Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2022

ځینو دندو ته ستنې شوې افغان مېرمنې: حقوق مو د پخوا پرتله ډېر راکم شوي

0
ځینو دندو ته ستنې شوې افغان مېرمنې: حقوق مو د پخوا پرتله ډېر راکم شوي

استاد څانګه لمر، پوهنتون ته په ورځني تګ راتګ او دغه شان په کارځای کې د وضعیت بدلون احساسوي او ازادي راډیو ته وايي چې اوس د تېر پرتله په تم ځای کې ډېره تمه پاتېږي.

نوموړې وايي: "مخکې به چې موږ پوهنتون ته تلو د ټرانسپورټ ډېره ستونزه مو نه درلوده، موخه مې دا ده چې مخکې دا محدودیتونه نه وو چې یو ښځه په مخکې سیټ کې نه شي کښیناستلی، ځکه نو ډېری موټرې موږ ته نه درېږي او موږ نه شو کولی په خپل وخت سره درسي ساعت ته ورسېږو، یعنې یو څه ډېر منتظر پاتېږو، څو یو موټر راشي او موږ پورته کړي چې پوهنتون ته ولاړ شو."

د پوهنتون دا ۲۸ کلنه استاده وايي، پوهنتون د استادونو له کمښت سره مخ دی، فشار پر دوی ډېر دی ځکه دوه وخته سهار او ماسپښین درس ورکوي.

نوموړې وايي، په داسې حال کې چې د نوېو مقراراتو له مخې دوی یوازې ښځینه محصلانو ته درس ورکوي، خو نارینه استادان بیا هم ښځو او هم نارینه وو ته درس ورکوي، معاشونه شته خو په ځنډ ورکول کېږي او ۴۰ تر ۴۵ سلنه کم شوي دي.

دې وروستیو کې په کابل کې یو شمېر ښځو د طالبانو له امنیتي ځواکونو سره د کور په کور پلټنې په جنجالي عملیاتو کې ګډون وکړ.

دوی چې تورې عینکې یې په سترګو او حجاب کړې وې، یوې یې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا مؤظفې شوي دي: "موږ د کورنیو چارو وزارت له خوا دلته له خپلو وروڼو سره توظیف شوي یو چې کورونه وپلټو او د ښځو تلاشي موږ واخلو، موږ له دوی هیله لرو چې دغو تصفیوي عملیاتو کې موږ سره ګډون وکړي او خپه نه شي."

مخکې تر دې طالبانو ویلي و چې ښځې کار کوونکې د هوايي ډګر په امنیتي برخه کې خپلو دندو ته بېرته ستنې شوي دي.

طالبان وايي، د دولتي ادارو یو شمېر مخکینۍ ښځینه کار کوونکې په داسې حال کې چې خپلو دندو نه راځي، خو منفکې شوي نه دي او معاشونه ورکول کېږي.

خو د طالبانو د پوهنې سرپرست وزارت یوه کارکوونکې چې نه غواړي نوم او غږ یې په راپور کې واخېستل شي ازادي راډیو ته وویل، د دوی حقوق د پخوا پرتله ډېر راکم شوي، ځکه نه ماکولات ورکول کېږي او نه اضافه کاري او یوازې وچ او کلک معاش دی چې هغه هم د پخوا پرتله را کم شوی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په دې وروستیو کې په دولتي ادارو کې ښځو کار کوونکو ته سپارښتنه کړې، که حجاب ونه کړي منفکې به شي.

که څه هم دوی ته نه دي ویل شوي چې څه ډول حجاب، خو مخکې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د کابل ښار پر لارو کوڅو یو شمېر پوسټرونه نښلولي وو چې په کې د چادرۍ او تورې بورقې عکسونه د اسلامي حجاب په توګه چاپ شوي وو.

دا پوسټرونه د ګڼو افغان ښځو له غبرګون سره مخامخ شول، ځکه د دوی په وینا چادري او توره بورقه د افغان کلتور برخه نه ده او په وینا یې دوی د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم بې حجابه نه وې.

د یادونې وړ ده چې د دې ترڅنګ د دغه وزارت له خو دولتي ادارو ته د ښځو او نارینه وو د کار ځای د بیلېدو سپارښتنه هم شوې ده.

طالبان وايي، ښځو ته د کار د مناسب چاپیرال د رامنځته کولو هڅه کوي.

په ورته وخت کې د مصر د ازهر پوهنتون له فارغانو دکتور محمد الله صخره په دې باور دی چې په معاصره دولتدارۍ کې د ښځو کار ډېر مهم او اړین دی او په خبره یې په دې برخه کې باید دوه معیارونو ته پام وشي.

صخره وايي: "د اسلامي فقې له نظره د ښځو کار کولو تقریباً مستجده موضوع ده، یعنې یوه نوې موضوع ده او معاصر فقها په دې اتقاق لري چې داسې ځایونه شته چې مسلماني ښځې باید په کې کار وکړي، خو څه چې له شرعي نظره معیار دی هغه د نامحرم نارینه او ښځې تر منځ خلوت نه کول دي او بل د اسلامي حجاب مراعاتول دي چې د امام ابوحنیفه رح د تعریف پر بنسټ د مخ او د لاسونو او د پښو پرته نور بدن باید پوښلی وي، کله چې دا دوه مراعات شي بیا نو کار او بازار، د اسلامي فقهې د تاریخ په اوږدو کې چې سړی لولي، کوم ممانعت به کې نه لیدل کېږي."

د جمهوري نظام له سقوط مخکې ښځو په افغانستان کې د ملکي خدمتونو ۲۴ سلنه جوړوله.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د شمېرو له مخې د عمومي بنسټونو له درې برخې یوه یې ښځو جوړوله.

د بدلون پروژه پر بنسټ چې د نړیوال بانک له خوا یې ملاتړ کېده په پام کې وه چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې د ملکي خدمتونو په لوړو بستونو کې لکه مدیریتونو، ریاستونو او عمومي ریاستونو کې د ښځو ونډه لس سلنې ته پورته شي.

د دې ترڅنګ د دې پروژې له لارې ښځو ته ښوونیز پروګرامونه هم جوړېدل.

څانګه لمر وايي، یو ورځ د طالبانو د پلټنې په یو محل کې ودرول شوه او مسوول شخص یې لاسي بکس وپلټو.

د پوهنتون دا استاده وايي، تعجب یې وکړ چې طالبان د نامحرمه ښځو او نارینه وو بیل والی جدي ګڼي، نو څنګه یو نارینه د دې شخصي بکس پلټي؟





Губернаторы России
Москва

Собянин: Московский предпринимательский форум объединил более 3 тыс. человек





Москва

«Адвокат Валиевой: ей подсыпали допинг и сделал дедушка». Серьёзное расследование.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Благоустройство улицы Бутлерова в ЮЗАО завершено



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Гергиев рассказал о концерте в честь Дня славянской письменности и культуры




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Завершилась сап-экскурсия на фестивале «Москва — на волне. Рыбная неделя»

ЦСКА шагнул к трофею // Команда обыграла УНИКС в первом матче финала Единой лиги ВТБ

«Адвокат Валиевой: ей подсыпали допинг и сделал дедушка». Серьёзное расследование.


WTA

Касаткина опустилась на 13-ю строчку в рейтинге WTA, Рахимова поднялась на 18



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Владимир Путин

Путин разорвал договор с олигархами, заключённый в конце 90-х, считает Хазин



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России