پاکستاني فعالان د برېښنايي جرمونو مخنيوي قانون کې اصلاحات غواړي
دا غوښتنه له هغه وروسته شوې چې د پاکستان پلټنې فېدرالي ادارې د فبرورۍ پر نهمه نېټه خبريال رضوان رضي ونيولی.
دا غوښتنه له هغه وروسته شوې چې د پاکستان پلټنې فېدرالي ادارې د فبرورۍ پر نهمه نېټه خبريال رضوان رضي ونيولی.
په پاکستان کې ګڼ ډرېوران پر لاریو انځورونه، نقشونه او رنګینه خطاطي خوښوي. حیدر علي وايي، د انځورونو دا هنر اوس د نړیوالو نندارتونونو برخه هم ګرځېدلې. په پاکستان کې ډرېوران د ټرکونو پر سینګار خورا زیاتې پیسې لګوي. د رویټرز خبري اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
دا اوونۍ د مشال ریډيو په ځانګړې مرکه کې له پېښوره د ډاکټر پروین اعظم خان سره خبرې لرو.
د افغانستان ګڼ ځوانان له طالبانو سره د سولې پلویان دي خو وايي، هغه ازادۍ او حقونه یې باید خوندي پاتې شي چې تر ۲۰۰۱ز کال وروسته یې ترلاسه کړي. دوی وايي، بیا هغه دور ته ستنېدل نه غواړي چې پکې د نجونو پر تعلیم او موسیقۍ بندیزونه ول. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مخکښ محمد ابراهيم ارمان لوڼي له کورنۍ سره تراوسه پورې تر يو مليون روپيو زياتې ژمنې شوې دي.
د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي، دوه مندرونه چې کلونه وشول تړل شوي وو، اوس یې خلاصوي او واک به یې هندوانو ته سپاري.
افغان ولسمشر وايي، که طالبان وغواړي نو دی حاضر دی چې په کابل، کندهار یا ننګرهار کې ورته سیاسي دفتر ورکړي.
د خبريالانو د خونديتوب ادارې پر پاکستان غږ کړی چې د رضوان راضي په نوم نیول شوی خبریال دې خوشې او د هغه پر ضد جوړه شوې دوسیه دې ختمه کړي. پر نوموړي تور دی چې په خپلو تبصرو کې يې د پاکستان په حکومتي ادارو پسې بدرد ويلي او د هغوی د بدنامولو هڅې يې کړې دي.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلی په پخوانۍ فاټا کې د عدالتونو د جوړولو منظوري ورکړېده. محمود خان د فبرورۍ په نهمه ویلي، په لومړي قدم کې به په قبایلي ضلعو کې د عدالتونو لپاره قاضیان او نوره عمله په کار ګومارل کېږي، څو دغلته کار پیل کړل شي.
په پاکستان کې د خلکو د راجسټریشن ملي اداره « نادرا » وايي،زرګونو ځايي خلکو د افغان کډوالو په نامه ځانونه له دوی سره راجسټر کړي دي. یاده اداره د داډول کسانو شمېره له لسو زرو پورته ښيي.
د پاکستان د هنرونو ادارې (نیشنل کونسل اف ارټس) په اسلام اباد کې د اسیايي خوړو مېله جوړه کړې چې ورته یو شمېر خلک ورځي. په دې دوه ورځنۍ مېله کې چې د فبرورۍ پر ۱۰مه پای ته رسي، د پاکستان او افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو خواړه پخېږي او خلک یې خوري. په اړه یې دا ویډیو وګورئ.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي په اسلام اباد کې د دوی له ۱۷ نيول شوو غړو څخه د پنځلسو خوشي کېدل ښه خبره ده خو حکومت دې زر تر زره د دوی پاتې قېد ملګري هم ورپرېږدي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости