د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ اسماعیل خوشې شوه
تر دې مخکې د اسلام اباد یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط شپې مهال پر وټس اپ په یوه پیغام کې مشال راډیو ته د ګلالۍ اسماعیل د خوشې کېدو تصدیق کړی وو.
تر دې مخکې د اسلام اباد یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط شپې مهال پر وټس اپ په یوه پیغام کې مشال راډیو ته د ګلالۍ اسماعیل د خوشې کېدو تصدیق کړی وو.
امریکایانو موږ ته وویل چې د فبرورۍ له پیله واخله د ۲۰۱۹ز کال د اپرېل تر پایه له افغانستانه خپل نیمايي سرتېري باسي. په افغانستان کې د پاتې
د بلوچستان په لورالايي کې د ابراهیم لوڼي د وژنې خلاف نن چارشنبه د خېبر پښتونخوا بار کونسل په اعلان د ټولې صوبې وکیلانو په عدالتونو کې پر کاربندیز دي. په پېښور های کورټ کی وکیلانو د دغه پېښي په سختو ټکیو غندنه وکړه او هغه یې ریاستي جبر او ظلم وباله. د مشال راډيو خبریال غلام غوث ویډيو
چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د روزګان او کندهار پر لویه لار د وسله والو ضد عملیات پیل کړي. افغان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې د لارې په اوږدو کې یې د وسله والو طالبانو پر وړاندې په جګړه کې پرمختګ کړی. خو وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. ویډیو: شریف الله شرافت اېډېټ: ابراهیم صافی
د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د غوايانو ځغل د سيمې یوه دوديزه لوبه ده چې پکې ځفلول یې ډېر ګران کار ګڼل کېږي. د صوابۍ چونترۍ کلي۱۳کلن، سعد چې د غوایانو د ځغل لوبغاړی دی وايي، اوس يې له خطرونه سره عادت شوی دی. په دې اړه د ځلاند يوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د احتساب قامي ادارې (نېب) د پنجاب اېالت سينير وزير عليم خان د امدن نه زياتې اثاثې او اف شور کمپناني په لرلو ګرفتاره کړې دې.
موږ د اسلام اباد له انتظامي مشر حمزه شفقت سره د رابطو هڅه وکړه، ورته مو دوه ځلې ټېلېفون وکړ او یو پیغام مو ورواستاوه، خو هغه ځواب رانکړ.
د فبورۍ پر شپږمه غرمه مهال دا ځل د خوست زرګونو اوسیدونکو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او په افغانستان کې د نظام د پايښت په پلوی لاریون وکړ. لاریونوالو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې هېواد د څو نسلونو د پت او امنیت او د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنې بشپړتیا ساتونکي وبلل او له هغوی يې خپل ملاتړ په ډاګه کړ. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
اې ایف پي خبري اژانس لیکي په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو د افغانستان د راتلونکي په اړه په خبرو اترو کې د کابل حکومت وړاندیزونه له پامه غورځولي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو طرفته کړل شوی دی.
په جلال اباد کې په لسګونو ولسي وګړو، مدني فعالانو او معذورانو د ماسکو په غونډه کې د طالبانو د استازي شېرمحمد عباس ستانکزي د څرګندونو پر خلاف لاریون وکړ او د خپلو ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ غږونه يې پورته کړل.
د جمهوريت او ازاديو په اړه یوې امريکا مېشتې غير سرکاري ادارې [فريډم هاوس] په خپل تازه رپورټ کې وايي، له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې په نړيواله کچه جمهوريت پر شاتګ کړی دی.
په پاکستان کې د سياسي حقونو او شهري ازاديو تر څنګ خپله د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې، فعاليتونه او محدويتونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو.
د دې رپورټ ترمخه د نړیوالې تودوښې له وجې به د دنګو غرونو د څوکو واورې ویلې شي.د هندوکش غرونو له واورو اباسین، ګنګا او درېوو نورو لویو سیندونو ته اوبه بهېدلې دي.
په کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ د خپل ورور د وژنې پرضد احتجاجي مظاهرې ته په خپله وینا کې وویل، "اوس موږ خپل دښمن پېژندلی او ولس ته يې هم ښيو." په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
په افغانستان کې زما اداره د طالبانو په ګډون له يو شمېر افغان ډلو سره تعميري مذاکرات کوي. په دغو مذاکراتو کې له پرمختګ سره سم به موږ د خپلو سرتيرو حضور کموو او پر ترهګرۍ ضد فعاليت به تمرکز کوو.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости