتابونه ورته راټول شوي دي.... Читать дальше...

ای ار سي: د امریکا کانګرس دې د افغانانو د بیا مېشتېدو مصوبه تصویب کړي

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د متحده ایالاتو له کانګرس څخه غوښتي، هغه مصوبه دې تصویب کړي چې په دې هېواد کې د افغانانو دایمي مېشتېدو ته لار هواروي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته تللي زرګونه افغانان په دې هېواد کې د خپل نامعلوم برخلیک په اړه اندېښمن دي. موسکا غوښتنه کوي چې باید د متحده ایالاتو حکومت دوی ته د دایمي استوګنې زمینه برابره کړي. موسکا چې د تخلیې په بهیر کې امریکا ته تللې ازادي راډیو ته وايي چې دې هېواد ته زرګونه راغلي افغانان په نا امېده حالت کې دي. Читать дальше...

راپورونه: د پاکستان په یوه زندان کې یو افغان کډوال مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، د پاکستان په کراچۍ کې یو افغان کډوال په زندان کې مړ شوی دی. پاکستاني چارواکو د دې نیول شوي کس نوم تاج محمد ښودلی چې د خپل زوی او څو نورو کسانو سره د اکټوبر په ۲۰مه د کراچۍ پولیسو پاکستان ته د غیرې قانوني ورتګ په تور نیولی او بندی کړی و. کراچۍ کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا پي ټیم ایم غړې او د بشري حقونو مدافع منیزه کاکړ چې هڅه کوي له دې افغانانو سره قانوني مرسته وکړي ازادي راډیو ته وویل، پولیسو تر اوسه د مړي له سپارلو ډډه کړې. کاکړ وايي: "یو کس مړ شوی، سپین ږیری دی. د هغه سره یې زوی هم په همدې قضیه کې بندي دی. Читать дальше...

پاکستان د ۲۰ اووریز کرکټ نړيوال کپ فاينل ته ووت

Mashaalradio.com 

پاکستان د نړيوال شل اووریز کرکټ په نړيوال کپ کې نيوزيلينډ ته ماتې ورکړه او پايلوبې (فاينل) ته ورسېد. د نومبر پر نهمه نيمه پايلوبه (سيمي فاينل) د اسټراليا په سیډڼي کې وشو. په دې سيالۍ کې لومړی بېټينګ نيوزيلينډ وکړ او په شل اوورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۵۲ رنزونه وکړل. د نيوزيلينډ لخوا ډېريل ميچل تر ټولو ډېرې ۵۳ منډې وکړي. د پاکستان لخوا شاهين افريدي تر ټولو ډېرې، دوه ويکټې واخیستې. پاکستان دا هدف په ۱۹ اوور کې د ۳ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ. د پاکستان لخوا محمد رضوان ۵۷ او بابر اعظم ۵۳ رنزونه وکړل. Читать дальше...



په پاکستان کې د ۵ افغان سندرغاړو او موسیقي غږونکو محاکمه وځنډېده

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د هنري ټولنې مسوولان وايي، د هغو پنځو تنو افغان سیمه ییزو سندرغاړو او موسیقي غږونکو محاکمه چې ټاکل شوې وه پرون د کراچۍ په یوه محکمه کې وشي، د نومبر میاشتې ۲۱مې ته وځنډېده. په کراچۍ کې د دغه ټولنې مسوول شمس ازادي راډیو ته وویل، چې دا ځڼد د لازمو اداري تیاریو د نه شتون له امله راغلی دی. مخکې په پاکستان کې د هنري ټولنې مرکزي مسوول راشد خان راشد ازادي راډیو ته ویلي و چې دا افغان سیمه ییز سندرغاړي پاکستان ته د تګ پر مهال د قانوني اسنادو د نه درلودو په تور نیول شوي او په کراچۍ کې بندیان دي. Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ د پاکستان لوبډله پایلوبې ته ووته

