پښتنو ملتپالو او ادیبانو د مورنیو ژبو ورځ ولمانځله
د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې پر مهال د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په یو شمېر ښارونو کې سیاسي او ادبي غونډې شوې دي.
د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې پر مهال د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په یو شمېر ښارونو کې سیاسي او ادبي غونډې شوې دي.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بارانونو یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسولي دي. دا زیانونه په هغو سیمو کې رسېدلي چې زیات باران پکې شوی دی.
د خانوزي په لوی بازار کې د لاریون یو منتظم ډاکټر مزمل کاکړ له مشال رېډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چېڅو ورځې وړاندې ځینو کسانو په سیمه کې د ویرې خورولو هڅه کړې وه نو ځکه یې دوی پرضد د چارشنبې پر ورځ د عوامي امن مارچ په نوم لاریون وکړ.
د پېښور سندرغاړې لېلا خان وايي، د مورنۍ ژبې سندرې په مينه وايي. په سوات کې د مشال راډيو له خبریال نیاز احمد خان سره په یوه ځانګړې مرکه کې هغې وویل، د ښه سندرو لپاره معياري شاعري پکار ده.
په کراچۍ کې د بشري حقونو مبارزانو د پولیسو پخواني افسر راو انوار لخوا په کاروایانو کې په مبینه ډول د ۴۴۴ کسانو د وژنې پلټنو لپاره د یوه عدالتي کمېشن جوړولو په موخه سپریم کورټ ته درخواست وړی دی.
سارتر وايي، پردۍ ژبه تاسو په تنهايي کې هم ازاد سوچ کولو ته نه پرېږدي، او تل به ستا د څرګندتیا/اظهار پر وړاندې خنډ جوړېږي.
د فبرورۍ پر ۲۱مه هر کال په ټوله نړۍ کې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل کېږي.د دې ورځې په مناسبت په پېښور کې د ډاکټر خان تحریک هم یوه دستوره وکړه چې پکې ماشومانو ته په پښتو ژبه کې د زدکړو په اهمیت خبرې وشوې. په دې اړه د شبیر جان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د فبرورۍ پر ۲۱مه هرکال په ټوله نړۍ کې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل کېږي. د دې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د پښتون کلچر ټولنې هم د فبرورۍ پر ۲۰مه ماسخوتن یوه غونډه وکړه چې پکې د ژبو د اهمیت په اړه خبرې وشوې. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ژبو جهاني ورځې په تړاو په اسلام اباد کې پښتون کلچر ارګنايزېشن یوه ادبي او کلتوري ناسته رابللې وه چې پکې د پښتو ژبې ليکوالانو، سياسي مشرانو، د مدني ټولنې فعالانو، زده کونکیو او هنرمندانو ګډون وکړ.
نن مو په سروې پروګرام کې له فرزانې کوچۍ سره خبرې کړې دي. فرزانه د افغانستان د ورستیو پارلیماني انتخاباتو یا د ولسي جرګې ټاکنو په لومړي پړاو کې کامیابه ګرځېدلې کاندیده ده. تر سیاست مخکې فرزانه مدني فعاله پاتې شوی ده چې د ښځو د حقونو، د کوچیانو د حقونو، اقتصادي پیاوړتیا، تکنیکي برخو او د سولې د بیا رغونې لپاره یې کار کړی دی. فرزانه وايي په سیاسي چوکاټ کې د کوچیانو د فلاح او ترقۍ لپاره کار کول غواړي. د پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости