د تعلیم او اګاهۍ ادارې، نورو ادارو او مدنې ټولنې یوه نظرپوښتنه ښيي چې په پاکستان کې په ۲۰۱۸م کال کې په تعليمي صورتحال کې ښه والی راغلی دی.
د هند په کشمير کې د جېش محمد وسله والې ډلې په بريد کې د ۴۴ سرتيرو وژنې وروسته، هند پر پاکستان د دې ډلې د ملاتړ تور پورې کړی دی. اسلام اباد دا ردوي. امريکا او ملګرو ملتونو په دې اړه غبرګون ښودلی دی. بشير ګواښ پرې ويډيو راپور جوړ کړی دی.
د خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو په ګډون له ټوله پاکستانه د بنیادي تعلیم کمیونټي سکولونو استادان یو وارې بیا په احتجاج دي او وايي، حکومت ورسره بیا بیا لوظونه کوي خو پوره يې نه کړه. د دوی غوښتنه ده حکومت دې ورته بندې تنخاګانې ورکړي او نوکرۍ دې ورته پخې کړي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د چینايي سېلانیانو یوې ۱۵ کسیزه ډلې د پېښور د موزیم دوره کړې ده. په دغه موزیم کې د بدهايي زمان لرغوني اثار پراته دې او چې کله هم د بهر ملکونو سېلګري پېښور ته ورځي نو د موزیم ننداره یې هم کوي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان ټېکه داران شکایت کوي چې د بلوچستان عوامي پارټۍ په مشرۍ د نوي حکومت له راتلو سره یې د پخواني حکومت پروژې په ټپه ولاړې دي ځکه چې اوسنی حکومت ورته پیسې نه ورکوي او له مالي بحران سرټکوي. پر دغه مالي بحران قاسم خان مندوخېل د بلوچستان له یوه پخواني وزیر جعفر خان مندوخېل سره ږغېدلي دی. د دغه ویډيو اډیټر د مشال راډيو خبریال بشیر ګواښ دی.
د ایران د انقلابي ساتونکي ځواک خبري رسنۍ – سپاه – د فبرورۍ پر ۱۹مه د یاد ځواک د برېګېډیر جنرل محمد پاکپور له خولې لیکلي چې دا ځانمرګی حافظ محمد علي نومې دی او د پاکستان وو.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند په سېشنه خبریالانو ته وویل چې دوی د هند له حکومت سره له نږدې په تماس کې دي او یوازې ورسره خواخوږي نه څرګندوي، بلکې د دغه ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې یې کلک ملاتړ هم کوي.
په جنوبي اسیا کې په اټمي وسلو سمبال ګاونډیانو هند او پاکستان یو بل ته پهدې څو لنډو ورځو کې د بریدونو زیات ګواښونه او ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости