نوري: د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ماین چاودنې ۷ ماشومان وژلي
د غزني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار شااوخوا اته نیمې بجې د مقر ولسوالۍ اړوند د چمبرانو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۷ تنه ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي، دغه پېښه په داسي مهال رامنځته شوي چې دغه ماشومان په دغه ځای کې په لوبو بوخت وو." نوري زیاتوي،... Читать дальше...