Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2019

Новости за 02.05.2019

۱۳م د ثور "د مطبوعاتو نړیواله ورځ"

Pa.azadiradio.com 

د بې‌پولې خبریالانو نړیوالې ادارې ۲۰۱۸ میلادي د افغانستان رسنیو ته یو خونړۍ کال بللی چې ددې ادارې د راپورونو پر بنسټ په دې کال کې ۱۵ افغان خبریالان وژل شوي. ددې کال خونړۍ ورځ ۳۰ د اپریل وه چې لس خبریالان پکې ووژل شول. نور په دې ویډیوي راپور کې وګورئ چې تمیم اخګر جوړه کړې.



د افغانستان د سولې لپاره د جرمني استازي طالب استازو سره غږېدلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د جرمني استازي او طالب استازو په قطر کې پر یو شمېر مسئلو خبرې کړي دي. د طالبانو د قطر د دفتر یوه مسؤل سهیل شاهین نن ازادي راډیو ته وویل، دواړو لورو د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې د جرمني د رول، د سولې د روانې پروسې، د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي او اړینو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پر مسئلو خبرې وکړې. راپورونه وايي، چې د جرمني ځانګړي استازي د طالبانو له مرستیال مشر ملاعبد الغني بردار سره کتنه کړې ده. په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي... Читать дальше...

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د سولې د مشورتي لویې جرګې پنځوسو کاري کمېټو د اوربند په ټینګښت او د بین الافغاني خبرو په ژر پیل ټینګار وکړ. نن د مې دویمه د یهودانو د ډلوژنې یا هولوکاست د یادښت ورځ ده. د کابل د سیند په غاړه د تفریح یو لوی پارک جوړ شوی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

"OCHA": څه د پاسه ۵۶ زره اوسېدونکي ننګرهار ته کډوال شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کونکې اداره یا اوچا وايي، د تېرې اپریل میاشت تر ۳۰مې پورې د ننګرهار د خوګیاڼو او شېرزادو ولسوالیو څه د پاسه ۵۶ زره اوسېدونکي له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. دې ادارې نن په یوه بیان کې ویلي چې دا کسان په‌دې ولسوالیو کې د ناامنیو او جګړو له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. ملګري ملتونه وايي، د دې بې ځایه شویو څخه په سلو کې ۶۳يې د ننګرهار په سرو رود ولسوالۍ کې او یو شمېر نور يې په جلال‌اباد ښار او کامې ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو... Читать дальше...

عبدالله عبدالله د لوېې جرګې په وروستۍ ناسته کې به ګډون ونه‌کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبد الله ترکيې ته تللی دی او د روانې لويې مشورتي جرګې په وروستۍ ناسته کې به ګډون ونه‌کړي. د اجرائیه ریاست سلاکار پاینده حکمت صافي نن ازادي راډیو ته وویل، په مشورتي لویه جرګه کې د نه ګډون په اړه د عبدالله عبدالله پریکړه بدله شوې نه ده. تردې وړاندې د مشورتي لويې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف له ټولو هغو سیاستوالو چې دا جرګه يې تحریم کړې، غوښتنه وکړه چې د دې جرګې په وروستۍ ناسته کې برخه واخلي. د عبدالله عبدالله سربېره پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ ۱۲ نوماندانو هم په روانه جرګه کې برخه نه‌ده اخېستې.



چارواکي: غزني کې د کوټې شورا د ۲ غړو په ګډون ۱۵وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي وایي، په‌دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په تازه هوايي بریدونو او کمانډويي عملیاتو کې د کوټې شورا د دوو غړو په ګډون ۱۵ وسله‌وال وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د پنجشنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د غزني ولایت په واغظ، مقر او زنه‌خان ولسوالیو کې بېګاه شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو په درېیو هوایي او یو لړ کمانډویي عملیاتو کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان، د هغوی د کوټې شورا د دوو غړو او ۷ بهرنیانو په ګډون ۱۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي." نوري وویل چې... Читать дальше...

"IPL": ممبی اېنډینز او سنرایزرس حیدراباد لوبډلې سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د کرکټ غوره‌لیګ «ای. پي. اېل» سیالیو په لړ کې به نن شپه ممبی اېنډینز او سنرایزرس حیدراباد لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته لاړ شي. دا سیالۍ د افغانستان پر وخت اووه بجې د هندوستان په ممبی ښار کې ترسره کېږي. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا چنای سوپر کېنګز، ډېلي کپیټلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو د جدول لومړی ځای خپل کړ. چنای لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته ۱۸۰ منډې هدف وټاکه چې ‌ډېلي لوبډلې یاد هدف پوره نه‌شو کړای او په ۱۷م... Читать дальше...

په غور کې د غوره‌لیګ فوټبال سیالۍ پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غور ولایت ورزشي مسؤلین وایي، په‌دغه ولایت کې د غوره‌لیګ فوټبال سیالۍ پیل شوي. د دې ولایت د فوټبال فدراسیون مشر امیر محمد غوري نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په‌دغو سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی چې د روژې میاشتې تر پایه به ختمې شي. ښاغلی غوري زیاتوي: "دا د غوره‌لیګ سیالۍ دي چې د اتو لوبډلو او ۱۶۰ لوبغاړو ترمنځ پیل شوي، د ارش لوبډلې د کوهستان فېروزکوه لوبډلې ته درې د یو پر وړاندې ماتې ورکړه، د ښاروالۍ لوبډلې یو د صفر پر وړاندې فېروزکوه لوبډلې ته ماتې ورکړه." نوموړی وایي، دا سیالۍ... Читать дальше...

د کابل، جوزجان، هرات او تخار ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ووشو فدراسیون وايي چې په کابل کې د ووشو د پیل شویو سیالیو په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ د کابل، جوزجان، هرات او تخار لوبډلو ترمنځ سیالۍ وشوې. د دې فدراسیون رئیس مشر سید الرحمن یورش نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د هرات ولایت لوبډله د تخار پر وړاندې او کابل هم د جوزجان ولایت د لوبډلې پر وړاندې د لوبو ګټونکي شول." نوموړي دا هم وویل چې دې سیالیو ته د ۲۹ ولایتونو او ایران او پاکستان نه کډوال لوبغاړي راغلي چې اته ورځې به دوام وکړي. ښاغلی یورش وایي چې د ووشو سیالیو د جوړېدو... Читать дальше...

وسله‌والو په غزني کې د شمس بابا په نوم یو زیارت په بمونو الوزولی

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي وايي، وسله‌والو د دې ولایت مرکز ته څېرمه د شمس بابا په نوم یو زیارت په بمونو الوزولی دی. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د پنجشنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې دغه زیارت وسله‌والو طالبانو تېره شپه شااوخوا درې بجې وران کړی دی او په وینا يې دا په تېر څه باندې یوه کال کې څلورم زیارت دی چې په بمونو الوزول کېږي. تر اوسه پورې کومې ډلې په غزني ولایت کې د دې زیارت د ورانولو مسؤلیت نه‌دی منلی، خو دولتي چارواکي وايي دا کار طالبانو کړی دی. وسله‌والو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.

چین کې د مسلمانانو د څارنې لپاره له یوه سیستمه کار اخیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، چینايي چارواکي په شمال لوېدیځ ولایت شین جیانګ کې د مسلمانانو د ډله‌ییزې څارنې لپاره له یوه سیستم څخه کار اخلي. هیومن رایټس واچ وايي، چینايي مقامات د دې سیستم له لارې د مسلمانانو د مشخصاتو، تحقیق او زنداني کولو لپاره ګامونه اخلي. د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز يې په نیویارک کې دی وايي، د چین حکومت د دې سیستم له لارې په شین جیانګ کې له عادي وګړو هم تحقیقات کوي. د دې نوي اپلېکېشن په‌واسطه د مسلمان وګړو وینه معاینه کېږي، د قد لوړوالی يې په نښه کېږي، څو... Читать дальше...

ایا سمنګان د طالبانو لپاره یو نوی هدف ګرځېدلی؟

Pa.azadiradio.com 

د سمنګان د ولایتي شورا چارواکي د ناامنۍ له زیاتوالي او پر یو شمېر ولسوالیو د وسله‌والو طالبانو د حملو له پراخېدو شکایت لري، دوی د یادې ډلې پر وړاندې د عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي له ملا برادر سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوټزل پرون د چهارشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل. د جرمني خبري اژانس د طالبانو د یوه غړي سهیل شاهین څخه په نقل ویلي دي چې په‌دې کتنه کې د افغانستان د جګړې پر سیاسي حل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو او د ملکي مرګ‌ژوبلې د مخنیوي پر مسئلو خبرې وکړې. د سهیل شاهین په خبره جرمني د افغانستان د سولې په مسئله کې د مثبت رول پر لوبولو ټینګار وکړ. د جرمني ځانګړي استازي په داسې وخت کې د طالبانو له مرستیال... Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.





Rss.plus
Елена Волкова

Студенты Академии Игоря Крутого раскрыли свои таланты




«Фабрика Станиславского» объявила свою программу

Суд арестовал одну из женщин, написавших ГУР на памятнике Жукову в Москве

Предпринимателей наградили в Воскресенске в честь профессионального праздника

В Твери 15-летний парень катался по улицам на автомобиле




سیاف: څو ټول سلا شوي نه‌وي د لویې جرګې وروستۍ اعلامیه نه خپروو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف وایي، تر هغو چې د دې جرګې ټول غړي پرې سلا شوي نه‌وي د دې جرګې وروستۍ اعلامیه به خپره نه‌کړي. ښاغلي سیاف دغه څرګندونې نن د دې جرګې د پیل په څلورمه ورځ د کاري کمېټو غړیو ته وکړې: "موږ د ځان څخه کومه حنجره نه‌لرو، نن دا زموږ حنجره هم تاسو ته تسلیم ده. دا زموږ حنجره به ستاستو لپاره یو لوډ سپیکر وي. له ځانه موږ هېڅ شی د دې جرګې نه بیرون نه باسو." هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چې دا جرګه د هېڅ‌چا په پلوي کمپاین نه‌کوي، بلکې یوازې د سولې هدف تعقیبوي. Читать дальше...

په چارېکار کې یو نوی ښوونځی جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د پروان چارواکي په مرکز چارېکار کې د یوه نوي ښوونځي د جوړېدو خبر ورکوي. د دې ولایت د ښوونې د ریاست ویاند عبدالخبیر صدیقي ازادي راډیو ته وویل، دغه ښوونځی چې د جنوبي کوریا د ۲۹۰ زره امریکایي ډالرو په مالي مرسته جوړ شوی، اته درسي خونې او پنځه اداري دفترونه لري. د ده قاضي دغه لېسه په دوو وختونو کې د شااوخوا زرو زده‌کونکو د تدریس ظرفیت لري.

ویلیام بار د استازو جرګې د قضايي کمېټې په غونډه کې ګډون نه‌کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار د استازو جرګې د قضایي چارو کمېټې ته ویلي چې د روسیې په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د راپور په باب د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون نه‌کوي. دا مسئله به د ډموکراتانو او د ولسمشر ټرمپ د ادارې ترمنځ اختلافات لا ژور کړي. د عدلیې وزیر او لوی څارنوال ویلیام بار پرون د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې د سنا قضایي کمېټې ته په استماعیه غونډه کې له ګډون وروسته وویل چې دی به نن د استازو جرګې چې ډموکراتان پرې نفوذ لري، د قضایي کمېټې په وړاندې خبرو ته حاضر نه‌شي ځکه د خبرو له چوکاټ سره‌یې موافق نه‌دی. Читать дальше...

د سیمه‌ییزې اردو ۱۳م ټولی د ننګرهار اچین ته واستول شو

Pa.azadiradio.com 

د سیمه‌ییزې اردو دیارلسم ټولی تر روزنې وروسته پرون د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار اچین ولسوالۍ ته واستول شو. دا ځواکونه په ختیځ کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو په روزنیز کمپ کې وروزل شول. د دې قول اردو قوماندان برید جنرال محمد زمان وزیري وایي چې سیمه‌ییزه اردو د ملي اردو په څېر مجهزه ده. د ننګرهار د رسنیو دفتر څرګندوي چې تردې مخکې هم د ننګرهار بېلابېلو ولسوالیو ته د سیمه‌ییزې اردو ۱۲ ټولي استول شوي دي چې ورسره د دغو سیمو امنیت ټینګ شوی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اسلام‌اباد کې افغان شاردافیر وربللی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت شاردافیر دغه وزارت ته وربللی او پر ډیورند کرښه یې پر پاکستاني پوځیانو د برید له امله احتجاج کړی دی. دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې وسله‌والو شمالي وزیرستان ته څېرمه له افغان خاورې پر هغو پاکستانیو خواکونو برید کړی چې پر ډیورند کرښه یې اغزن تار غځاوه. پوځ وايي چې د وسله‌والو په‌دغه برید کې د پاکستان د پوځ لږ تر لږه ۳ سرتېري ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول. د پاکستان پوځي مقاماتو په‌دغه... Читать дальше...



Москва

ГЕРОИЧЕСКОЕ УЧАСТИЕ АРМЯН В СВО. ЧАСТЬ ЧЕТВЕРТАЯ


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Евгений Маргулис

«Пензенский Майкл Джексон»: Тимур Родригез стал героем шоу Квартирник НТВ у Маргулиса




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80


Ролан Гаррос

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

A Deep Dive into Realistic Doll Manufacturers



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России