ارګ د اخلاقي فساد په اړه د حبیب الله احمدزي ادعا دروغ او بې بنسټه وبلله
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، د احمدزي ادعا په شخصي...
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، د احمدزي ادعا په شخصي...
په غزني کې افغان سېکهـ سوربیر سېنګهـ د روژې په میاشت کې مسلمانانو ته خرما وېشي. دی وايي دا کار د مذهبي ازادۍ، مینې او یووالي د ثواب د ترلاسه کولو لپاره کوي. وېډیو: حبیبالرحمن تأثیر اېډېټ: ذکریا صفري
د کندهار چارواکي وايي، د خاکرېز او د کندهار د مرکز ترمنځ غځېدلې لار تر پوځي عملياتو وروسته نن پرانيستل شوه. په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند يحيى علوي وايي، د لارې د خلاصولو لپاره د هوايي ځواک په مرسته عمليات شوي. دی وایي: "د دښمن ١٥ وسله وال وژل شوي چې د ګلاب او مصطفى په نوم د هغوى دوه قوماندانان هم په کې شامل دي، ٧ تنه نور وسله وال ټپيان شوي، دوه موټرسايکلونه او يوه ثقيله وسله هم له نورو مهمات سره تخريب کړاى شوي دي." وسله والو طالبانو له دوو مياشتو راهيسې د خاکرېز لار د ټرافيکو پرمخ تړلې وه.
د کندهار امنیتي ځواکونو ۳ داعش جنګیالي او ۲۷ وسلهوال طالبان په دغه ولایت کې نیولي دي. د کندهار والي وايي، د داعش جنګیالي د پاکستان د پنجاب اصلي اوسېدونکي دي چې په سپین بولدک کې نیول شوي. نور حال د صادق رښتیني په وېډیويي راپور کې. اېډېټ: تمیم اخګر
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د يوه ديني عالم د وژل کېدو په اړه د هراړخيزې څېړنې امر وکړ. مولوي شبير احمد کاموي چې د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکې ټولنې د مشرتابه شورا غړى هم و، نن په کابل کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو. ولسمشر غني په هغه اعلاميه کې چې جمهوري رياست خپره کړې، امنيتي ارګانونو ته د دې پېښې د څېړنې او قانون ته د عاملانو د ژر سپارلو سپارښتنه کړې ده. تر دې مخکې تېره جمعه د کابل په يوه جومات کې بل ديني عالم مولوي سمېع الله ريحان په بمي چاودنه کې ووژل شو. د افغانستان... Читать дальше...
د عراق چارواکو نن وويل چې هڅه کوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ ولاړ شوى کړکېچ راکم کړي. دوى دا خبره عراق ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف د رسمي سفر په دوهمه ورځ وکړه. د عراق د پارلمان رئيس محمد الحلبوسي وويل، بغداد به د امريکا او ايران ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړي رول ولوبوي. الحلبوسي له ظريف سره په يوه غونډه کې وويل، عراق په سيمه کې د خطرناک وضعيت د مخنيوي لپاره په ټولو سطحو کې هڅه کوي. بل خوا د عراق د بهرنيو چارو وزير محمد علي الحکيم له خپل ايراني سيال سره په يوه کنفرانس... Читать дальше...
په کابل کې یوې ابتدائیه محمکې د کوچنۍ ماشومې مهسا په قتل تورن کسان په دېرش ـ دېرش کاله بند ...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه دفتر، د طالبانو په زندانونو او توقیفخانو کې د بندیانو په شکنجه کولو او له دوی سره د ناوړه چلند په تړاو، د راپورونو په خپرېدو، اندیښنه ښيې.
د افغانستان په یو شمېر ښوونځيو کې نجونې د زیان له وېرې د فولیک اسید ګولۍ نه خوري. دغه درمل چې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر ښځینه زدهکوونکو وېشل کېږي، یو شمېر نجونې یې ځکه نه خوري چې ګواکې په راتلونکې کې به شنډې شي. خو د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت دا شایعې ردوي او وایي چې د دغو ټابلیټونو کارول ګټه لري. ویډيو او ایډيټ: لېمه هادي
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د روان لمریزکال په لومړیو دوو میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.
راپورونه وايي، په شمالي وزيرستان کې نن یکشنبه د پښتون ژغورنې د غورځنګ يا «PTM» پر يوه کاروان ډزې شوي دي. د محسن داوړ او علي وزير په ګډون پهدغه کاروان کې د غورځنګ نور مشران هم شامل وو. ويل شوي، د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ډزو کې د ځينو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى. د پښتون ژغورنې د غورځنګ يوې عالي رتبه مشرې ثنا اعجاز نن په خپل فېسبوک کې وويل: "علي وزير او محسن داوړ په قافله کې وو چې ورباندې ډزې شوي، په ډزو کې ګڼ شمېر ملګري لګېدلي دي. په کار ده ملګري ځانونه په ميرانشاه او بنو روغتونونو... Читать дальше...
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په زړې منډوي کې صرافانو د خپلو سلګونه دکانونو د تړلو کار پیل کړ.
په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مسؤلان وايي چې افغاني صادراتو ته په منځنۍ آسیا او چین کې د بازار ...
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې ولسمشر حسن روحاني پرون د شنبې ماښام په خپلو څرګندونو کې وویل...
په رومانيا کې خلک نن د واکمن کيڼ اړخي ائتلافي حکومت په يوه وړاندې شوې ټولپوښتنه کې برخه اخلي. دغه ټولپوښتنه په دغه هېواد کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په اړه رابلل شوې ده. رومانيا د اروپايي ټولنې له تر ټولو اداري فسادلرونکو هېوادونو کې شمېرل کېږي. د رأىې پاڼې يوه پوښتنه دا ده چې ايا تاسې د اداري فساد اړوندو قضيو کې پر عفوې د بنديز ملاتړ کوئ؟ د رومانيا ولسمشر کلاوس يوهانيس چې د دغه هېواد ښي اړخى اپوزيسيون يې ملاتړ کوي، دغه ټولپوښتنه رابللې ده. په فبرورۍ مياشت کې د رومانيا زرګونو وګړو... Читать дальше...
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، اټکل دی چې سږکال به له دغه ولایت نه شل زره ټنه جلغوزي راټول شي. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر عالمیار نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېرکال د راټول شویو جلغوزیو اندازه لس زره او پنځه سوه ټنه وه چې ډېری برخه یې بهرنیو هېوادونه ته صادره شوه. دی وايي: "هوا ډېره ښه ده، دلته بارانونه زیات دي او په غرونو کې هم د جلغوزیو ونې زیاتې دي، نو اټکل دا دی چې سږ کال به د جلغوزیو اندازه دوه چنده زیاته وي، یعنې په ۱۳۹۸لمریز کال کې به موږ... Читать дальше...
په بلخ ولایت کې د سوداګرۍ او صنعت ریاست وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د حیرتان بندر له لارې د صادراتو کچه زیاته شوې ده. د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ریاست مشر شېر احمد سپاهي زاده نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې روسیې، قزاقستان او چین ته سلګونه ټنه تازه مېوه او د تالکو ډبرې صادر شوي دي. دی وايي: "زموږ صادرات د حیرتان بندر له لارې ترسره کېږي چې سلګونه ټنه د بلخ او نورو ولایتونو محصولات همدا راز د تالکو ډبرې هم چې له ننګرهار ولایته راځي له همدې... Читать дальше...
دولتي ادارو او ریاستونو ته د مامورینو او کارکوونکو په وخت نه راتګ او بیا وختي تلل هغه ستونزه ده چې د غزني اوسېدونکي ورڅخه شکایت لري.
ملګرو ملتونو د کره راپورونو پر اساس د طالبانو له لوري له نیول شویو کسانو سره پر ناوړه چلند، شکنجې او په ځینو مواردو کې د هغو پر وژلو ژوره خواشیني څرګنده کړه. په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه دفتر یا یوناما نن یکشنبه په یوه راپور کې ویلي چې د دوی معلومات ښيې طالبان بندیان په خورا بدو شرایطو کې ساتي او پر هغوی جبري کار هم کوي. یوناما وايي چې لومړني معلومات یې په ارزګان کې د طالبانو له بنده له ۱۳ تنو خوشې شویو بندیانو څخه ترلاسه کړي دي. دا بندیان د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې خوشې شوي دي. Читать дальше...
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې ۲۶ وسلهوال طالبان وژل شوي دي. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د برمل ولسوالۍ په علي مست کلي کې د ځانګړو ځواکونو د شپې په عملیاتو ۱۰ طالبان وژل شوي او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي. د ده په وینا ۱۶ نور وسلهوال طالبان په هوايي حملو کې د ګیان ولسوالۍ په زاړه ګیان، خواجه خېلو او مکړ کلیو کې وژل شوي دي. طالبانو پهدې اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو په... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له لوري د توغندیو وروستۍ ازموینې بې اهمیته وبللې، ویې ویل، باور لري چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون به پر خپلو ژمنو ودرېږي. ټرمپ نن یکشنبه په یوه ټویټ کې لیکلي: "شمالي کوریا ځینې وړې وسلې توغولي چې زه نه، خو زموږ ځینې خلک او نور یې نارامه کړي دي. زه ډاډه یم چې رئيس کېم به له ما سره پر کړیو ژمنو ودرېږي." ټرمپ دا ټویټ په جاپان کې لیکلی دی. ټاکل شوې ده چې دی په توکیو کې د جاپان له صدراعظم شینزو ابه سره د شمالي کوریا د اټمي او توغندويي پروګرامونو په اړه پر اندېښنو خبرې وکړي.
کابل چاپ نننیو ډېری ورځپاڼو بیا هم د ولسمشر د کاري مودې د تمدید او د خوشحالیو په ورځو کې په کابل کې د هوايي ډزو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ، دفاع، ټرانسپورټ او د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي وزارت په غور کې د جام د څلي د ساتنې پر پلان د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه کړې ده. د ارګ مرستیال ویاند صمیم عارف پرون د مې په ۲۵مه پر ټوېټر ولیکل چې ولسمشر دې وزارتونوته امر کړی چې دا ستونزه حل کړي. په غور کې د سخت باران له امله په ډېرو ولسوالیو کې سېلونه راغلي دي. د غور د شهرک ولسوالۍ د جام سیمه هم سېلونو لاندې کړې او د جام تاریخي څلي ته یې جدي ګواښ پېښ کړی دی. سیمهییزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دا تاریخي میراث د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا، د مې په اووه ویشتمه،له انګلستان سره دوستانه، تمریناتي لوبه کوي. دا لوبه د لندن په جَنوب کې د کینینګټن سیمې په اووال «The Oval» لوبغالي کې کېږي. ټاکل شوې چې د مې په دېرشمه نېټه په انګلستان او وېلز کې د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ پېل شي. د سیالۍ تر رسمي پېل مخکې باید هره ګډون کوونکې لوبډله دوه تمریناتي لوبې وکړي. د افغانستان لومړۍ تمریناتي لوبه د جمعې په ورځ د پاکستان په وړاندې وه او په درېیو وېکټونو يې له پاکستانه وګټله. د پاکستان دوهمه تمریناتي لوبه له بنګله دېش سره ده. Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د مې په پینځه ویشتمه، بغداد ته ورسېد. ظریف پهداسې وخت کې له عراقي چارواکو سره د خبرو لپاره بغداد ته ځي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ تر هر بل وخت زیات شوی دی. د ایران د رسمي خبري اژانس، اېرنا په حواله، ظریف به بغداد ته په دوه ورځني سفر کې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر، ولسمشر او صدراعظم سره وګوري. د عراق د بهرنیو چارووزارت یوه ویاند ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د سیمې پر حالاتو خبرې او د ستونزو د حل لپاره د ګډ نظر د موندلو هڅې وکړي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости