د پروفېسر ارمان لوڼي وژونکي باید سزا کړل شي: سیاسي ګوندونه
د پاکستان سياسي ګوندونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر ابراهيم ارمان لوڼي وژنه په سختو ټکو کې غندلې او وايي د دا قسمه پېښو د مخنيوي لپاره به په پارلمان کې غږ راپورته کوي.
د پاکستان سياسي ګوندونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر ابراهيم ارمان لوڼي وژنه په سختو ټکو کې غندلې او وايي د دا قسمه پېښو د مخنيوي لپاره به په پارلمان کې غږ راپورته کوي.
په لومړي ځل طالب استازو او د افغانستان ځینو سیاسي څېرو په مسکو کې په یوه ناسته کې سره وکتل.
په چین کې د سپرلي د مېلو په لړۍ کې په ګانسو صوبه کې د فبررۍ پر پنځمه د دغه هېواد د پخوانۍ نڅا یوه ننداره وښودل شوه. دغې نڅا له د کتو لپاره یو شمېر خلک ورغلي ول. په چین کې دا وخت د سپرلې رنګا ګا رنګ کلتوري مېلې پېل شوي دي. په دې اړه د رویټرز ویډيو فرخنده اسد ایډېټ کړې ده.
د سوات په بريکوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو په لورالايي کې د پي ټي ايم د یوه مشر پروفېسر ارمان لوڼي د جنازې غایبانه لمونځ وشو. پر دغه مهال د پي ټي اېم سوات غړیو احتجاجي مظاهره هم وکړه او له حکومته یې د هغې پېښې د پلټنې غوښتنه وکړه. د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان ویډيو
د سېشنبې په ورځ ماسپښین زرګونو خوستوالو یو ځل بیا د یو سوله ییز لاریون له لارې د ارمان لوڼي وژل کیدل وغندل او له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو يې غوښتنه وکړه، یاده پېښه وڅيړي.
ښايي د امریکا ولسمشر به نن، د فبرورۍ په ۵مه، کانګرس ته په کلنۍ وینا کې پر داعش د بشپړ بري زېری وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د دوشنبې ورځې ناوخته د ټولنیزې میډیا له لارې په نړۍ کې پر پښتنو غړ کړی وو، چې د یاد غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژلو کیدلو په خلاف او د پي ټي اېم په ملاتړ خپل غږ اوچت کړي.
د فېبرورۍ پر دوهمه نېټه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ مشر ارمان لوڼي تر وژلو وروسته احتجاجي مظاهرې دوام لري او لاریونوال له ریاسته په دغه اړه د پلټنو غوښتنه کوي او په پېښه کې ککړو کسانو ته سزا غواړي. په دې لړ کې په اسلام اباد کې هم نن د فېبرورۍ پر پينځمه نېټه احتجاج کېدلو خو د دغه ښار پولیسو ډېری مظاهره چیان تر لاریون وړاندې ونیول. له اسلام اباده د مشال راډيو ویديو
د سعودي عرب حکومت په لومړي وار د ال اولا ښار ګوټي لرغوني اثار د سېلانیانو لپاره پرانستل. دغه سېمې په اړه ویل کېږي چې ۲۰۰۰ کاله پخواني اثار لري او اوس د سعودي حکومت غواړي چې د دغه هېواد ټول لرغوني اثار د بهرنیو سېلانیانو لپاره پرانيزي او په دې لړ کې یې د فېبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې د ال اولا ښار سېلانیانو ته ورخلاص کړ. د رویټرز ویډيو فرخنده اسد وړاندې کوي.
د پېښور ۲۳ کلن سعد حیدر له خپل یوه ملګري وقاص ارمان سره یوځای د پېښور په یوه تعلیمي اداره کې د رباب پر تاریخ او پښتنو کې یې پر کلتوري ارزښت یوه څېړنه کړې ده. دوی د خپل څېړنې په رڼا کې ادعا کوي چې رباب د پښتنو خپله اله ده. غلام غوث ورسره خبرې کړې.
د بلوچستان په لورالايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مشر ارمان لوڼي له وژنې وروسته احتجاجي مظاهرې دوام لري او له ریاسته په دغه اړه د پلټنو غوښتنه کېږي.
د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکي وايي چې په افغانستان کې مېشته کډوالو ستنولو څلورم پړاو کی پر کډوالو بکاخیل کېمپ ته د تلو شرط ختم شوی دی. د عمر دراز وزیر راپور
د بلوچستان کورنيو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلی دي چي صوبايي حکومت یې د ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې پلټنه پیل کړې. نوموړی زیاتوي جې په پېښه کې تورن کسان به ونه بخښي. بلخوا عوامي نېشنل ګوند د پېښې پلټنو لپاره د یوې قضايي جرګه ګۍ (جیوډیشل کمیشن غوښتنه کړې ده. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین راپور
په اسلام اباد کې خبریالانو د خپلو حقونو لپاره په يوې احتجاجي مظاهرې کې د رسنیو له مالکانو غوښتي چې نه يوازې کارکونکو ته پر وخت تنخاګانې ورکړي بلکې هغوی دې په زوره له نوکريو لرې نه کړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ارمان لوڼي شخصي ژوند په اړه د هغه خور، وړانګه لوڼۍ د امریکا غږ خبریال، جمیل خان سره غږېدلې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости