د ۲۲ هېوادونو سفیران: پاکستان دې پر اوکراین د روسیې یرغل وغندي
په داسې حال کې چې د اوکراین پر خاوره له ځمکې او هوا د روسیې بریدونه دوام لري، په اسلام اباد کې د اروپايي اتحادیې دفتر او د کاناډا، بریتانیا، اسټرالیا او جاپان په شمول د ۲۲ هېوادونو سفیرانو له پاکستانه وغوښتل چې پر اوکراین د روسیې یرغل وغندي.
دوی زیاته کړه چې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د مسکو خلاف د پرېکړه لیک ملاتړ هم وکړي.