Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2019

Новости за 03.05.2019

د مشورتي لویې جرګې په پای کې د ۱۷۵ طالب زندانیانو د ازادېدو اعلان وشو

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي جرګې په پای کې وویل چې افغان حکومت د ښه نیت له مخې ۱۷۵ طالب زندانیان ازادوي. د افغانستان مشورتي لویه جرګه د یو پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده. په دغه جرګه کې د مهمو بحثونو په اړه تمیم اخګر ویډیويي راپور چمتو کړی چې رحمت الله افغان یې اوروي.

د اوکراين ولسمشر: د کيف او مسکو اړيکې د «ورورولۍ» نه‌ دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين نوي ټاکل شوي ولسمشر ويلي، د کيف او مسکو ترمنځ اوسنۍ اړيکې د «ورورولۍ» اړيکې نه‌شي بلل کېداى. ولودیمیر زلنسکي ويلي، دواړه هېوادونه له ګډ سرحد هاخوا په خپلو کې لږ مشترکات لري. زلنسکي پرون په خپل فېسبوک پاڼه کې د روسيې د ولسمشر ولادیمير پوتين پر وروستيو څرګندونو عکس العمل ښوولى دى. ښاغلي پوتين ويلي و چې د روسيې او اوکراين وګړي په خپلو کې ډېر مشترکات لري. ولسمشر پوتين په وروستيو کې يو فرمان لاسليک کړى چې له مخې يې د اوکراين وګړو ته د روسي تابعيت ورکولو چارې اسانه کېږي.



جنرال ټاډ ولټرز د ناټو پوځي تړون د چارواکي په توګه لوړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

امريکايي جنرال ټاډ ولټرز د ناټو پوځي تړون د عالي رتبه پوځي چارواکي په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه. ولټرز نن په بلجيم کې د ځانګړو مراسمو پر مهال د ناټو په مقر کې د په اروپا کې د ائتلاف د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو. دا هغه څوکۍ ده چې د امريکا پوځي چارواکي ورته ټاکل کېږي. مراسمو ته په خبرو کې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وويل، دغه ټاډ ولټرز په مهمو ماموريتونو کې برخه اخېستې ده: "د دې وخت راغلى چې د رهبرۍ واګي جنرال ولټرز ته وسپارل شي. ټاډ چې د هوايي ځواک پيلوټ هم دى، په عراق او افغانستان کې... Читать дальше...

عمر داودزی: لويه جرګه کې د وسله‌والو طالبانو استازو هم برخه درلودله

Pa.azadiradio.com 

د سولې مشورتي لويې جرګې کمېسيون وايي، په لويه جرګه کې د وسله‌والو طالبانو استازو هم برخه درلودله. د دغه کمېسيون مشر محمد عمر داودزي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته دا خبره وکړه: "د هغوى استازي وو. دا چې په څه شکل وو، له کوم ځاى وو او په کومه سطحه وو، هغه به نورو قدمونو ته پرېږدي، کله چې نور ګامونه عملاً اخېستل کېږي. دلته د دوى استازي وو، نه وايم چې د هغوى د شورا په اجازه او د هغوى د شورا په رسمي استازيتوب راغلي وو. خو د صفوفو خلک يې وو." ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو وياند معرفي کوي،... Читать дальше...

فېسبوک د امريکا د ګڼو ښي اړخو افراطي سياستوالو حسابونه بندوي

Pa.azadiradio.com 

فېسبوک اعلان کړى چې د امريکا د ګڼو ښي اړخو افراطي سياستوالو حسابونه يې بند کړي دي. پر فېسبوک فشار دى چې په دې ټولنيزه رسنۍ کې د کرکې او تعصب په وړاندې جدي اقدامات وکړي. فېسبوک پرون وويل، د دغو سياستوالو حسابونه پر «خطرناکو اشخاصو» د دوى له بنديزه د سرغړونې له کبله تړل شوي دي. په هغو کسانو کې چې حسابونه يې تړل شوي يو هم الکس جونس «Alex Jones» او د هغه وېب‌سايټ دى چې زيات وخت د توطئې تيوري‌ګانې خپروي. فېسبوک ويلي چې د پاول نيهلين «Paul Nehlen» په نوم کس هم شامل دى چې د سپين پوستو د برترۍ لپاره... Читать дальше...



په ارزګان کې په پوځي عملياتو کې ١٣ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنيت عمومي رياست وايي په ارزګان ولايت کې په پوځي عملياتو کې ١٣ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. دغه رياست نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دغو عملياتو کې چې د طالبانو د وسلو او مهماتو پر ډيپوګانو شوې، د ٥٠٠ کيلوګرامه منفجره موادو تر څنګ په زياته پيمانه وسلې او مهمات کشف شوي دي. په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه څلور ډيپلوګانې چې تر ځمکې لاندې جوړې شوې وې، تخريب کړاى شوي دي.

خليل‌زاد: د دې وخت راغلى چې وسله‌وال طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، د دې وخت راغلى چې وسله‌وال طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي، جګړه ودروي او سوله وکړي. زلمي خليل‌زاد تېره شپه په ټويټر کې ليکلي چې د خبرو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دى. ښاغلي خليل‌زاد ليکلي چې د طالبانو له استازو سره د کتنې په پيل کې طالبانو ته ويلي چې افغانان د دوى خويندې او وروڼه دي او غواړي چې په هېواد کې يې جګړه پاى ته ورسېږي. خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو وياند معرفي کوي نن د جګړې درولو لپاره د زلمي خليل‌زاد غوښتنه رد کړې ده. Читать дальше...

انقره: ښايي سم د لاسه د تېلو د واردولو بديل پيدا نه شو کړای

Pa.azadiradio.com 

ترکيه وايي وروسته له هغې چې امريکا د ايران د تېلو پر واردوونکو له بنديزونو د معافيت تمديد پاى ته ورساوه، انقره ممکن ونه شي کړاى شي سم د لاسه د تېلو د واردولو بديل پيدا کړي. ترکيې په وار- وار له واشنګټن څخه غوښتنه کړې، پر دې موضوع غور وکړي. د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو پرون په انقره کې رسنيو ته وويل:  "داسې ښکاري چې موږ ته ممکنه نه‌وي چې د تېلو واردولو لپاره په‌داسې لنډې خبرتيا سرچينې ومومو. د هغو اومه تېلو لپاره چې له ګڼو هېوادونو واردېږي، زموږ د تصفيې ټکنالوژي اړخ نه لګوي."... Читать дальше...

چارواکي: کندهار، زابل او ارزګان کې ۳۸ مخالف وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملي اردو چارواکي وايي، په کندهار، زابل او ارزګان کې د دولت ۳۸ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي. د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو د ٢٠٥ قول اردو وياند يحيى علوي وايي، په دغو عملياتو کې ١١ نور وسله‌وال ټپيان شوي هم دي: "د کندهار د خاکرېز او ميوند ولسواليو په مربوطاتو کې ٦ تنه تروريستان وژل شوي او ٤ تنه يې ټپيان شوي دي. د ارزګان د چورې ولسوالۍ او مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې ٢٤ تنه تروريستان وژل شوي او ٣ تنه يې ټپيان شوي دي." ښاغلي علوي وويل، ٨ تنه نور وسله‌وال په زابل کې وژل شوي او ٤ تنه يې ټپيان شوي دي. Читать дальше...

د اقليمي بدلون په اړه د امريکا کانګرس یوه لایحه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د متحدو ايالاتونو د کانګرس د استازو جرګې چې ډموکراتان په کې اکثريت دي، يوه لايحه تصويب کړه چې د پاريس د اقليمي بدلون له تړونه به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وتلو مخه ونيسي. خو داسې نه ښکاري چې دغه لايحه دې د مشرانو جرګې له خوا چې جمهوريت غوښتونکي په کې اکثريت دي، تصويب شي. استازو جرګې پرون د اقليمي بدلون دغې لايحې ته ٢٣١ موافقې او ١٩٠ مخالفې رايې ورکړې. د لايحې په تصويب کې درېيو جمهوريت غوښتونکو هم له ډموکراتانو سره ملګرتيا وکړه. لايحه له ولسمشر ټرمپه غواړي چې د پاريس اقليمي بدلون ته ژمن پاتې شي. Читать дальше...

په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه پاى ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه په ٢٣ مادو کې د يوه پرېکړه‌ليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده. په پرېکړه‌ليک کې له وسله‌والو طالبانو غوښتنه شوې چې جګړه پاى ته ورسوي او روغه جوړه وکړي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جرګې په اختتاميه وينا کې وويل، حکومت د روژې په مناسبت په لسګونو طالبان له زندانونو ازادوي: "زه نن جرګې او د روژې مبارکې مياشتې ته په درناوي، د ښه نيت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دوستانه حرکت په توګه غواړم ١٧٥ طالبان چې له کلونو راهيسې بنديان دي، له زندانونو خوشې کړم." ... Читать дальше...

لویې جرګې خپل ۲۳ ماده‌ییز پریکړه‌لیک افغان حکومت ته وسپاره

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې خپل ۲۳ ماده‌ییز پریکړه‌لیک افغان حکومت ته وسپاره. په‌دغه پریکړه‌لیک کې له افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو غوښتل شوي وو چې د روژې مبارکې په مناسبت دې بیړنۍ او دایمي اوربند وکړي. افغان ولسمشر د جرګې ګډون‌والو ته ډاډ ورکړ چې پریکړه‌لیک به عملي کوي او د ښه نیت لپاره یې ۱۷۵ طالبان چې له ډېره وخت راهیسې زندانیانو د ازادېدو اعلان وکړ. نوموړي دا هم وویل چې اوربند به یو طرفه نه وي. که طالبان په واضح توګه اوربند ته حاضر وي، موږ کولای شو د هغې په تخنیکي جزئیاتو کار وکړو. Читать дальше...

په امریکا کې یو افغان ټبری سړی په لس کاله بند محکوم شوی

Pa.azadiradio.com 

هغه افغان ټبری سړی چې د نیویارک د مټرو سیسټم کې یې بم ایښی و، خو وروسته یې خپل لوری بدل کړ او امریکايي چارواکو ته یې مهم معلومات ورکړل، په لس کاله بند محکوم شوی دی. ۳۳ کلن نجیب الله ځاځی چې په افغانستان کې زیږیدلی او بیا یې د امریکا تابیعت اخېستی و، پرون د پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ سره په تړلو تورونو د محاکمې پر مهال له عمري بند له سزا سره مخ و، خو څارنوالانو د امریکا د سیمه‌ییزې محکمې له قاضي رایمونډ ډیري وغوښتل څو ځاځي ته دې په‌دې خاطر امتیاز ورکړي چې نوموړي په ۲۰۱۰ میلادي کال فبرورۍ کې د خپل جرم... Читать дальше...

د سمنګان چارواکي: ۱۸ وسله‌وال ووژل شول او ۱۱یې اسیران شول

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وايي چې د سمنګان ولایت په روی دوآب ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې نژدې ۳۰ طالبان مړه او اسیران شوي دي. د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې په‌دې اړه نور جزئیات ورکړل: "ګډو ځواکونو په روی دوآب ولسوالۍ کې د دېره طالبانو پرضد عملیات وکړل. شاوخوا شپږ کلي له طالبانو تصفیه شول، اتلس وسله‌وال یې مړه او ۱۱ کسان یې اسیران شول. دا عملیات اوس مهال پای ته رسېدلي." د عزیزي په وینا په‌دې عملیاتو کې چې د چهارشنبې په ماښام پیل شوي وو، یوه اندازه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Земфира

Земфира Алиева из Новосибирска стала звездой шоу про главных атлетов страны





Rss.plus
Арцах

Дело об избиении в Московской области азербайджанцем молотком участника СВО расследуют повторно




Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда

Спрос на рынке первичной недвижимости после завершения льготной ипотеки может упасть на 40% — эксперт ГК «А101»

Олег Эйдельштейн признан сыном Жириновского

Возбуждено уголовное дело после стрельбы в Балашихе




د خوست والي: په سپېرې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو وژنه څېړو

Pa.azadiradio.com 

د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د درېیو ملکي وګړو د وژل کېدو له پېښې وروسته د خوست والي وايي چې د دې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي. د سپیرې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې په ماښام د پاکستان پوځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر نژدې کلیو کاڼي، سره ګنډه، پڅه مېله او نورو بمبارۍ او د توغندیو ډزې وکړې. د خوست امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په‌‌دې حملو کې ۳ ملکي افغانان وژل شوي او اته نور ټپیان دي. ښاغلي فدايي وویل د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوي دي: "زموږ پلاوی سیمې ته تللی دی،... Читать дальше...

