جرمني ته لسګونه افغان ماشومان د درملنې لپاره استول کېږي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، ټول ټال ۵۴ ټپي او ناروغ افغان ماشومان به د پنجشنبې په ورځ د عاجلې درملنې لپاره جرمني ته واستول شي.
د دې ادراې د نشراتو او اطلاعاتو د څانګې مشر عرفان الله شرفزي تېره ورځ ناوخته ازادي راډیوته وویل: "ټاکل شوې سبا (د پنجشنبې په ورځ) د افغاني سرې میاشتې له لوري المان هېواد ته ۵۴ هغه ناروغ ماشومان د تداوۍ لپاره ولیږدول شي چې په اور سوځېدلي یا یې هډوکي مات شوي او په هېواد کې دننه یې درملنه یې ستونزمنه وي. دغه ماشومان به په المان هېواد کې د سولې کلي خیریه بنسټ له لوري په وړیا ډول تداوي کېږي."
ښاغلي شرفزي زیاته کړه چې په همدې ورځ به چې دغه ناروغان جرمني ته استول کېږي، هغه ۶۸ ماشومان چې د شپږو میاشتو په موده کې یې په جرمني کې درملنه شوې، بېرته افغانستان ته راشي.
د چارواکو په خبره سرې میاشتې ټولنې لهخوا دغه ناروغ ماشومان چې جرمني ته د درملنې لپاره استول کېږي، عمرونه یې د یوه کال او یولسو کلونو ترمنځ دي او دوی به هم شپږ میاشتې هلته تر تداوي لاندې وي.
د سرې میاشتې د ټولنې رئیس مطیع الحق خالص چې په دې اړه یې پرون په کابل کې څرګندونې کولي وویل چې، ناروغ افغان ماشومان جرمني ته د درملنې لپاره د هغې دوه اړخیزې موافقې پر اساس استول کېږي چې د جرمني د سولې کلي په نوم نړیوالې خیره موسسې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ترمنځ په ۱۹۸۸ کال لاسلیک شوې ده.
د هغه په خبره دا هغه ماشومان دي چې کورنۍ یې د تداوي وس نهلري، د سرې میاشتې ټولنه ورته د پاسپورټ، ویزې او نور امکانات برابروي او د جرمني دغه خیریه بنسټ یې هم تر دوو کلونو پورې درملنه مخته وړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه بهر ته د درملنې لپاره پر هغو ماشومانو سربېره چې په اور سخت سوځېدلي یا هډوکي یې مات وي، دغه راز هغه ماشومان هم استوي چې زړونه یې سوري وي.
د سرې میاشتې ټولنې د شمېرو له مخې په تېر په ۲۰۲۱م کال پر دې ناروغۍ اخته ۵۷۷ ماشومان پاکستان او هند ته استول شوي او درملنه یې شوې ده.
د سرې میاشتې ټولنې په وینا دغه بهیر له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې پیل شوی او د دې ټولنې د تېر کال د شمېرو له مخې د نژدې دېرش زره ماشومانو نوم لیکنه شوې چې له دې ډلې د دیارلس زرو زیاتو ماشومانو درملنه شوې ده.