د سپين بولدک - چمن دروازه نن سې شنبه پرانيستل کېږي
د سپين بولدک - چمن دروازه نن سې شنبه(د لړم ۱۱مه نېټه) د ټرانزیټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل کېږي. د کندهار د سپين بولدک د کميسارۍ مرستيال مولوي همايون همت تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، د سپين بولدک دروازه له پاکستان سره له توافق وروسته له نن اتو بجو پرانيستل کېږي او هره ورځ به اته ساعته پرانيستې وي. د ښاغلي همت په وینا تر دې وروسته د سپين بولدک پر لار سوداګریز موټر او عام خلک په عادي ډول تګ راتګ کولی شي او هغه مسافر چې د افغانستان پاسپورټ او د کندهار تذکره ولري، ورته اجازه ورکول کېږي چې پر دې لاره سفر وکړي. Читать дальше...