نن لویه جرګه خپلې سپارښتنې د افغانستان حکومت ته وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د سولې مشورتي لویه جرګه له څلورو ورځو بحثونو وروسته له طالبانو سره د خبرو په اړه خپلې سپارښتنې نن د افغانستان حکومت ته وړاندې کړي. د دې جرګې له ۳۲۰۰ زیاتو ګډونوالو چې په ۵۱ کاري کمېټو کې ویشل شوي وو، په‌دې اړه بحثونه وکړل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې وړاندیزونه، حدود او سرې کرښې کومې دي؟ د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۱۲ کاندیدانو په ګډون یو شمېر سیاستوالو دا لویه جرګه تحریم کړه. طالبانو هم دا جرګه نمایشي بللې او رد کړې یې ده. دا جرګه نن- جمعه پای ته رسېږي. Читать дальше...

ټرمپ: ونزوئلا کې د خلکو بې‌رحمانه ځپل دې سمدستي پای ورسېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ونزوئلا کې د خلکو د بې‌رحمانه ځپلو د سمدستي پای ته رسولو لپاره غږ کړی دی. ټرمپ دا غوښتنه وروسته له هغه کوي چې ښکاري د ونزوئلا د اپوزیسیون د مشر خوان ګواېدو له‌خوا د حکومت د پرځولو په مقصد د پوځي قیام غوښتنه ناکامه شوه. ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د لمانځنې د ملي ورځې په مناسبت په وینا کې وویل:  "د ونزوئلا د خلکو بې‌رحمانه ځپل باید پای ته ورسېږي او باید سمدستي پای ته ورسېږي. خلک وږي دي، خواړه او اوبه نه‌لري په داسې حال کې چې ونزوئلا یو وخت یو ډېر شتمن هېواد و. Читать дальше...

پولنډ کې زرګونه یهودي ځوانانو د هالوکاسټ په مراسمو کې ګډون وکړ

Pa.azadiradio.com 

په پولنډ کې پرون پنجشنبې زرګونه یهودي ځوانان د نړۍ له بېلابېلو برخو راټول شول او په دوهمه نړیواله جګړه کې د یهوادنو د ګڼې وژنې یا هالوکاست په مناسبت یې د پولنډ په جنوب کې په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ. د ژوند په نوم په‌دې لاریون کې شاوخوا لس زره کسانو چې د اسرائیلو بیرغونه ورسره وو، برخه اخېستې وه او له یهودانو سره د ضدیت پرضد شعارونه یې لېږدول. دا لاریون د اشویتز «Auschwitz» په نوم د هغه کمپ د دوو برخو ترمنځ په درې کیلومتره واټن کې ترسره شو چې نازي جرمنانو د ۱۹۴۲ او ۱۹۴۵ کلونو ترمنځ جوړ کړی و... Читать дальше...

په اوکراین کې یو برازیلی په ۱۳ کاله حبس محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې یو برازیلی چې د دې هېواد په ختیځ کې یې د روس پلوو بیلتونپالو په پلوي په جګړو کې برخه اخېستې، په ۱۳ کاله حبس محکوم شو. ۳۴ کلن رافایل لوسوارګي «Rafael Lusvarghi» په ۲۰۱۴میلادي کال کې وروسته له هغه اوکراین ته ولاړ چې روسیې کریمیا د خپلې خاورې جز کړه او روس پلوو بیلتونپالو د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین د دولتي ځواکونو پرضد جګړه پیل کړه. لوسوارګي هم د بیلتونپالو په لیکو کې جګړه وکړه او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې برازیل ته له ستنېدو مخکې به کله ناکله په روسیه کې په تبلیغاتي ویډیوګانو کې څرګندېده. Читать дальше...



Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

В Тульской области продолжается культурный проект «Классика: история и современность»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Ролан Гаррос

Главный русский теннисист заставил Париж аплодировать ему стоя. Что удалось Осьминогу Медведеву?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России