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال د شلو اورنو نړیوال جام پایلوبې ته لاره پیدا کړه. نن د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ نیمه پایلوبه د استرالیا په سیډني کې وشوه چې نیوزیلنډ د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته ۱۵۳ منډې هدف وټاکه. پاکستان دغه هدف ته د رسېدو لپاره ښه لوبه وکړه او په ۷ ویکټو او ۵ توپونو یې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه. سبا بله نیمه پایلوبه د انګلستان او هند ترمنځ ده. د سبا ورځې لوبې ګټونکی به د یکشنبې په ورځ د پاکستان له لوبډلې سره پایلوبه کوي.

قبايلی ضلعو کې د ښځو احتجاج څنګه رجحان دی؟

Mashaalradio.com 

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د نومبر پر اتمه نېټه جينکو د خپلو تعلیمي حقونو لپاره مظاهره کړې وه. ځايي خلک دا په دې سيمه کې یو تاریخی احتجاج ځکه بولي چې په وينا يې ښځو په لومړي ځل مظاهره کړې ده. په قبايلی ضلعو کې وخت پر وخت دغسې مظاهرې شوې دي. پوښتنه دا ده چې د ښځو او جينکو د خپلو حقونو لپاره سړکونو او لارو کوڅو ته راوتل يو څنګه رجحان دی؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ

طالبانو افغان مېرمنې تفریحي پارکونو او حمامونو ته له تګ منع کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت افغان مېرمنې تفریحي پارکونو او حمامونو ته له تګ منع کړي دي. د کابل ښار اوسېدونکې ماریا توتاخېل وايي چې طالبانو لومړی افغان ښځې او نجونې له زده کړې او کار څخه منع کړې، بیا یې د حجاب او سفر بندیز ورباندې ولګاوه او اوس تفریحي پارکونو او حمامونو ته د تګ اجازه هم نه ورکوي. ماریا زیاتوي، طالبان ښځې د خپل حکومت لخوا اخیستل شوی جنس ګڼي. هغه زیاتوي: "تاسو فکر وکړئ یعنې مېرمنې د دوی په اداره کې زندانیانې دي، د تفریح حق نه لري. تاسو دا په یاد ساتئ... Читать дальше...

په کراچۍ کې بلوڅانو مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې بلوڅ فعالانو د يوې مظاهرې په ترڅ کې ادعا کړې چې په بلوچستان کې د پوځي عملياتو په وخت ښځې او ماشومان نيول شوي او نامعلومو ځايونو ته وړل شوي دي. چارواکي د امنيتي ځواکونو په لاس د ښځو او ماشومانو نيول نه مني او وايي چې دا یوازې پروپېګنډه ده. په دې اړه د نياز علي ويډيو راپور وګورئ:

امریکا کې میلیونونه کسانو پرون په منځ‌مهاله ټاکنو کې خپلې رایې وکارولې

Pa.azadiradio.com 

په دغو ټاکنو کې د مشرانو جرګې یا سنا د سلو څوکیو له ډلې د ۳۵ او د استازو جرګې ټولو ۴۳۵ څوکیو ته رایې واچول شوې. د دې ټاکنو نتیجې به وښيي چې ایا جمهوریپال ګوند د کانګرس مشري ترلاسه کولای شي که نه؟ چارواکي د لومړنیو شمېرو له مخې اټکل کوي چې څه باندې ۴۶ میلیونه کسانو په دې ټاکنو کې برخه اخیستې ده، خو ځینې تحلیل کونکي وایي، ممکن د ټولو رایه ورکوونکو وروستی شمېر ۱۱۵ میلیونو ته ورسیږي. داسې ویل کیږي چې په منځ‌مهاله ټاکنو کې د جمهوریپالو او دیموکراتانو د دومره نژدې سیالۍ رسمي پایلې به څو ورځو یا ان اونیو کې مشخصې شي. Читать дальше...

