Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2022

ځینې نړیوالو سازمانونه: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر ماشومانو کار ډېر شوی

0
ځینې نړیوالو سازمانونه: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر ماشومانو کار ډېر شوی

۱۲ کلن سیاف چې دې وروستیو کې د افغانستان له شماله کابل ته راغلی، د کابل په پُل ارتل سیمه کې هګۍ پلوري.  

لوږه او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې دا ماشوم د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ غړو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ټوله ورځ کار وکړي: "زه له اغا علي شمسه دلته راځم، هلته هګۍ پلورونکي ډېر دي او زما کار نه کېږي، خو دلته نشته، په هر قالب هګیو کې اتیا افغانۍ راته پاتېږي، خو کمې خرڅېږي." 

سیاف وایي، هیله لري چې  د ښونځیو په پرانیستل کېدلو سره وکولی شي چې ښوونځي ته ولاړ شي.  

د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ اوسیدونکی ۹ کلن دادالله بیا د خلکو بوټان رنګوي.  

دادالله ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له راتګ مخکې یې پلار خټګر و، خو د طالبانو په راتګ سره په کراچۍ کې بار وړي او دی هم اړ شو چې د خپلی ۹ کسیزې کورنۍ غړو ته د ډوډی پیدا کولو لپاره د خپل پلار ملا وکړي او کار ته مخه کړي.  

نوموړی وايي: "د ورځې ۳۰ – ۵۰ او یا ۷۰ افغانۍ پیدا کوم، ځینې وختونه کار نه کېږي، د جمعو په ورځو ۱۵۰ افغانۍ کار کوم او هغه بیا خپل پلار او مور ته ورکوم." 

دادالله هیله لري چې تعلیم وکړي او په راتلونکی کې د غاښونو ډاکټر شي.  

په افغانستان کې وروستی سیاسي بدلون د دې لامل شول چې زرګونه تنه، په ځانګړي ډول ځوانان هېواد پریږدي ګاونډيو هېوادونو، اروپا او امریکا ته کډوال شي.  

ورسره اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې چې د نړیوالو سازمانونو په باور، ښځې او ماشومان یې اړ کړي چې په ښارونو کې کار ته مخه کړي.

د کابل ښار په بله څڼډه کې شریفه خپل معلول مېړه او څلورو ماشومانو ته د نفقې برابرولو لپاره کار ته راوتلي.  

شریفې به پخوا یوازې خپل زوی سوال او یا د بوټونو رنګولو ته لېږه او په خپله به یې د معلول مېړه او درېیو ماشومانو سرپرستي کوله، خو د طالبانو په راتګ سره اړه شوې چې خپله لس کلنه لور هم  سوال یا خیر ټولولو ته واستوي.  

شریفې ازادي راډیو ته وویل: "غټ زوی نه لرم، مېړه مې هم معلول دی، کاروبار نشته، شپې او ورځې ته حیرانه یم چې خپلو ماشومانو ته څه شی ورکم، دویمه لورکۍ مې د بوټانو رنګ کولو او ګدایۍ ته ځي، یولس کلن زوی مې د بوټانو رنګولو ته ځي، له مجبوریه یې استوم، د ورځې د ډوډۍ لپاره دوه – دوه نیم سوه روپۍ پیدا کوي، څو چې شپې کور ته راځي اندېښنه کې یم. له کله چې طالبان راغلي ډېر بد مرغه شوي یو، پخوا به مې یوازې زوی کار ته تلو، اوس مې لورکۍ هم ځي." 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو ځینو سازمانونو، په ځانګړي ډول له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) راپور ورکړی چې اوس مهال په افغانستان کې د یو میلیون په شااوخوا کې ماشومان کار کوي.  

د یونیسف په دې راپور کې چې په ۷ ولایتونو کې له ۱۴۰۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی راغلي چې د تېر میلادي کال په اګسټ میاشت کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، ۸۲ سلنه افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړی او کار ته د ماشومانو له استولو پرته بله لال نه لري.  

په همدې حال کې د اقتصادي چارو پوهان په دې باور دي چې لوږه، د کورنیو د عوایدو راکمېدل، د ښونځیو تړلي پاتې کېدل او د مناسبې بوختیا نه شتون د کارګرو ماشومانو د شمېر د ډېروالي لاملونه دي.  

د اقتصادي چارو شنونکي اظهارالحق فضلي ازادي راډیو ته وویل: "که حالت په همدې ډول دوام ومومي، زه باوري یم چې ستونزې به د هرې ورځې په تیرېدو سره ډېرې شي، لوږه به ډیره شي او ماشومان چې د هېواد راتلونکي جوړوي، له بېلابېلو ستونزو سره به مخ شي، له دوی به ناوړه استفادې پیل شي، بې سواده به پاتې شي، ان د ځانګړو ډلو له لوري به له دوی څخه د قاچاقو او غلاوو لپاره استفاده وشي. په ټوله کې به دا ماشومان له خپلو انساني حقونو بې برخې شي." 

له دې ټولو سره سره، د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره هر اړخیزې هڅې کوي.  

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د یونېسف په ګډون له هغو موسسو سره چې د ماشومانو برخه کې فعالیت کوي په اړیکه کې دی، اسلامي امارت هڅه کوي د ماشومانو اړوند پروګرامونه په سمه توګه پیل او ښه مدیریت شي." 

که څه هم چې د جمهوري نظام پرمهال هم ماشومانو کار کاوه او درانه کارونه به یې هم مخته وړل، خو د پخوانۍ نظام ولسي جرګې په ۱۳۹۸ کال کې له ماشومانو د ملاتړ قانون تصویب کړ.  

په دې قانون کې چې ۱۶ فصله او ۱۰۸ مادی لري، د ماشومانو په وړاندې د دوی د مور او پلار او دولت مسوولیتونه په ګوته شوي دي. 

په دې قانون کې د ماشومانو اساسي حقونه، د معلولو ماشومانو درملنه، د هغوی ټولنیز وضعیت، ښونه او روزنه، د ماشوم د خرڅولو او قاچاق مخنیوی، د فحشاوو په وړاندې له ماشومانو څخه ساتنه او له هغوی څخه د جنسي استفادی د مخنیوي مسایل شامل دي.  

خو ایا دا قانون به د طالبانو د حکومت له لوري تطبیق شي؟ 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، کوم قوانین، په ځانګړي ډول د ماشومانو اړوند قوانین چې پخوا د اجرا وړ وو، د دوی حکومت په کې کوم بدلون نه دی راوستی.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Благодаря модернизации театры Москвы создают уникальные декорации





Москва

США и Европа "подготавливают" Россию и Ближний Восток для переселений?!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В Москве ведется активная замена инженерных сетей в рамках реновации



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Андрей Макаревич

Осужденный за срыв концерта Макаревича* служит на СВО с позывным «Макаревич»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Более 1 тыс человек стали участниками циркового шествия на выставке «Россия»

В Москве прошёл спортивный праздник для росгвардейцев

В Москве 14-летний мальчик ранил ножом 16-летнего юношу на футбольном поле


Андрей Ольховский

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

Литературно-краеведческий коллаж «Мир добрых сказок и стихотворений – все это Пушкин, наш великий гений!»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России