د امريکا ټاکنې؛ جمهوري غوښتونکو د استازو جرګې کنټرول ترلاسه کړ
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي وتوانېدل چې د استازو جرګې کنټرول په لاس کې واخلي.
اسوشتید پریس خبري اژانس ویلي، دغې جرګه کې د کنټرول لپاره ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا ده چې جمهوري غوښتونکو د کلفورنیا د پایلو تر اعلان وروسته ترلاسه کړي.
د یموکراتانو یوازې ۲۱۱ څوکۍ خپلې کړي دي او د پاتې ۶ څوکیو برخه لیک لا معلوم نهدی.
تر دې وړاندې ډیموکراتانو په همدې منځمهاله ټاکنو له لارې په سنا جرګه کې خپل کنټرول حفظ کړ.