ایران کې له زندانه خوشې شوې دوه ایرانيالاصله بریتانویان کور ته په لاره دي
په ایران کې له زندانه خوشې شوې دوه ایرانيالاصله بریتانویان بریتانیا ته په لاره دي.
د نازنین زاغري راتکلیف او انوشه عاشوري مدافع وکیلانو ویلي چې دوی د تهران هوایي ډګر کې دي چې خپل هېواد ته ستنې شي.
نازنین زاغري راتکلیف او انوشه عاشوري په ایران کې له څو کلن زندان وروسته اوس بریتانیا ته روان شوي دي.
د دوی دواړو مدافع وکیل حجت کرماني او د بریتانیا د پارلمان یوه غړي تولیپ صدیق ویلي چې دا کسان نن د تهران هوایي ډګر ته خوځېدلي او کور ته په لاره دي.
نازنین زاغري چې د یوه خیریه بنسټ مدیره وه، شپږ کاله وړاندې د ۲۰۱۶ کال په اپرېل کې د تهران په هوایي ډګر کې ونیول شوه چې وروسته محکمې د اخوندي نظام د پرځولو د توطئې په تور په ۵ کاله بند محکومه کړه.
هغه مهال د زاغري کورنۍ او د هغې خیریه بنسټ پر نوموړې لګول شوي تورونه رد کړل.
زاغري د بند ډېره موده د تهران په ایوین زندان کې تېره کړه. نوموړې د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې د کرونا وبا له کبله له زندانه خوشې او د خپل پلار په کور کې نظر بنده شوه.
د کور تر نظر بندۍ وروسته هغه بېرته د ۲۰۲۱ کال مارچ کې زندان ته واستول شوه.
بل بریتانوی سړی انوشه عاشوري چې اوس له بنده ازاد شوی ۲۰۱۹ کال کې اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور په ۱۰ کاله بند محکومه شو.
د دغو دوو کسانو د ازادۍ خبر وروسته تر دې خپور شو چې تهران او لندن د یوه اوږدمهاله پور پر سر چې ۴۰۰ ملیونه پونډه کېږي، خبرې وکړې.
د ایران چارواکو ویلي، دا اندازه پیسې د ایران پخواني شاه د ۱،۷۵۰ ټانکونو او نقلیه وسایطو په بدل کې بریتانیا ته ورکړې وې چې د ۱۹۷۹ کال انقلاب وروسته ایران ته ورنهکړل شوې.
د ایران او بریتانیا چارواکو بیا ویلي، د نازنین زاغري او انوشه عاشوري خوشې کېدل له دغه پور سره کوم تړاو نهلري.
ځینو ایراني رسنیو ویلي چې دغه اندازه پیسې بریتانیا ایران ته ورکړي دي، خو ایراني چارواکو لا رسماً په دې اړه څه نهدي ویلي.