Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د سره صليب کمېټه: افغانستان کې د بيو لوړېدو سره د خوارځواکۍ پېښې ۹۰سلنه ډېرې شوي

0
د سره صليب کمېټه: افغانستان کې د بيو لوړېدو سره د خوارځواکۍ پېښې ۹۰سلنه ډېرې شوي

د سره صلیب نړۍواله کمېټې (ICRC) د افغانستان په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو سره چې بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري، تمه ښودلې چې په ۲۰۲۳ کال کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د نومبر په ۲۹مه په خپل راپور کې، چې د دې ادارې په رسمي وېبپاڼه کې خپور شوی، ویلي چې په افغانستان، سومالیا، یمن او کانګو هېوادونو کې د میلیونونو وګړو ژوند په بشري مرستو روان دی او له دې لارې د دوی ژوند ژغورل کېږي.

د ICRC په وینا د روسيې او اوکراین جګړه لامل شوې چې تر بل هر وخت د خوړو او انرژۍ بیې لوړې شي چې په بازار کې د دې ادارې د څارنې له‌مخې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان، مالي او سومالیا کې د تېر کال په پرتله بیې ۳۰ سلنه لوړې شوې خو په یمن او ایتوپیا کې بیا دا بیې ان ۴۵ سلنه لوړې شوې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور له‌مخې د افغانستان اقتصادي وضعيت د خرابېدو په لور روان دی او په ټول افغانستان کې په هغو روغتونونو کې چې د سره صلیب نړیوالې کميتې له‌خوا یې ملاتړ شوی، د خوارځواکۍ پېښې په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۹۰ سلنه ډېرې شوي او تر دې دمه د خوارځواکۍ پېښې له ۳۳۰۰۰ څخه ۶۳۰۰۰ ته لوړې شوې دي.

دې ادارې په کابل کې د خپل یوه روغتون په اړه هم ویلي دي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال له پنځو کلونو په کم عمره ماشومانو کې د سینه بغل ناروغي هم ۵۵ سلنه ډېره شوې ده.

که له یوې خوا افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو ټينګار کېږي، بلې خوا ته بیا عام وګړي شکایت لري چې دا مرستې په عادلانه ډول نه وېشل کېږي او هغوی چې مستحق دي، ډېر کله له دې مرستو پاتې کېږي.

يو تن چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې یاد شي، په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا مرستې چې راځي، د خوار او غریب کور ته نه راځي، داسې چا ته راځي چې ښه موټر ولري، ښې غوښې یې ورته پخې کړې او مېلمستیاوې یې ورته کړې وې، نو زما هیله ده چې له له غریبانو سره مرسته وشي، ځکه ډېر یې د بېګا ډوډۍ نه لري."

يو بل کس چې دا هم نه‌غواړي نوم ياد شي وايي: "غریب او مسکین ټول پاتې دي او څوک یې پوښتنه هم نه‌کوي، موسسې له غریبانو سره د مرستې په خاطر راځي، باید د غریب حق معلوم کړل شي."

د سره صلیب نړیواله کمېټه په داسې حال کې تمه ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره بشري مرستو ته به دوام ورکوي، چې په ورته وخت کې د کاناډا یوې سناتورې هم د دې هېواد له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په برخه کې شرایط اسانه کړي.

د انتاریو سناتوره سلما عطا الله جان چې د کاناډا په مشرانو جرګې د بشري حقونو د کمېټې مشره هم ده، د ګلوب انډ مېل ورځپاڼې ته ویلي دي، له میاشتو یې انتظار کړی چې حکومت یو څه وکړي خو په دې برخه کې لا هم څه نه‌دي شوي.

نوموړې وايي، خپل همکاران یې هڅولي ترڅو د هغو قوانینو په اړه بیا کتنه وکړي چې په افغانستان کې د کاناډايي مرستندویه ډلو د کار مخه نیسي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کاناډا حکومت افغانستان ته د پیسو په لېږلو بندیز لګولی او د بشري مرسته رسوونکو کاناډايي ډلو په وینا حکومت ورته ویلي، دوی افغانستان ته پیسې نه‌شي لېږلای او نه هم په دې هېواد کې څه اخیستلای شي، ځکه د طالبانو حکومت ته مالیه ورکول د ترهګرۍ د ملاتړ په معنا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېره کې، له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو د پرېکون په تړاو په وار وار نړیوالو ته ډاډ ورکړی.

خو د روان میلادي کال د جولای په ۳۱مه نېټه په کابل کې د امریکا د دروڼ الوتکې په برید کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظوهری وژل کېدو د ترهګرو د موجودیت په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي.

سلما عطاالله جان په افغانستان کې شته ستونزو ته په اشارې وايي، چې د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو هېوادونو افغانستان ته د مرستو په لېږلو کې اسانتیاوې رامنځته کړي دي او کاناډا حکومت هم باید ورته کار وکړي.

د کاناډا یو شمېر چارواکو بیا د دې هېواد پارلمان ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو له لارې یې په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې مالي ملاتړ کړی دی.

بل‌خوا د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو هم ویلي، چې د دې مسلې د حل لپاره چې افغانستان ته مرستې ولېږل شي، کار کوي خو د ستونزې د حل لپاره یې کره نېټه او پروګرام نه‌دی اعلان کړی.

د سره صلیب نړۍواله کمېټه او د کاناډا د مشرانو جرګې استازي داسې مهال افغانستان ته د مرستو په لېږلو غږېږي چې د بشري مرسته کوونکو ادارو د راپورونو له‌مخې په افغانستان کې ورځ تر بلې بشري ناورین د پراخېدو په حال کې دی.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о ходе строительства Троицкой линии метро





Москва

Новые городские проекты в сотрудничестве с парком Юрия Лужкова готовит Фонд Юрия Лужкова


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал, как можно посетить экскурсии в зданиях посольств разных стран



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юлия Савичева

Пензенская певица ответила на жесткую критику Юлии Савичевой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Турнир по бильярдному спорту «Кубок Мэра Москвы» продлится до 18 мая в столице

Собянин рассказал о ходе строительства Троицкой линии метро

В Москве пройдет Братский кубок с "Динамо", ЦСКА и сербскими "Партизаном" и ОФК


Уимблдон

Медведев рассказал, как ударился головой перед матчем с Уиллисом на Уимблдоне в 2016 году



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

Наталью Круглову назначили на должность псковского городского судьи



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России