قرېشي: عمران خان د نشنل کمانډ اتارټي ځانګړې غونډه رابللې ده
د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن د ایټمي وسلو او دفاعي چارو د انتظام کمټۍ یانې نشنل کمانډ اتارټي ځانګړې غوڼډه رابللې ده.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن د ایټمي وسلو او دفاعي چارو د انتظام کمټۍ یانې نشنل کمانډ اتارټي ځانګړې غوڼډه رابللې ده.
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د ولس استازی محسن داوړ وايي ، د فرورۍ پر ۲۷مه به له حکومت څخه تپوس کوي چې ولې یې د ده نوم د بهرنیو چارو له قایمه کمېټۍ اېستلی دی.
د وییت په مرګز هینوی کې یو کافي جوړوونکی وايي، د ده د لاس جوړه کافي په نړۍ کې امن راوستلای شي. دا وايي،دی له هګیو دغه کافي جوړوي چې ډېره مقبوله ده او هیله لري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان به یې وڅکي. ټاکل شوې چې دواړه مشران د فبرورۍ پر ۲۷مه او ۲۸مه په هینوی کې سره وګوري. د رویټرز خبري اژانس ویډیو وګورۍ چې ملیحه امیرزاده یې وړاندې کوي.
په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا له پېښوره شپږ فېشن ډيزاينرانو د خپلو جامو نمايش وکړل. دې ډيزاينرانو چې د پېښور له یو شخصي پوهنتون څخه یې په فېشن ډيزاينګ څانګه کې ماسټري کړې وايي،د هېواد نورو مشهورو فېشن ډيزاينرانو پشان په دې څانګه کې خپل نوم پېدا غواړي.په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د فبرورۍ پر ۲۶مه د خوست مدني فعالانو او ځوانانو د نیالګیو د کېنولو په یوه مېله کې له خلکو وغوښتل، چې د سپرلي پدې شپو ورځو کې نیالګي کېنوي او پدې توګه د خپل چاپیریال په سمسورتیا کې برخه واخلي.
د ډاکټر شکیل اپرېدي د وژل شوي وکیل سمیع الله اپرېدي زوی په پېښور پرېس کلب کی په یوه خبري کانفرنس کی غوښتنه کړې ده چې د ملګرو ملتونو یو کمېشن دې د هغه د پلار د وژنې پلټنې وکړي. سمیع الله اپرېدی څلور کاله وړاندې په پېښور کي وژل شوی وو چې ذمه واری یې د جماعت الحرار په نوم یوې وسله والې ډلې منلې وه. ډاکټر شکیل اپرېدي په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژلو د پېښی وروستو نیول شوې وو. د مشال راډيو له خبریال غلام غوث د سمیع الله اپرېدي له زوی سره خبرې کړې.
مورنۍ ژبه ولې مهمه ده؟ ژبې څنګه ورکېږي؟ او دا وخت په خیبر پښتونخوا کې څومره ژبې د ورکېدو له خطر سره مخ دي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې په دغه موضوع بحث کوو.
په قامي اسمبلۍ کې اپوزیشن ګوندونو پر قامي احتساب ادارې نیوکې کړې او وايي دا د حکومت په ډاډ او مرسته د دوی پرضد کاروایانې کوي چې له کبله به يې په دې هېواد کې جمهوریت کمزوری شي.
د هند بهرنيوو چارو سيکريټري ويجی ګوکالي نن په دهلي کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې نن سهار وختي يې د کشمير په بالاکوټ سيمه کې د جېش محمد وسله والې ډلې هغه مرکز ويجاړ کړ چې په هند کې د ځانمرګو بريدونو لپاره پکې کسان روزل کېدل.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости