Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2021

طالبان: پاکستان کې مو افغان سفارت او قونسلګریو ته هېڅ رسمي ډیپلومات نه‌دی لېږلی

0
طالب چارواکي هغه راپورونه بې‌بنسټه بولي چې ګنې دوی په پاکستان کې د افغانستان سفارت او ځینو قونسلګریو ته رسمي ډیپلوماتان لېږلي دي.


د لړم په۷مه د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې په اسلام‌اباد کې د افغان سفارت د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړ چې طالبانو پاکستان ته خپل ډیپلوماتان استولي، څو هلته په سفارت او ځینو قونسلګریو کې کار وکړي.


په راپور کې د سرچینو له قوله لیکل شوي وو، په دې کسانو کې سردار احمد شکېب د سفارت د لومړي سکرتر په توګه استول شوی چې هلته د ناظم‌الامور یا شارژدافیر په توګه دنده پیل کړي.


راپور زیاتوي، پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ ته حافظ محب‌الله شاکر، په کوټه کې افغان قونسلګرۍ ته ګل حسن او په کراچۍ کې افغان قونسلګرۍ ته ملا محمد عباس د ډیپلوماتانو په صفت لېږل شوي دي.


خو د طالبانو سرپرست حکومت که څه هم مني چې یاد کسان پاکستان کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو ته لېږل شوي، خو وايي د دوی دندې رسمي او ډیپلوماتیکې نه‌دي.


د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، ځیني کسان د چارو د تنظیم او د افغانستان د شتمنیو د ساتلو لپاره افغان سفارت او قونسلګریو ته استول شوي دي.




مخکېني حکومت پاکستان ته د خپلو ډیپلوماتانو د بېرته ستنولو پرېکړه د دوی په امنیتي خوندیتوب پورې وتړله، خو اوس طالبان وايي چې هلته‌یې د چارو د تنظیم او د افغانستان د شتمنیو د ساتلو لپاره ځیني کسان لېږلي دي.


پاکستان کې خبریال طاهر خان ازادي راډیو ته وویل، اوس‌مهال د سفارت او قونسلګریو ټولې چارې د طالبانو له‌خوا د استول شویو استازو له لوري کنټرولېږي.


طاهر خان وايي: "طالبانو دا مهال په پاکستان کې د افغانستان د سفارت او درې قونسلګریو پېښور، کوټې او کراچۍ ټول کنټرول ترلاسه کړی. سفارت ته لېږل شوی سردار شکېب احمد بیا د ناظم‌الامور یا شارژدافیر په توګه کار کوي او هماغه دفتر کې ناست دی چې د نائب سفیر ده او ټولې چارې د نوموړي په لاس کې دي."


خبریال طاهر خان زیاتوي، د پاکستان له‌خوا په سفارت او قونسلګریو کې د طالب استازو منل، د دوی د رسمیت پېژندو په برخه کې لومړی ګام بلل کېږي.


طالبان داسې مهال ځینو سفارتونو او قونسلګریو ته خپل استازي لېږي چې لا یې حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو رسمي سفرونه او د بهرنیو هېوادونو له استازو سره‌یې رسمي لیدنې روانې دي.


همد اوس د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف کابل کې دی. تر خوا یې د چین، روسیې، ایران، پاکستان، ترکیې، ازبکستان او قزاقستان سفارتونه افغانستان کې پرانیستي دي، خو له دوی یوه هېواد یې هم د طالبانو حکومت ته مشروعیت نه‌دی ورکړی.




طالبانو په وروستیو کې هڅه پیل کړې چې له ډیپلوماتیکو لارو له نړۍ سره د ښو اړیکو ور پرانیزي، خو لا بریالي شوي نه‌دي.


خو هغه څه چې د دوی حکومت ته هیله‌مندي بخښي، هغه دا چې اروپايي ټولنې هم ویلي چې تر راتلونکې یوې میاشتې به افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور بېرته پیل کړي.


تر خوا یې طالبانو امریکا ته هم بلنه ورکړې چې په کابل کې بېرته خپل سفارت پرانیزي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России