د ننګرهار نوي والي شاه محمود مياخېل دنده پېل کړه
د ننګرهار د نوي والي په توګه د شاه محمود مياخېل د پېژندنې په دې غونډه کې چې نن د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت د بېلابېلو ولسواليو څخه په کې په سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه لرله.