بریتانيا: کیدای شي ایران او امریکا له یو بل سره په جګړه کې ښکېل شي
بریتانيا په فارس خلیج کې د ایران او امریکا ترمنځ په تصادفي ډول د جګړې د پیلیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
بریتانيا په فارس خلیج کې د ایران او امریکا ترمنځ په تصادفي ډول د جګړې د پیلیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنې د جلالاباد ښار په تالاشۍ چوک کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله شوي.
د امریکا د بهرنیو چارومرستیال وزیره الیس ویلز په افغانستان کې د شفافه او با اعتباره انتخاباتو پراهمیت ټینګار وکړ. اروپايي ټولنې د ایران له اټومي تړونه بشپړملاتړوښود اوپه هند کې صدراعظم نریندرا مودي ته ورته یوسړی پارلماني ټاکنو ته دریدلی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د غزني ولایت له مرکز څخه په پنځه کیلومترۍ واټن شمال ختیځ لور ته اباد یو غټ کلی دی چې شاوخوا شپږ زره کوره او پنځه څلوېښت جوماته لري.
د کابل د ترافیکو ریاست وايي، د موټر چلولو د جواز اخېستو لپاره د ښځو لېوالتیا زیاته شوې ده. د ازادي رادیو خبریال شفیع کریمي پهدې اړه یو ویډیوي راپور تیار کړی دی. ویډیو او تدوین: شفیع کریمي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما د روژې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د شخړو د ډیرېدو او پر ملکي وګړو د هغه د اغېز له کبله ژوره خواشینې ښودلې ده. یوناما نن په یوې اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچې یاماموتو له قوله لیکلي چې وایي، قصدي او د عامو خلکو د تفکیک پرته بریدونه د توجیه وړ نهدي. اعلامیه په کابل کې پر کونټر پارت موسسې او هم د بغلان په پلخمري ښار کې بریدونو اشاره کړې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسانو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده. Читать дальше...
د هرات د کهسان ولسوالۍ په مربوطاتو کې اووه دیرش تاریخې اثار موندل شوي چې زرګونه کلونه قدامت لري. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتوري څانګي امر جاوېد ضرغام ازادي راډیو ته وویل چې دغه آثار تر اسلام دمخه او تر اسلام را وروسته وختونو پورې اړوند دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم ویلي چې دغه اثار څو زره کلن قدامت لري. دغه اثار د کهسان ولسوالۍ د یوه بزګر لهخوا د کرنې پر مهال وموندل شول او د هرات والي ته وسپارل شول. پهدې اثارو کې ډبرین او خټین لوښي هم شامل دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې ان د هغو ستونزو د هواري په اړهیې هم اقدام کړی چې له املهیې د نجونو زدهکوونکو غیرحاضرۍ....
د فراه امنیتي چارواکي وایي، د پرچمن ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال حافظ عبدالحق له نورو شپږو ملګرو سره یې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب ازادي راډیو ته وویل، دا هوایي برید تېره شپه د پرچمن او شینډنډ ترمنځ سیمه کې شوی دی. د ښاغلي محب په خبره حافظ عبدالحق پر ځینو امنیتي پوستو په بریدونو کې ښکیل وو. د فراه امنیتي چارواکو په خبره نن سهار په پشت رود ولسوالۍ کې شپږ وسلهوال مخالفین له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیس ویلز کابل ته د سفر پرمهال د افغانستان پر شفافو او باوري انتخاباتو ټینګار وکړ. په کابل کې د امریکا سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې مېرمن ویلز نن په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له غړو سره ولیدل. پهدې لیدنه کې الیس ویلز د رای ورکوونکو د نوملېکنې پروسې پر چټکې امادهګی او د انتخاباتو د بهیر لپاره د اړتیا وړ کارکوونکو پر ګمارلو هم ټینګار وکړ. په کابل کې د امریکا سفارت په خبره میرمن ویلز به د مدني ټولنو... Читать дальше...
په بغداد کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته یوه امنیتي ابلاغیه خپره کړې او په عراق کې یې د شخړو د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی. پهدې ابلاغیه کې چې د مې پر ۱۲مه خپره شوې له امریکایي اتباعو غوښتل شوي چې عراق ته له سفره ډډه وکړي. دا اقدام داسې مهال شوی چې د عراق د ګاونډي ایران او امریکا ترمنځ شخړې ډېري شوي دي. په بغداد کې د امریکا سفارت د دغو ګواښونو په اړه ډېر جزئیات نهدي ورکړي. تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو بغداد ته یو ناڅاپي سفر وکړ او هلته یې له عراقي چارواکو سره پر هغو امنیتي... Читать дальше...
د بریتانیا ، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې فدریکا موګیریني سره د ایران او د نړۍ د قدرتونو تر منځ د اټمي تړون د بشپړ خوندیتوب لپاره پر لارو چارو بحث کوي. دا بحث وروسته له هغه کېږي چې تېره اوونۍ تهران اعلان وکړ که نړیوال قدرتونه د امریکا د بندیزونو پر وړاندې د دوی ګټي خوندي نهکړي، نو ایران به د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ځینې ژمنې محدودې کړي. د اروپا په خارجي سیاست او امنیتي چارو کې د اروپایي ټولنې لوړ رتبه استازي فدریکا موګیریني د نننۍ... Читать дальше...
د کابل د ولسي جرګې د معترضو کاندیدانو د اتحاد اعتراضونه د هودخېلو د سيمې د اوسېدونکو له سختو غبرګونونو سره مخ شول. دوی نن د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مخې ته راټول شوي وو او د کابل حوزې د رأیو باطلېدلو غوښتنه یې درلودله. ویډيو او ایډيټ: لېمه هادي
د کندهار امنیتي چارواکي پهدې ولایت کې د اوو تنو وسلهوالو مخالفینو او دوو پولیسو د وژل کېدو خبره کوي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په ښورابک ولسوالۍ کې د دواړو لورو تر منځ نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده: "پهدې پېښه کې اووه تنه طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپیان دي. دوه پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي." د ښاغلي بارکزي په خبره دا نښتې وروسته له هغه وشوې چې طالبانو پر امنیتي ځواکونو برید وکړ. په یوه بل خبر کې د کندهار د امنیتي چارواکو... Читать дальше...
د غور ولایت د ورزش اداره په پام کې لري چې د رمضان جام سیالۍ پیل کړي. د دغه ولایت د ورزش امر امیر محمد غوري نن ازادي راډيو ته وویل: "مونږ د رمضان جام په دغو سیالیو کې د فوټبال، ولیبال، فوټسال، هنډبال او باسکیټبال سیالۍ ترسره کوو چې ټولې به په یوه سر پوښلي جمنازیم کې ترسره شي." د ښاغلي غوري په خبره، د دغو لوبو هدف دا دی څو له ولایتونو بهر سیالیو ته ټيمونه وپېژندل شي.
په کابل کې نن شپه د کرکټ د رمضان لیګ سیالیو پنځم پړاو پیلېږي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې په دغه لیګ کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو کې سیالۍ کوي. دغه لیګ د زرملوال لوبغالي د څښتن له لوري ترسره کېږي. د رمضان کرکټ لیګ دغه سیالۍ د روژې میاشتې تر اخره پورې دوام کوي او پکې د مرکز په ګډون د بېلابېلو کرکټ کلبونو لوبډلې برخه لري. یادې لوبې د یوې خصوصي ټلویزیوني شبکې له لوري په ژوندۍ بڼه هم خپرېږي.
د کابل د ولسي جرګې د کاندیدانو د اتحاد له لوري اعتراضونه له غبرګونونو سره مخ شول.
په داسې حال کې چې د انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه انتقاد کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ...
په هلمند ولایت کې د جنګونو او ناامنیو له امله د ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو معیاري صحي خدمتونو تضمین نهشي کېدلی، خو د روغتیا ...
د ارزګان ولایت سرپرست والي وایي چې په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو د پرمختیايي پروژو مخه ...
د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د افغانستان په لویو ښارونو کې تر ډېره د طالبانو د حملو مخه نیول شوې ده.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د کونړ په غازي اباد او مرورې ولسوالیو د توپونو ۹۲ ګولۍ راویشتې دي. د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکو ازادې راډیو ته وویل، په کورونو او سیمو کې په پرله پسې توګه د پاکستان پوځ د درنو توپونو ډزې کوي چې له امله يې ګڼو خلکو خپل کورونه پريښي دي. دوی ادعا کوي چې د پاکستان پوځ د دې ترڅنګ چې د۲۰۱۰ زېږدیز کال څخه د کونړ پر خاوره د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي او په کومو ځایونو کې چې پرمختګ کوي، هلته پوستې جوړوي او اغزن تار غځوي. دوی وايي، تراوسه افغان حکومت او نړیوالې ټولنې... Читать дальше...
د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د متحدو ايالاتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الس ولز تېر ماښام د افغانستان د حکومت له رهبرانو سره په جلا- جلا کتنو کې پر ځينو مسايلو خبرې وکړې. جمهوري رياست په یوه بیان کې ويلي چې ولسمشر محمد اشرف غني او مېرمن ولز د ښې حکومتوالۍ او ځان بسياينې لپاره د امريکا د ملکي مرستو پر بيا کتنې خبرې وکړې. د بیان له مخې ښاغلي غني او مېرمن ولز د سولې د پروسې، د سولې مشورتي لويې جرګې پر پایلو او پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ انتخاباتو پر اهميت بحث وکړ. بلخوا اجرائيه رياست... Читать дальше...
په کابل کې د امريکا سفارت د ټلوېزيوني خپرونو د پخوانۍ وياندې مينې منګل پر وژل کېدو خواشيني ښوولې ده. دغه سفارت پرون په خپل ټويټرکې ليکلي چې په افغانستان کې د مينې منګل او ټولو ژورنالېستانو کار د دغه هېواد د راتلونکې د بريا لپاره مهم دى. د امريکا سفارت ليکلي چې ژورنالېستان بايد خوندي کړاى شي. بلخوا په افغانستان کې د ايټاليا سفارت هم په خپل ټويټرکې ليکلي: د زړورې افغان ښځې مينې منګل وژل کېدل، وروستۍ غموونکې پېښه ده چې په افغانستان کې خبريالان هم په نښه کوي. په همدې حال کې د کاناډا صدراعظم... Читать дальше...
د افغانستان برښنا شرکت وايي، په لغمان کې يې د برښنا له درکه د پوروړو برښنا پرې کړې ده. دغه شرکت ويلي، د هغو کسانو د برېښنا مزي پرې شوي، چې له دوو دورو راهيسې يې د برېښنا لګښت نه دي تحويل کړي. برښنا شرکت نن په يوه اعلاميه کې ويلي: "هغه پیریدونکي چې پر ټاکلي وخت د برښنا لګښتونه نه تحویلوي، یا په غیر قانوني ډول له برښنا څخه ګټه اخلي، د برښنا مزي یې پرې او فیوزیونه یې له میټربکسونو څخه وایستل شول." برښنا شرکت وايي، تر هغو چې دغه کسان خپل د برښنا لګښتونه تحویل نه کړي هېڅوک يې د برښنا مزي بېرته نه شي نښلولاى.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости