جرمني کې ۲ افغان وروڼه چې د خپلې خور په وژلو تورن دي محکمې ته حاضر شول
په جرمني کې دوه افغان وروڼه چې د خپلې خور په وژلو تورن دي، پرون چهارشنبه په برلین کې محکمې ته حاضر شول.
رویټرز خبري اژانس د برلین د څارنوالۍ په قول ویلي چې دغو دوو وروڼو د تېر کال په جولای میاشت کې خپله ۳۴ کلنه خور په دې خاطر چې د ژوند طریقه یې د لوېدیځوالو په شان وه، په برلین کې ووژله.
که پر دوی تور ثابت شي، په عمري قید محکومېدای شي.