د پښتو او دري ادبیاتو د دوو نامتو څېرو مړینه لویه ضایع وبلل شوه
په افغانستان کې د پښتو او دري ژبو د ادبیاتو کورنۍ د صالح محمد زېري او اسدالله حبیب مړینې د ویر په ټغر کېنولي. په افغانستان کې بیدل شناس، شاعر او دري ژبې داستان لیکونکی اسدالله حبیب او د پښتو ژبې لیکوال او پخوانی سیاستوال صالح محمد زېری مړه شول. اسدالله حبیب په ۱۳۲۰ لمریز کال کې د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې زېږېدلی و. شاعر، لیکوال او د پوهنتون استاد ښاغلی حبیب په دري ادبیاتو کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې وې. نوموړي په ۱۳۷۱ کې په افغانستان کې د سیاسي تحولاتو وروسته له افغانستانه المان ته کډوال شو. Читать дальше...