بلوڅ فعالان ادعا کوي چې په "پوځي عملياتو کې ښځې او ماشومان نيول" کيږي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د لادرکه کسانو د کورنيو غړو او مدني فعالانو ادعا کړې چې په هغه صوبه کې د پوځي عملياتو پر مهال مېرمنې او ماشومان نيول شوي دي. دوی د نومبر پر اتمه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د مظاهرې پر مهال د بلوڅانو د لادرکه کولو د مخنيوي غوښتنه هم وکړه. پر دې مهال د بلوچ یکجهتي کمېټۍ غړې سېمي دين بلوڅ وويل چې له تېرو څو ورځو راهیسې د بلوچستان په بولان سيمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال غېر قانوني کړنې روانې  او د ماشومانو تر څنګ ښځې تښتول شوي دي. هغې زیاته کړه: "له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د بلوچستان په بولان... Читать дальше...

د هند د بهرنيو چارو وزير نړيوالو ته: افغانستان له ياده مه باسئ

Pa.azadiradio.com 

پاکستان ته د کرن ډېکر سفر او د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو د هند غږ، چې ډاډ ترلاسه کړي، د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي. د افغانستان لپاره د امریکا د دیپلوماتیک ماموریت شارژادفیرې کرن ډېکر پر خپل ټوېټر لیکلي دي چې د اورېدنې سفر په لړ کې پاکستان ته تللې ده. نوموړې لیکلي دي، په دې سفر کې به په پاکستان کې له مېشتو افغانانو او افغان ډلو سره خبرې وکړې او د افغانانو او افغانستان د ملاتړ لپاره به په ګډه کار ورسره وکړي. اغلې ډېکر په دې اړه ډیر جزیات نه‌دي ورکړي، خو دا مهال په پاکستان... Читать дальше...

د شام په ادلیب کې د املوکو کښت ښه مېوه پیدا کوي

Mashaalradio.com 

د شام په ادلیب صوبه کې د املوکو د مېوې کښت د ځايي کروندګرو د ګټې وټې یوه ذریعه ده. د ادلیب املوک خلک ډېر خوښوي خو کروندګر وايي چې د مېوې پیداوار یې روان کال د یخ موسم له امله متاثره شوی دی. راځئ چې په شام کې د املوکو د باغ سيل وکړو. تفصیل د فرانس پرېس خبري اژانس په ویډیو کې وګورئ


Музыкальные новости
Концерт

Концерт "Русская душа"





Rss.plus
Россия

Третья по силе магнитная буря за 2024 год началась в России




1XBET Qazaqstan Hockey Open. Сборная Казахстана с минимальным счетом уступила команде России

Премьера спектакля о блокадном Ленинграде состоится в Музее Победы

В Подмосковье восстановили права граждан на безопасность при эксплуатации газа

Тренер Газзаев: ЦСКА вполне по силам обыграть "Зенит" в Санкт-Петербурге




اردغان: ناټو کې د سوېډن د غړیتوب په اړه روانه میاشت غونډه جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه د بحث لپاره راتلونکې غونډه به د روانې میاشتې په وروستیو کې جوړه شي. اردوغان دا څرګندونې پرون په پلازمېنه انقره کې د سویډن له صدراعظم اولف کریسترسون Ulf Kristerssonسره تر کتنې وروسته وکړې. هغه وویل، بله ګډه غونډه به د سویډن په پلازمېنه ستوکهولم کې وي. اردوغان زیاته کړه چې دی له زړه په ناټو کې د سویډن غړیتوب غواړي خو زیاته یې کړه چې ترکیه د سویډن په امنیتي اندېښنو پوهېږي نو سویډن هم باید د ترکیې غوښتنو ته ځواب ووايي. کریسترسون... Читать дальше...

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه مستند ته د ګارډين ورځپاڼې کتنه

Pa.azadiradio.com 

ګارډين ورځپاڼه: د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼې د سقوط په نوم هغه مستند فلم ته کتنه کړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه جوړ شوی. په دې فلم کې لکه څنګه چې ورځپاڼې یادونه کړې فلم جوړونکي Matthew Heineman ماتیو هاینمن د یوه امریکايي سرتېري له نظره د طالبانو پر ضد جګړه کې د امریکايي پوځیانو له‌خوا د افغان ځواکونو د ملاتړ وروستیو میاشتو ته کتنه کړې. ګارډین لیکي، هغه کسان چې په دې فلم کې یې تصویرونه اخیستل شوي، په تېره افغان سرتېري، په ښکاره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو... Читать дальше...

د امریکا خلکو پرون د کانګرس لپاره په منځ‌مهالو انتخاباتو کې رایې ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د دې انتخاباتو نتایج به وښيي چې ایا جمهوریپال ګوند د کانګرس مشري ترلاسه کولای شي که نه. په دې انتخاباتو کې د مشرانو جرګې یا سنا د مشر په ګډون د ۳۵ څوکیو او د استازو جرګې د واړه ۴۳۵ څوکیو لپاره رایې واخیستل شوې. تمه ده چې جمهوریپال کاندیدان به د استازو جرګې د کنټرول لپاره د ۵ څوکیو په ترلاسه کولو بریالي شي، خو د سنا برخلیک به، چې اوس مهال دواړه ګوندونه پنځوس پنځوس څوکۍ په‌کې لري، د څلورو ایالتونو، نیوادا، جورجیا، پنسلوانیا او اریزونا د رایو له نتایجو وروسته معلوم شي. جمهوریپال ګوند به په استازو... Читать дальше...

د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شارژدافيره پاکستان ته تللې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین دیکر وايي چې پاکستان ته تللې ده څو هلته د افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي. مېرمن دیکر پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې په روانه اونۍ کې به په اسلام اباد کې وي او هلته به د افغانانو او افغانستان د ملاتړ لپاره په پاکستان کې خلکو ته غوږ ونیسي. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې په قطر کې فعالیت کوي او د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په وروستیو څو اونیو کې د پاکستان او ترکیې په ګډون د سیمې هېوادونو ته د سفرونو په ترڅ کې... Читать дальше...

کرېکټ؛ نن د پاکستان او نيوزيلنډ ترمنځ نيمه پايلوبه کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د کرېکټ د شل اورونو په نړیوال جام سیالیو کې نن نیمه پایلوبه د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ وشي. دا لوبه د استرالیا په سیډني کې ترسره کېږي. د دې نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه د پنجشنبې په ورځ د هند او انګلستان ترمنځ ده. د دې دواړو لوبو ګټونکی به د یکشنبې په ورځ د دې نړیوال جام په پایلوبه کې په میلبرن کې سره مخامخ شي.

زلنسکي د غَلو دانو صادراتو د موافقې غځېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي د تور سمندرګي له لارې د غلو د صادراتو د هغې موافقې د غځېدو غوښتنه کړې چې اوکراین ته د دې سمندرګي له دریو لویو بندرونو اجازه ورکوي چې نړۍ ته غلې دانې صادرې کړي. زلنسکي په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ ته چې له کییف څخه یې یوه ورځنۍ کتنه ترسره کوله، وویل، که د روسیې خوښه وي یا نه وي، موږ غواړو چې د دغه کوریدور یا دالان لپاره موافقه دوام ومومي. هغه زیاته کړه چې د روسیې له یرغل سره سره، هېواد یې په نړۍ کې د خوراکي امنیت د ضمانت کونکي په توګه په خپل دریځ پاتېدو ته چمتو دی. Читать дальше...



Москва

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: в 2024 году в ТиНАО будет построено более 35 километров дорог



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

«Смотреть было брезгливо»: мама Тимати отреагировала на интервью Алены Шишковой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом


Андрей Рублёв

Рублев о победе над Алькарасом на турнире в Мадриде: мне очень помогла подача



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России