برېتانيا افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د سرغړونو په اړه څېړنه پيل کړې
د برېټانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د برېټانوي ځواکونو د سرغړونو د تورونو د څېړلو لپاره «خپلواکه قانوني څېړنه» پيل کړې. دغه وزارت پرون په دې اړه یو بیان خپور کړی. په بیان کې راغلي چې دفاع وزارت د برېټانوي ځواکونو د ناسمو کړنو په اړه مطرح شوي تورونه څېړي چې پهکې د خلکو عمدي نیول هم هم شاملیږي. دا څېړنه د ۲۰۱۰ له نیمايي د ۲۰۱۳ تر نیمايي پورې په افغانستان کې د برېټانوي ځواکونو د فعالیتونو او ځینو ناسمو فعالیتونو په تړاو متمرکزه ده. د برېټانیا په شمول د امریکا، اسټرالیا او څو نورو بهرنیو هېوادونو... Читать дальше...