ایا د چین فایف جي ټکنالوژي د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی؟
د نړۍ دېرشو هېوادونو د روانې میاشتې په پیل کې پر دې چې له فایف جي ټکنالوژي په مصؤن ډول کار واخیستل ...
د نړۍ دېرشو هېوادونو د روانې میاشتې په پیل کې پر دې چې له فایف جي ټکنالوژي په مصؤن ډول کار واخیستل ...
په کابل کې د کونټرپارټ پر موسسې د طالبانو په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹ تنو ته ورسېد. د سوریې په کورنۍ جګړه کې په لسو وروستیو ورځو کې یو نیم لک کسان بې ځای شوي. چينايان له پاکستانه عيسوۍ نجونې د ودونو په نوم بيايي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په کندهار ولایت کې د جنرال عبدالرازق په نوم د فوټبال ټورنمنټ پیل شوی دی. د دغه ولایت د ورزشي ادارې سرپرست مدیر اغا نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ټورنمنټ کې چې د کندهار په ملي جمنازیم کې جوړ شوی ۳۲ لوبډلو ګډون کړی دی. پهدغه ټورنمنټ کې هر ورځ دوه لوبې کېږي او د روژې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د تاتنهام فوټبال لوبډلې د اروپا د فوټبال د اتلانو لیګ پای لوبې ته لاره پیدا کړه. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې تاتنهام لوبډلې اژاکس لوبډلې ته ماتې ورکړه. که څه هم د سیالۍ په لومړي نیمايي کې اژاکس لوبډله دوه د صفر په وړاندې مخکې وه، خو د سیالۍ په دوهمه نیمايي کې تاتنهام لوبډلې په بې ساري ډول درې ګولونه ووهل او بریا يې خپله کړه. اوس به تاتنهام لوبډله د روانې راتلونکي لمریزې جوزا په ۱۱مه نېټه له لېورپول لوبډلې سره پایلوبه کوي. راپورنه وايي چې دا لوبه به په متروپولیتانو مادرېد سټډیم کې ترسره شي.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو ډېرې مدافعانې وېره لري چې ښځې به د طالبانو د واکمنۍ له سختیو سره مخامخ شي.
روسیې نن د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال نازي جرمني ته د ماتې ورکولو ۷۴مه کلیزه ولمانځله. د مسکو په سره میدان کې دا ورځ په پوځي رسم ګذشت سره ولمانځل شوه. ولسمشر ولاديمير پوتین، صدراعظم دمتري مدودف او د قزاقستان پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف هم په مراسمو کې ګډون وکړ. پوتین د رسم ګذشت په پرانیسته کې ادعا وکړه چې له نازي جرمني څخه د اروپا اصلي ازادوونکی شوروي اتحاد و او د اوکراین پلازمېنه کیفيې د روسیې لرغونې پلازمېنه وبلله. ده وويل: "موږ ورځ په ورځ د خپل ملت د جګړې بريا پېژنو. دا په مشخصه... Читать дальше...
د جنوبي کوريا پوځ وايي، شمالي کوريا د ختيځ لور ته دوه مشکوک توغندي ويشتلي دي. تر یوې اوونۍ لږه موده مخکې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د ګڼو توغندیو د ویشتلو ازموينې ولیدې. د جنوبي کوریا د لوی درستيز دفتر نن وویل چې دا توغندي د ځايي وخت د ماښام پر څلورنیمو بجو ویشتل شوي چې ښايي د لنډ واټن ويشتونکي وي. په کوریا ټاپو وزمه کې د مې له څلورمې نېټې راهیسې وضعیت نور هم ترينګلی شوی چې شمالي کوریا ګڼ راکټونه وويشتل او لږ تر لږه یو د لنډ واټن ویشتونکی توغندی يې له خپله ختيځ ساحله په سمندر کې وويشت. Читать дальше...
امريکا پر ايران نوي بنديزونه لګوي دي. دا وروسته له هغه چې تهران د نورو یورانيمو د غني کولو تهديد وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په غبرګون کې وايي، له افغان کډوالو سره باید د «کډوالو» په توګه چلند وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سولې په مذاکراتو کې د بشري حقونو د موازنې رعایت او احترام د دغه هېواد اساسي شرطونه دي.
د کابل په ښار کې د چهارشنبې د ورځې په حمله کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ، خلکو ته مالي زیانونه هم ورسیدل. د ازادي رایو خبریال شفیع کریمي، یوه ورځ وروسته د پېښې ځای ته تللی او د سیمې له څو هټۍ والو سره یې خبرې کړي دي. ویډیو: لیمه هادي تدوین: شفیع کریمي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي له دې وروسته به د افغانستان صنایع او کرنیز محصولات اروپایي هېوادونو ته د افغانستان په مارک او نښان صادر او ملکیت بهیې دې هيواد پورې اړه ولري.
د کندهار اوسېدونکي وایي، د جګړې دوام د هېواد مهم بنسټونه کمزوري کوي او يوازې افغانان پهکې قرباني کېږي، نو لازمه ده چې د جګړې ښکېل لوري اوربند او سوله وکړي.
په هرات کې د یوې کورنۍ درې ماشومان په موټر کې د اکسیجن د کمي له کبله مړه شوي دي. د هرات د حوزوي روغتون مسؤلین وايي چې په یوه موټر کې پاتې شويو کوچنيانو ته د کافي اکسیجن نه رسېدو له کبله له مړو شويو څخه دوه يې په موټر کې او یوه بل يې په روغتون کې ساه ورکړه. د دې روغتون رئیس محمد عارف جلالي ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ وشوه او د دغو کوچنیانو مور او پلار د متوسطه طب په انسټيټیوټ کې ازموینه درلوده. ده وويل: "دوه نجونې یوه اته کلنه او څلور کلنه او بله يې یو کلنه چې پلار يې په موټر کې پرې ايښي وو. Читать дальше...
د ارزګان ولایت د ولایتي شورا یو غړی وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ غړي وژل شوي او یو کوچنی ټپي شوی دی. د ولایتي شورا غړي محمد کریمي نن پنجشنبه سهار ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه برید تېره ورځ ناوخته ماښام مهال د ترینکوټ ښار اړوند د سرتور بابا په سیمه کې پر یو کور کړی. د ارزګان د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امینالله توخي بیا ازادي راډيو ته وویل چې تېرماښام له یادې سیمې یوازې ماشوم ورته ور وړل شوی دی. ازادي... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په راتلونکو انتخاباتو کې به له بایومټریک دستګاوو نه په انلاین شکل استفاده کېږي.
"د کاونټر پارت پر مؤسسې د انتحاري او بیا وروسته ډلهییزې حملې په اړه له لا وړاندې هېڅ ډول استخباراتي اطلاع موجوده نهوه."
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د هېواد د یو شمېر ولایتونو په روغتونونو کې له داخلي درملو ګټه نهاخیستل کېږي. د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجياغا نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشر د فرمان له مخې باید د داخلي تولید شویو درملو ۲۵ سلنه د هېواد په روغتونونو کې مصرف شي، خو د نوموړي په وینا اوسمهال دغه چاره نهعملي کېږي. نوموړی وايي: "د فابریکو مالکین شکایت لري چې له بدهمرغه دولت د ولسمشر هغه فرمان چې له مخې یې باید په تدارکاتو او دولتي روغتونونو کې ۲۵ سلنه داخلي تولید شوي... Читать дальше...
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، له دوو ورځو راپهدېخوا پهدغه ولایت کې د غوښو کاروباریانو کار بندیز کړی دی. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر احمد عالمیار نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پکتیا ولایت د ښاروالۍ له لوري پر قصابیو لوړ لګښت وضع کولو له امله دغو کسانو کار بندیز کړی. دی وايي: "له پرون څخه د غوښو را وادونکو، سوداګرو او قصابان له ستونزو سره مخ شوي، د ښاروالۍ له لوري پرته له دې چې قانون په نظر کې ونیسي، پر خصوصي سکټور یې نرخونه وضع کړي، دوی کار بندیز... Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیزه« ژوند په شېیو کې» پروګرام سماوار ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې:
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي وايي، هېواد يې ښايي د بندیزونو د زیاتېدو له امله له خپلې خاورې افغان کډوال وباسي. د ایران رسمي خبري اژانس ارنا د عراقچي څخه په نکل ویلي، په ایران کې دا مهال درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې دوه میلیونه کاري فرصتونه يې نیولي او په کلني له ایرانه له درېیو تر پینځو میلیارد یورو بهر وباسي. نوموړي ویلي، ۲۶۸ زره افغان زدهکونکي په ایراني ښونځیو او ۲۳ زره په پوهنتونو کې وړیا زدهکړې کوي چې دا پر ایران زیات مالي فشار راولي. د ایران د بهرنیو چارو... Читать дальше...
په اروپايي شورا کې له شکنجې سره د مبارزې کمېټې په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال له هغوی سره د جرمني د بد چلند په اړه اندیښنه ښودلې ده. دې کمېټې وروسته تر هغې دا اندیښنه څرګنده کړه چې جرمني مقاماتو یو افغان کډوال چې نهيې غوښتل بېرته افغانستان ته واستول شوي، شکنجه کړ. د اروپايي شورا د شکنجې ضد کمېټې پرون د چهارشنبې په ورځ په خپل راپور کې وویل، جرمني پولیسو د یوه افغان پر وړاندې چې په الوتکه کې يې د ستنېدو پر وړاندې مقاومت کاوه، له شکنجې کار واخېست. دې کمېټې په زوره د افغان کډوالو د ایستلو... Читать дальше...
په هاګ کې د جنایي جرمونو نړیواله محکمه وايي، په افغانستان کې له ۲۰۰۳ میلادي کال راوروسته چې کوم جنګي جرمونه شوي دي د هغوی شواهد د «ICC» له معیارونو سره سم نهدي، نو ځکه یې تحقیقات نهکوي. د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې ویاند فادی العبدالله ازادي راډیو ته وویل: "د «ICC» یوې څارنوالۍ د محکمې له مشرتابه غوښتي و چې اجازه ورکړي په افغانستان کې د جنایتونو تحقیقات پیل کړي. رئیسه پلاوي دا وړاندیز رد کړ او ویې ویل کوم شواهد چې وړاندې شوي دي ګرانه ده چې باور پرې وشي." د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې یا... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالاتونو جګپوړی پوځي چارواکی وایي چې متحد ایالاتونه دې ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د ترورېزم ضد ځواکونه وساتي. د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ پرون د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د کانګرس استماعیه غونډې ته وویل چې تر هغو پورې د ترورېزم پرضد په افغانستان کې ځواکونو ته اړتیا شته چې ترهګر پهدغه هېواد کې نه وي ځپل شوي. امریکایان د اوس لپاره له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې مخته وړي او طالبانو ویلي دي چې د سولې لپاره د دوی یو اصلي شرط دا دی چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا د جمعې په ورځ په پلازمېنه ایدنبرا کې له کوربه هېواد سکاټلنډ سره یوه ورځنۍ لوبه وکړي. دا لوبه نړیوال جام ته د تیاریو لپاره ده او دغو دوو ملي لوبډلو پرون هم په ایدنبرا کې مسابقه لرله چې د باران د وریدو له امله وځنډېده. افغان لوبډله د سکاټلنډ سربېره د مې په ۱۹مه او ۲۱مه له ایرلنډ سره لوبې لري او تر نړیوال جام یوه اوونۍ مخکې به له پاکستان او انګلستان سره مسابقې وکړي. د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام د روانې میلادي میاشتې په ۳۰مه پیلېږي. دا نړیوال جام به... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости