Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2022

Новости за 17.11.2022

د خوست موساخېلو کې ۶۰ کلنه دښمني ختمه شوه

Mashaalradio.com 

د خوست په موساخېلو ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په مینځګړتوب د دوو کورنیو ترمینځ د شپږو لسیزو دښمني په دوستۍ بدله شوې ده. قومي مشرانو مشال راډیو ته وویل، په دې لړ کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. په وروستیو کې په خوست کې یوشمېر پخوانۍ دښمنۍ د ولسي مشرانو په مرسته پای ته رسېدلې دي. ویډیويي رپورټ.

ټاکل شوې راتلونکې يکشنبه قطر کې د فوټبال نړيوال جام لوبې پيل شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه دوحه کې د فوټبال نړیوال جام لوبې پیل شي. لومړۍ مسابقه د کوربه، قطر او ایکوادور ترمنځ ده، دا مسابقه د کابل په وخت د شپې اته نیمې بجې شروع کېږي. دا لوبې په اتو ګروپونو کې ویشل شوې دي، چې په هر ګروپ کې څلور ټیمونه دي. د دې لوبو تر پیلېدو مخکې یوه وړاندوینه داسې شوې ده چې برازیل تر بل هر هېواد د دې لوبو د ګټلو چانس ډېر لري. له نولس سوه دېرشم کال راهیسې چې د فوټبال نړیوال جام لوبې پيل شوې دي برازیل یوازینی هېواد دی چې هر ځل یې په دې جام کې برخه اخیستې... Читать дальше...

سيګار د افغانستان د پخواني حکومت د پاشل کېدو شپږ لاملونه په ډاګه کړل

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې لا هم د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر جمهوري نظام د سقوط د لامل په اړه پوښتنې مطرح دي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار تازه د تېر جمهوري نظام د سقوط شپږ بنسټیز عوامل په ډاګه کړي دي. سیګار په دې اړه د متحده ایالاتو له ۶۰ زیاتو اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره نږدې اتیا مرکې کړي د سقوط عوامل يې په ډاګه کړي دي. د سیګار په راپور کې له افغانستان څخه د امریکا د واقعي وتلو په اړه د افغان حکومت نه تشخیص، د امریکا او طالبانو په خبرو کې د افغان حکومت نه... Читать дальше...



له اداکار ارشد حسين سره د هغه پر فلم "روزي اېن لاک ډاون" خبرې

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پښتو او اردو ډرامو يو نوميالی اداکار ارشد حسين دی. نوموړی په پېښور کې اوسي او په وروستیو کې یې "په ټولبند کې د روزي" (روزي اېن لاک ډاون) په نوم يو ټېلي فلم پر يوټيوب خپور کړی دی. دی د فلم د کيسې ليکوال او هم هدايتکار دی. ارشد حسين په خپله په فلم کې د موسيقۍ د يو استاد کردار لوبولی دی. نوموړی وايي، د فلم کيسه تر ډېره د کورونا جهاني وبا په وختونو کې د سيمې خلکو، په تېره هنرمندانو ته، له ورپېښو ستونزو څرخي. په خپرونه کې د ارشد حسين د فلم په اړه د خبرو ترڅنګ ځينې سندرې هم اورېدای شئ.

هغه هنرمند چې له کلونو حرفه‌یي موسیقۍ وروسته اوس سلماني کوي

Pa.azadiradio.com 

میراقا فضلي یو افغان محلي او حرفه‌یي هنرمند دی چې اوس‌مهال له خپلې اصلي حرفې لیرې پاتې دی، وروسته له هغې چې طالبانو پر موسیقي بندیز ولګاوه، هغه هنرمندان چې موسیقي یې د عاید یوازنۍ سرچینه وه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول او تر ډېره‌یې نورو حرفو ته مخه کړې ده.

د محصلانو نړيواله ورځ؛ ښځينه محصلانې: له ډېرو محدوديتونو ستړي شوي يو

Pa.azadiradio.com 

د محصلانو نړيوالې ورځې په رارسېدو سره یو شمېر ښځینه محصلینې او هغه ځوانان چې له تحصیل بې برخې پاتې دي وايي، له زیاتو محدویتونو ستړي شوي او په بد حال کې دي. د بدخشان پوهنتون يوه محصله چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له لوري وضع شوي محدودیتونو یې په روح او روان منفي اغېز کړی او د درس ویلو انګېزه یې ترې اخیستې. نوموړې وايي: "په دغه ورځ چې د محصل نړيواله ورځ ده ډېر د تاسف او اندېښنې ځای دی چې موږ په بد وضیعت کې یو، زموږ له نړيوالې... Читать дальше...

کابل کې نن يو ملا امام او يو بل کس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن یو ملا امام او یو بل کس په وسله‌وال برید پر مهال وژل شوي دي. دا خبره د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته تایید کړه. نوموړي وويل: "نن سهار د کابل ښار اړوند کارته سیمه نو د حضرت ابوبکر صدیق جومات ملا امام قاري نجیب الله عزیزي او ورسره یو تن لمونځ کوونکی هېوادوال چې د سهار لمانځه ادا کولو وروسته له مسجده د وتلو په حال کې وو د نامعلومو وسله‌والو له لوري په شهادت رسېدلي. د پېښې په اړه د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي او ژر به مجرمین د قانونو منګولو ته وسپارل شي." د... Читать дальше...

د طالبانو حکومت د مسکو غونډې له ځينو مادو هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي د مسکو د ناستې د هغه دریځ هرکلی کوي چې د یوه سوله‌ییز، خپلواک او ځان بسیا افغانستان پر اړتیا یې ټینګار کړی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د مسکو د ناستې په اړه چې پرون له افغانستان پرته د شاوخوا ۱۴ هېوادونو په ګډون جوړه شوې وه یوه اعلامیه خپره کړه. د اعلامیې یوه برخه د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل لوستې او د خپل حکومت ژمنې یې د سیمې هېوادونو ته بیان کړي. نوموړي ويلي: "هيڅ فرد او ډلې ته به اجازه ورنه‌کړو چې د سیمې د ثبات پر خلاف اقدام وکړي. په دې هدف مو وار دمخه... Читать дальше...



له نړيوالو د افغان ښځو غوښتنه: داسې حکومت دې جوړ شي چې د مېرمنو حقونه په‌کې خوندي وي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې یونما د طالبانو له‌خوا د توقیف شویو افغان ښځینه فعالانو په اړه د وضاحت په لټه کې ده، د افغان ښځینه مشرانو ټولنه له نړیوالې ټولنې اروپايي اتحادیې او ملګرو ملتونو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د یوه داسې ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار ته ادامه ورکړي، چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو څارنه وشي کړی. د ظریفې یعقوبي همکاره ترنم سعیدي د مدني فعالې ظریفې یعقوبي او نورو هغو مېرمنو د خوشې کولو غوښتنه کوي، چې ادعا کېږي په دې وروستیوکې د طالبانو د حکومت له‌خوا نیول شوې او نادرکه دي. Читать дальше...

د بشر حقونو سازمان: افغانستان کې د جګړو پر مهال ملکيانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه دې څېړنه وشي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د تېرې جګړې پر مهال ملکي کسانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه د څېړنو غوښتنه وشوه. د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د نومبر میاشتې په ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې مجبوره دي چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه ځواب ویلو ته حاضر شي. د دغه سازمان د اسيا څانګې مرستیالې (پټریشیا ګاسمن) د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا باید و څېړل شي چې ملکي کسان ولې په نښه شوي. نوموړې وويل: "په ورته بریدونو کې د ملکي وګړو د... Читать дальше...

طالبان وايي حکومت یې د سیمې ثبات ته ژمن دی

Mashaalradio.com 

د مسکو د غونډې په پای کې په اعلامیه کې تینګار شوی دی چې په افغانستان کې دې د طالبانو "له لنډمهالي حکومت سره د ملګرو ملتونو په ګډون" په نړیوال کچ "د همکارۍ لپاره ګډ او همغږي اقدامات" وشي. د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه "د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د نړیوالې مذاکراتي ډلې" جوړولو ملاتړ وکړ.

د پښتو ژبې نومیالی شاعر شفیق العالم معذوریار ومړ

Mashaalradio.com 

حاجي شفیق العالم معذوریار په ۱۹۵۸ز کال کې د کندهار ولایت په سپین بولدک کې زېږېدلی وو چې وروسته یې کورنۍ چمن ته کډه شوه او نوموړي خپل ټول ژوند په کوټه کې تېر کړ. نوموړی په درې کلنۍ کې د سترګو له دیده بې برخې شوی وو.

لاهور های کورټ په یوه میاشت کې دننه د ادریس خټک د مقدمې اورېدلو حکم کړی

Mashaalradio.com 

مشال راډيو په دې اړه د پاکستان دفاع وزارت سره رابطه وکړه. هلته د رسنيو د برخې مسوولينو وويل چې چارواکي په روانو عدالتي قضيو تبصرې نه کوي. خو په پارلېمان کې د بشري حقونو د کمېټې غړی محسن داوړ وايي‌ حکومتي استازي به ورغواړي‌ او ورڅخه به پوښتنه کوي.

توماس وېسټ او شهرزاد اکبر د ښځو او نجونو پر حقونو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست ویلي چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له مخکینۍ مشرې شهرزاد اکبر سره یې د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو د نقض او په ملي کچه د خبرو په اړتیا بحث کړی. توماس وېسټ نن په خپل ټوېټر دا څرګندونې کړي. هغه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو او څار په خاطر د شهرزاد اکبر هڅې ستایلې دي. شهرزاد اکبر د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وه چې د طالبانو په بیا واکمنېدو یې کمېسیون منحل شو.

د امريکا د استخباراتي ادارې مشر کييف کې د اوکراين له ولسمشر سره ليدلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر د اوکراین له ولسمشر سره په پلازمېنې کییف کې خبرې وکړې. ویلیم برنز د سې شنبې په ورځ کییف ته ولاړ، په هغه ورځ چې روسیي ځواکونو پر دې ښار توغندي وویشتل. روسیي ځواکونو نن هم د اوکراین یو شمېر ښارونه په نښه کړې دي. اوکرایني رسنیو په ورته وخت کې خبر ورکړ چې نن سهار د دانیپرو په ښار کې پرله‌پسې چاودنې شوې دي. په دې راپورونو کې نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي چې څومره مرګ‌ژوبله اوښتې ده او څه ورانی رامنځته شوی دی. بل لور ته د اوکراین ولسمشر ولودومیر... Читать дальше...

د امريکا ټاکنې؛ جمهوري غوښتونکو د استازو جرګې کنټرول ترلاسه کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په منځ‌مهاله ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي وتوانېدل چې د استازو جرګې کنټرول په لاس کې واخلي. اسوشتید پریس خبري اژانس ویلي، دغې جرګه کې د کنټرول لپاره ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا ده چې جمهوري غوښتونکو د کلفورنیا د پایلو تر اعلان وروسته ترلاسه کړي. د یموکراتانو یوازې ۲۱۱ څوکۍ خپلې کړي دي او د پاتې ۶ څوکیو برخه لیک لا معلوم نه‌دی. تر دې وړاندې ډیموکراتانو په همدې منځ‌مهاله ټاکنو له لارې په سنا جرګه کې خپل کنټرول حفظ کړ.

امريکا کې د خپلې مېرمنې او زوی د وژنې په تور زنداني اعدام شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په تکزاس کې هغه زنداني اعدام شو چې ۱۷ کاله مخکې یې خپله میندواره ملګرې او ۷ کلن زوی وژلي وو. ۵۵ کلن سټیفان باربي ته د زندان دننه وژونکې پیچکاري یا ستن ولګول شوه. نوموړی ۲۰۰۵ کال کې د خپلې ملګرې او زوی په وژنه محکوم شوی و. پولیسو هغه مهال د همدې کس په کور کې د هغه د ملګرې او زوی جسد ومونده چې زندۍ شوي وو. که څه هم د باربي مدافع وکیلانو د اعدام د حکم د درولو غوښتنه کړې وه، خو پرون چهارشنبه د امریکا سترې محکمې د مدافع وکیلانو غوښتنه رد کړه.

اقليمي بدلون؛ افغانستان کې ۷۰سلنه ماشومان له ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې همدا اوس د نړي مشران د اقلیمي بدلون په اړه بحث کوي، د ماشومانو د ملاتړ نړیواله مؤسسه سیف ده چلډرن وايي, د اقلیمي بدلون په تر ټولو ځپل شوي هېواد افغانستان کې اویا سلنه ماشومان د دغه بدلون له جدي ګواښ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۲۷م کنفرانس یا COP27 د ۲۰۲۲ کال د نوامبر له ۶ څخه تر ۱۸ نومبر پورې په مصر کې جوړ شو. په دې غونډه کې به د څه باندې۹۰ هېوادونو مشران او د ۱۹۰ هېوادونو څه باندې ۳۵ زره استازي ګډون وکړي. د ماشومانو ملاتړې مؤسسې ویلي دي، چې اقلیمي بدلون ټول... Читать дальше...

قرة العین وزیر: غوسه د خلکو د ګټې لپاره کوم

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د نوښار ضلعې د انتظامي مشر مرستیاله قرة العین وزیر وايي چې په طبيعت کې یې غوسه ده خو له ولس سره د خواخوږۍ لپاره کار ورڅخه اخلي. مېرمن وزير د نومبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې په دا وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې د سېلابونو پر مهال نوموړې په نوښار کې کور په کور وګرځېده او خلک يې د سېلابي اوبو رارسېدو وړاندې له کورونو را وايستل چې دغه ګام د يوشمېر کسانو د ژوند ژغورلو لامل شو. د مشال راډیو خبریالې ملیحه امیرزاده له قرة العین وزیر سره د هغې پر کار او ژوند ويډيويي مرکه کړې ده.


Музыкальные новости
Танец

Танец редких черных журавлей сняли на видео в Якутии





Rss.plus
Россия

Третья по силе магнитная буря за 2024 год началась в России




В Москве арестовали двух фигурантов по делу экс-главы проекта "Гостех" Демченко

«Часто тянет на сладкое?»: врач рассказала, о чем сигналит организм

"Балтика" обыграла "Ростов" и вышла в финал Пути регионов Кубка России

Этой ночью в Сунтаре наблюдали северное сияние




کندهار سوداګرۍ خونه: د سپين بولدک – چمن دروازې دواړه غاړو ته سلګونه بار موټرې ولاړې دي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي د سپین بولدک - چمن ترمنځ لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په وچه او تازه مېوه، سبزجاتو او نور خوراکي او غیر خوراکي توکیو بار سلګونه موټرې ولاړ دي. د سوداګرو په وینا که د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار ژر خلاصه نه‌شي نو مېوې او نور توکي به يې خراب شي او سخت زیانونه به ورته واوړي. دغه راز یو شمېر مسافر چې ناروغان هم ورسره دي دامهال د کندهار په هوټلونو او اډو کې د لاري خلاصېدو ته انتظار کوي. نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...

اروپايي ټولنې افغانستان سره د ۳۶ ټنه درملو د مرستې خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د شپږ دېرش ټنه دوا او روغتیایي وسایلو د مرستې خبر ورکړ. په افغانستان کې د دې ټولنې ماموریت په ټویټر کې لیکلي دي چې دا مرستې پرون په الوتکه کې کابل ته ورسېدې. تر دې دوې ورځې مخکې اروپایي ټولنې له بې‌وزله افغانانو سره د پنځه اویا میلیونه یورو د مرستې خبر ورکړی و. تېره اونۍ د خوړو نړیوال پروګرام تایید کړه چې د اروپایي ټولنې پنځوس میلیونه یورو مرسته یې ترلاسه کړې ده.

