ناټو د اوکراین یوه غوښتنه رد کړه
ناټو د اوکراین هغه غوښتنه رد کړه چې د روسیې له توغندیو او الوتکو څخه د خپل هوايي حریم د ساتنې لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې وه.
ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له ناټو غوښتي و چې د اوکراین په اسمان کې د الوتنو لپاره د ممنوعیت ساحه رامنځ ته کړي، خو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون وویل چې ناټو په دې کړکېچ کې شامله نه ده.