روسي پوځیانو د پولنډ پولې ته نږدې د اوکراین پر یوې پوځي اډې هوایي برید کړی
روسي پوځیانو د اوکراین په لوېدیځ کې د پولنډ پولې ته نږدې پر یاوریف پوځي اډه بمباري کړې چېرته چې د اوکرایني چارواکو په خبره د سوله ساتنې او امنیت نړیوال مرکز هم و.
یوې ځایي پوځي ادارې نن د مارچ په ۱۳مه ویلي چې د دغه هوایي ګزارونو په ترڅ کې پر دې اډې لږ تر لږه اته توغندي لګېدلي، خو د زیانونو په اړهیې لا معلومات نهدي شریک شوي.
دغې ادارې ویلي چې دا پوځي اډه د پولنډ له پولې سره په نږدې ۲۵ کیلومتري واټن کې پرته ده او په خبرهیې د شوي برید جزئیات به د ورځې په ترڅ کې خپاره کړي.
بل لور ته راپورونه وایي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اروپایي مشرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د جګړې پای ته رسولو ته لېوالتیا نهده ښودلې.
په دغې درې اړخیزه مکالمه کې چې پرون شنبه ترسره شوه، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د جرمني صدراعظم اولاف شولتز له ولادیمیر پوتین نه په زغرده وغوښتل چې جګړه ودروي او په بيړني اوربند سلا وکړي.
د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، پوتین د هغې جګړې پای ته رسېدو ته لېوالتیا ونهښوده چې ترڅ کې یې د دوی په ټکو که زرګونه نهوي، نو سلګونه کسان وژل شوي دي.
د فرانسې د ولسمشر دفتر زیاته کړې چې دې خبرو کې مکرون پوتین د هغه څه لپاره په دروغ ویلو تورن کړی چې ادعا یې کړې، د اوکراین پوځیانو بشري سرغړونې کړې دي.
د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې روسي ځواکونو د هوا او ځمکې له لارې پر اوکراین بریدونه پيل کړي چې ترڅ کې یې پر پوځي تأسیساتو سربېره ملکي سیمې نړېدلي او ملکیانو ته ډېر زیان اوښتی دی.
دا مهال تر ټولو توده جګړه د اوکراین د ختیځ په ماریپول بندري ښار کې روانه ده، دغه ښار کې پر یوه روغتون د روسي ځواکونو بمباري خلک روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي محروم کړي دي.
ولادیمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم د فرانسې او جرمني له مشرانو سره جلا خبرې کړي او بحثونهیې له مسکو سره د سولې پر لارو چارو متمرکز وو.
زلنسکي ویلي، روسي ځواکونو په اوکراین کې ډېر تلفات ورکړي او اوسیې تازه دمه ځواکونه اوکراین ته لېږلي دي.