Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2022

ایا د "پارليمان ګډه غونډه" د ناامنۍ مسلې ته حل موندلی شي؟

0
ایا د

د پيپلز ګوند يو مخکښ سېنېټر رضا رباني په پاکستان کې د ترهګرۍ او له تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو په څېر موضوعاتو د بحث لپاره د پارليمان د ګډې غونډې رابللو غوښتنه کړې ده.

ايکسپريس ټرېبیون ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي چې رضا رباني د نومبر پر ۲۱مه په يو بيان کې وويل چې د پارليمان ګډه غونډه ځکه بايد راوبلل شي چې د ده په خبره، په وروستيو کې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې دي. نوموړي زياته کړې چې د پارليمان ګډه غونډه بايد له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو په اړه هم بحث وکړي.

موږ هڅه وکړه چې د سېنېټر رضا رباني د دې غوښتنې په اړه د هغه واضح موقف ترلاسه کړو خو په ټېلېفوني رابطې ورسره و نه توانېدو.

البته په قامي اسمبلۍ کې له کراچۍ د هغه د ګوند، پيپلز پارټۍ يو بل غړي سيد اغا رفيع الله د نومبر پر ۲۱مه د مشال راډيو سره خبرې وکړي. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې پارليمان د ترهګرۍ د مسلې د حل لپاره څه پلان لري او د عملي کولو په برخه کې دا ايوان څومره بااختياره دی؟ وويل چې پارليمان مکلف دی چې د ايين په رڼا کې او د وګړو ګټو ته په کتو ازادانه پرېکړې وکړي.

نوموړی زیاتوي: "که څوک ګمان کوي چې پارليمان بااختياره نه دی، خو بيا هم د ولس او د ملک د مسلو حل د ايين له مخې له پارليمان سره دی. د رباني صاحب د غوښتنې مطلب دا دی چې له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو محرکات او بېلا بېل اړخونه په ډاګه شي. موږ بايد وپوهېږو چې له کومو وسله والو ډلو سره خبرې روانې دي؟ هغوی څه غواړي او زموږ مقاصد څه دي؟ د پارلمان غړي به پر دې مسلو خپلې رایې ورکړي. رياستي ادارې به راته ووايي چې له وسله والو سره يې خبرې ولې او پر کوم بنياد پيل کړې دي؟ زه هیله من يم چې د پارليمان د بحث نتيجه به د پاکستان او د پاکستاني ولس لپاره ښه وي."

پارليمان د امنيت سمولو پلان لري؟

د سېنېټر رضا رباني تر بيان مخکې د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د نومبر پر ۱۸مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي وو چې ترهګرۍ او له تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو موضوعاتو ته بايد د بندو دروازو ترشا په يوه غونډه کې بياکتنه وشي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پارليمان غړي غواړي د امنيتي پالیسيوو په جوړولو کې دې دخيل وي. تر دې مخکې هم دوی ورته غوښتنې کړې دي. په سېنېټ کې د جماعت اسلامي غړی سېنېټر مشتاق احمد وايي، په تېرو وختونو کې له وسله والو سره د سولې خبرې ځکه ناکامې شوې وې چې د پارليمان له استازو پکې پوښتنه نه وه شوې.

نوموړي د نومبر په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل: "د پاکستان د دستور مطابق، پارليمان د اختياراتو او فيصلو مرکز دی. پارليمان ته يوه موقع خو ورکول پکار دي. زما يقين دی چې د پارليمان اجتماعي دانش به موثر کردار ادا کړي. پارليماني استازي بايد پرېکړه وکړي چې د خبرو اترو دايره کار به څه وي؟ خبرې اترې له چا سره بايد وشي؟ زموږ سرې کرښې کومې دي او د خبرو اترو هدف مو څه دی؟ پر دې ټولو موضوعاتو بايد په پارليمان کې بحث وشي."

د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان سره په کابل کې تر يو لړ خبرو وروسته د تېرې مې مياشتې په اخره کې د نامعلومې مودې پورې اوربند وکړ. د مشال راډيو د معلوماتو ترمخه دا مذاکرات لومړی يوي قومي جرګې او بیا وروسته د پاکستاني پوځ ځينو افسرانو وکړل. په وروستيوو مذاکراتو کې د پاکستان پارليمان ځيني غړي او سېنېټران هم په تللې جرګه کې شامل وو. 

خو پر مذاکراتو او اوربند سربیره هم، حملې او  د وسلوالو ضد د امنيتي ځواکونو عملیات هم دوام لري. د هدفي وژنو او بریدونو پر ضد د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې ولسي پاڅونونه او مظاهرې شوې دي. په قامي اسمبلۍ کې د شانګلې د خلکو استازي او د واکمن مسلم ليګ (ن) ګوند غړي عبادالله خان د نومبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې په دې صوبه کې يو وارې بيا وسله والو سر راپورته کړی او ښه به وي چې پر دې مسله د پارليمان په ګډه غونډه کې بحث وشي.

هغه زیاتوي: "ستونزه پښتنو ته جوړه ده. د ترهګرۍ ختمه شوې مسله بيا رااوچته شوې. صوبايي حکومت مو په “عمران بچاو” مهم کې مصروف دی، چې له وجې يې د امن و امان حالت خراب شوی دی. موږ وليدل چې د سوات خلک پرته له کومې سياسي وابستګۍ، په جمع راووتل او د امن غږ يې پورته کړ. په بلوچستان کې هم مسلې دي. ساسي کيسې پر خپل ځای خو خلکو ته امن ورکول د رياست ذمه واري ده. له امنيت سره پر تړليو موضوعاتو بايد په پارليمان کې ازاد بحث وشي."

د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا حکومت ادعا کوي چې د صوبې د امنيت د ټينګښت لپاره خپل ټول وسايل په کار راولي. د وزيراعلی د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سيف د نومبر پر شلمه مشال راډيو ته ويلي وو چې د خلکو په احتجاجونه کې د امن لپاره غږ پورته کېدل او د مذاکراتو پر عمل شک پيدا کول، دوه جلا خبرې دي. خو هغه منلې وه چې د پاکستان اوسنيو سياسي مسلو د سولې مذاکرات د ځنډ ښکار کړي دي.

د پارليمان واک اختیار څومره دی؟

د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د روان ۲۰۲۲ز په جون مياشت کې د قومۍ سلامتيا لپاره د پارليمان کمېټې ته له تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو په اړه خپل پلان په ډاګه کړی وو. د تړليو دروازو ترشا په هغه غونډه کې چې مشري يې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف کړې وه، له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو پالېسۍ منظوري ورکړل شوې وه. په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به د پاکستان د ايين په چوکاټ کې مخ ته ځي او دا چې د هغه بهير څارنه به د پارليمان يوه ذېلي کمېټه کوي.

خو د پاکستان په سېنېټ کې له بلوچستانه يو ازاد غړي، سېنېټر انوار الحق کاکړ، چې دی هم د جون مياشتې د غونډې يو ګډونوال وو، د نومبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د غونډې پر پرېکړو او وړانديزونو هغه رنګ چې لازمه وه، عمل نه دی شوی.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو يو پوه عامر رانا د نومبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، د ترهګرۍ مسله دا وخت نه د پاکستان د مدني ټولنې او نه هم د پارليمان لپاره لومړيتوب لري.

هغه د نومبر پر ۲۱مه مشال را‌ډيو ته وويل: "دا وخت پارلېمان هغه رنګ مضبوط نه دی. که تر تړلیو دروازو شا ته غونډه کېږي نو د پارلېمان استازي به مجبور وي چې اوسنۍ تګلارې تایید کړي. زه فکر نه کوم چې پارلېمان دې تر ښه او ډېر غور وروسته یوه کړنلاره وړاندې کړي. اوسمهال په رسنیو کې د ملکي سیاست په اړه بحثونه تاوده دي او تر هغې چې د هغو خبرو ځای له ترهګرۍ سره تړلیو موضوعاتو نه وي نیولی، پارلېمان به هم ورباندې جدي بحث و نه کړي."





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о мерах поддержки предпринимательства в Москве





Москва

Подмосковная общественная организация инвалидов «Колесница» провела автопробег


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о мерах поддержки предпринимательства в Москве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Рассылка Песни или Музыки на все Радиостанции России, СНГ и Мира, а также по всем СМИ России.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные шахматисты Союза армян Чувашии посвятили турнир Году семьи и Дню защиты детей

Люберчане стали серебряными призерами всероссийского турнира «Быстрый прорыв»

Бег — один из самых популярных видов спорта у россиян


ATP

Диего Шварцман: «Два чилийца в полуфинале в Риме. Шесть латиноамериканцев в топ-30. А ATP в следующем году уберет один из турниров в Южной Америке»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Росгвардии стартовал чемпионат по боксу "Кубок Победы"



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России