پاکستان: هغه بهرنيان چې قانوني اسناد ونه‌لري تر درې کلونو پورې يې زنداني کوو

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وایي، هغه بهرنیان به چې اسناد نه‌لري او دغه هېواد ته ورځي تر دریو کلونو پورې زنداني شي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، کومو بهرنیانو چې په پاکستان کې د مهاجرت اسناد ترلاسه کړې دي او د دې اسنادو موده پای ته رسېدلې ده باید له دې هېواده ووځي، کنه زندان ته به واستول شي. په دې خبرپاڼه کې راغلې دي چې دا کسان باید د ډسمبر تر یو دېرشمې مخکې له پاکستانه ووځي. د پاکستان دې پرېکړې هغه افغان کډوال اندېښمن کړې دي چې دې هېواد ته په دې نیت ورغلي دي چې له دې ځایه به نورو هېوادو ته ځي. پاکستان... Читать дальше...

نړیوال جام ته د رسېدو لپاره ۱۷۷ ورځې سفر

Pa.azadiradio.com 

څلورو بایسکل چلوونکو د نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره له سوېلي افریقا تر قطر پورې ۱۰ زره کیلومتره سفر وکړ. دغو کسانو چې اصلاً د ارجنتاین دي دوحې ته تر رسېدو لپاره ۱۷۷ ورځې بایسکل وځغلاوه. د فوټبال نړیوال جام د نومبر په ۲۰مه پیلېږي.

د فوټبال تر ۱۴کلونو کم عمره لوبډله سبا له تاجکستان سره مخامخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د فوټبال تر څوارلس کلونو لږ عمره افغان ملي ټیم سبا له تاجکستان سره مسابقه وکړي. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړي د اتلولۍ د ترلاسه کولو چانس لري. نوموړی وايي: "افغانستان د اوس لپاره درېيمه لوبډله ده. که چېرته دا لوبه وګټو اتلولي به زموږ شي، که مساوي شو ډېر چانس به پیدا کړو چې دوهم شو، که لوبه بایلو بیا به هم په جدول کې درېیم شو." د افغانستان تر څوارلس کلونو د لږ عمره فوټبال ملي لوبډله د کافا یا د مرکزي اسیا د اتلولیو په ترڅ... Читать дальше...

د ناټو سرمنشي: د پولنډ پر خاوره لګېدلي توغندي قصدي عمل نه و

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي او د پولنډ ولسمشر وایي چې د پولنډ پر خاوره لګیدلي توغندي قصدي نه و او ښایي د اوکراین د هوایي دفاع توغندي وي چې پر پولنډ لګېدلي دي او هلته یې دوه تنه وژلي دي. د پولنډ ولسمشر اندری دودا پرون وویل، د هغو اطلاعاتو له مخې چې دوی ترلاسه کړي دي او ناټو یې هم لري( ایس درې سوه) توغندي په شوروي اتحاد کې جوړېدل او داسې هیڅ شواهد نه‌شته چې دا روسي پوځیانو ویشتلي وي. د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم وویل چې د نومبر په پنځلسمه ښایي د روسیي توغندیو د مخنيوی لپاره اوکرایني پوځیانو ډزې کړې وي او دا توغندي د پولنډ پر خاوره لګېدلي وي. Читать дальше...



Москва

XXIII Московский Пасхальный фестиваль проходит при поддержке Relax FM


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о программе развития туризма столицы до 2030 года



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Баста: «Я ходил в компьютерные клубы в Ростове. Любимый боец в MK – Шан Цунг»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении


WTA

Соболенко вышла в ⅛ финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Происшествия

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Пётр Алексеевич Спичев



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России