د نورستان منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي ولسوالۍ يي ودانۍ نه لري
د نورستان منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي ولسوالۍ يي ودانۍ نه لري.
د دوی په خبره چې ولسوال او اړوند مامورین يي په پردیو کورونو او ډېرو کې خپلې دفترې چارې پر مخ وړي.
خلک وايي، په تېر حکومت کې يي ولسوال،امنیه قومندان او ټول پرسونل په دو اب ولسوالۍ کې پراته وو او له هغه ځایه یي د ولسوالۍ کارونه کول چې له امله يې دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.
د منډول اوسېدونکي وايي چې په تېرو ۲۰ کالنو کې د حکومت د نه لاس رسي او هلته د کار نه کولو په وجه اوس هم ولسونه او دولتي مامورین له لومړینو اسانتیاوو بې برخي دي.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د نورو ولسوالیو په څېر دې ورته د ولسوالۍ،امنیه قوماندانۍ او نورې ودانۍ جوړې کړې څو په کې حکومتي اسناد خوندي شي،مامورین يي په ارام ذهن کار وکړي او خلک يي هم پر سرک له ودرېدو او انتظار خلاص شي.
په نورستان کې طالب چارواکي هم وايي،ولایت کې يي زیاتې ستونزې شتون لري خو د منډول په څېر د دولتې ادارو ودانیو نشتون دغه مشکلات نور هم سوا کړي دي.
منډول د نورستان په لوېدیځ کې تر ټولو لیرې پرته ولسوالۍ ده چې پوله يي د نورستان مرکز پارون،پنجشېر او لغمان سره د دنګو او ځنګل لرونکو غرونو په وسېله نښلول شوې ده.