ایران کې له بنده ازاد شوي دوه ایرانيالاصله بریتانویان بریتانیا ته ورسېدل
په ایران کې له بنده ازاد شوي دوه ایرانيالاصله بریتانويان نازنین زاغري راتکلیف او انوشه اشوري بریتانیا ته ورسېدل.
د دوی د ازادېدو پر سره د ایران او بریتانیا چارواکو اوږدې خبرې وکړې.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، "خوشحاله یم چې نازنین او انوشه روغ رمټ بریتانیا ته راورسېدل او له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره یوځای شول".
زاغري د ایران د اخوندي نظام د پرځولو په ضد د دسیسې جوړولو په تور زنداني وه او پر انوشه اشوري د اسرائیلو د جاسوسۍ تور پورې و.
دوی پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي دي.