Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2021

کابل کې یو ځل بیا د ښځو اعتراض، خو په نوې بڼه؛ دوی کار، تعلیم او د تحصیل حق غواړي

0
په کابل کې یوې ډلې نجونو او مېرمنو یو ځل بیا اعتراض کړی او له طالبانو د کار، تعلیم او تحصیل حقونه غواړي.


دوی دا ځل خپل اعتراض ته نوې بڼه ورکړې، دوی سړکونو ته د راوتلو پر ځای په کابل کې یوه کور کې ټولې شوي او محدود شمېر خبریالان‌یې هم همغلته ورغوښتي چې په خبره‌یې د زړه غوټې ورته خلاصې کړي.


معترضې ښځې له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې چوپتیا دې ماته او له طالبانو دې د دوی حقونه وغواړي. 


دوی وایي، سړکونو ته ځکه راونه‌وتلې چې د طالبانو له‌خوا د وهلو ډبلو وېره ورسره وه.


یوې معترضې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي د ازادي راډیو خبریال ته وویل، د دې اعتراض له لارې غواړي خپل چوپ شوی غږ نړیوالو ته ورسوي.


دا وایي: "څه باندې دوه میاشتې وشوې چې ټولې محصلانې کورونو کې ناستې دي، نجونې له زده‌کړو او تحصیله بې‌برخې شوي. نن موږ له خپل کوره غږ پورته کوو، ځکه هغه ښځې چې سړکونو ته وتلې وې، هغوی وربړول شوې، طالبانو یې غږ پورته کولو ته اجازه نه‌ورکوله، موږ لازمه وګڼله چې یوه کور کې اعتراض وکړو چې د زړه ټولې غوټې خلاصې کړو، زندۍ شوې مرۍ مو باید پرانیزو."




د طالبانو له واکمنېدو راوروسته دا څویم ځل دی چې یو شمېر فعالې ښځې اعتراض کوي او له طالبانو خپل لومړني حقونه غواړي.


د پروني اعتراض یوې بلې ګډونوالې ازادي راډیو ته وویل، نړیوال بنسټونه باید خپله چوپتیا ماته او له طالبانو د دوی حقونه وغواړي.


د دې په خبره: "افغان ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې، وګورئ د ښوونځیو دروازې تړلې دي، موږ ۲۱مې پېړۍ کې یو، ولې ژوند کې دومره وحشت راباندې راشي. کومې ښځې چې دلته راټولې شوي، ټولو دندې درلودې، یا یې تدریس کاوه او یا یې هم زده‌کړې. دوی غواړي نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته خپل غږ اوچت کړي، لطفاً دا څه بې‌رحمي ده؟"


طالبانو له څو محدودو شمالي ولایتونو پرته په نورو ولایتونو کې لا هم د منځنۍ او لېسې دورې نجونو ته د ښوونځیو دروازې نه‌دي پرانیستي او پر دې سربېره نجونې دولتي پوهنتونونو ته هم نه‌شي تللی.


د ګوتو په شمېر هغه خصوصي پوهنتونونه نجونو ته پرانیستي چې ښځې تدریس ورته کوي.




هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو نوی نظر راواخلو، خو پوښتنې مو ځواب نه‌شوې.


له دې وړاندې بیا د طالبانو چارواکو ویلي، دوی پر یوې تګلارې کار کوي چې له مخې به‌یې نجونې په خوندي فضا خپل تعلیم او تحصیل ته دوام ورکړي.


طالبانو ویلي، په شرعي چوکاټ کې ښځو ته د کار اجازه ورکوي او دوی د پاسپورټ ادارې او هوایي ډګر ښځینه کارکوونکې بېرته دندو ته غوښتې دي.


طالبانو داسې مهال د ښوونځیو دراوزې بندې ساتلي چې نړیوالو همدا بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی د رسمیت پېژندنې د شرایطو په توګه ورته وړاندې کړي.


د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد بیا پرون وویل، که نړۍ غواړي له افغانستانه ورته ګواښ پېښ نه‌شي، باید د یوه مسؤل حکومت په توګه طالبان په رسمیت وپېژني.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России