ناټو: طالبان د سولې بینالافغاني خبرو ته تیار دي او ښايي د روژې میاشت کې ترسره شي
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي لوړپوړي استازي ویلي دي چې طالبان د سولې بینالافغاني خبرو لپاره تیاری لري او دا سازمان تمه لري چې ...
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي لوړپوړي استازي ویلي دي چې طالبان د سولې بینالافغاني خبرو لپاره تیاری لري او دا سازمان تمه لري چې ...
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په فراه کې د تېرې یکشنبې په ورځ په هوايي حملو کې د وسلهوالو طالبانو د مخدرو موادو ۶۸ لابراتوارونه ویجاړ شوي او ۱۵۰ وسلهوال وژل شوي دي. د دفاع وزارت ویاند پهدې عملیاتو کې د ملکي وګړو وژل کېدو خبر رد کړی دی. رویټرز خبري اژانس نن د مې په اوومه، د دفاع وزارت په حواله دا خبر خپور کړی دی. د یکشنبې په ورځ علمیات د فراه په بکوا ولسوالۍ کې شوي دي. د بکواه ولسوال عبدالغفور مجاهد ویلي چې په عملیاتو کې زیات ملکي وګړي چې په هغو لابراتوارونو کې یې کار کاوه، وژل شوي دي.
په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې نن بیا پیل شوې، په الوتکو بار امریکایي ستره بیړۍ فارس خلیج ته داخله شوه، د اسراییل او غزې اړیکي کلونه وروسته خورا ترینګلي شوې او دا به هم دلته وګورئ چې فیلان د تایلند پاچا ته څرنګه درناوی کوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ امنیه قوماندان، عارف سادات او درې نور پولیس نن، د مې په اوومه، ووژل شول. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي، نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا کسان د قوماندانۍ ودانۍ ته نږدې په چاودنه کې ووژل شول. په پېښه کې څلور پولیس زخمیان شوي دي. د پېښې مسئولیت لا کومې ډلې نه دی اخیستی.
په پکتیا کې نن د مې په اوومه، د پولیسو یو موټر په ماین الوتی او څلور پولیس پهکې وژل شوي دي. دا پېښه د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې شوې ده. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره عملیات پېل شوي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی
په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې چې یو افغان کډوال په کې د ترکېې د څو ځوانانو ...
چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن د مې په اومه سهار وختي د تخار د پولیسو پر یوه پوسته حمله وکړه چې اووه پولیس په کې وژل شوي دي. حمله په خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کې شوې ده. د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري دا خبر تأیيد کړی دی. هجري د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبانو ته هم تاوان رسېدلی دی. خو د هغوی د تلفاتو دقیق رقم نه دی څرګند شوی. وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي. له بله پلوه د افغانستان د سولې عالي شورا نن بیا پر حکومت او طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي.... Читать дальше...
په ارزګان ولایت کې د یوه وژل شوي سرتېري د کورنۍ حال! دغه کورنۍ چې مخکې یې خورا ښه ژوند درلود، اوس ترشنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي. یاده کورنۍ په ملي پولیسو کې د علي په نوم د يو وژل شوي سرتېري ده چې وسله والو طالبانو وژلی دی.
د دې نڅا او خوشحالیو تر شا د ۵ کلن سید الرحمن دردوونکی داستان پروت دی. د ازادي راډيو خبریال شفیع کریمي په دغه راپور کې د سید الرحمن ژوند انځور کړی دی. ویډیو: لېمه هادي اېډېټ: شفیع کریمي
د چابهار بندر له پرانيستلو وروسته د هند او افغانستان ترمنځ د دې بندر له لارې یوازې یو ځل صادرات او واردات شوي ...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې هېواد يې په شمالي قطب کې خپل حضور پراخوي. مایک پامپیو پرون په ...
له دوو میاشتو را په دېخوا د امو سیند د اوبو د سطحې پورته کېدو د بلخ په شورتپه او کلدار ولسوالیو کې د یو شمېر...
د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مسؤلین وايي چې د سوک وهنې هغه لوبغاړې يې ونازول چې افغانستان ته يې له بېلابېلو سیالیو نه مډالونه راوړي وو. د دې کمېټې اجرائیوي رئیس داد محمد پاینده اختري نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "زموږ پروفشنل لوبغاړي وتوانېدل چې په دُبۍ ښار کې په عربي سیال غالب شي همدا شان زموږ دوهم لوبغاړي هم د جمناسټیک په برخه کې په پاکستان کې په دوستانه سیالیو کې بریاوې خپلې کړي او درې د سروزرو، دوه د سپینو او یو د بُرنزو مډال يې وګاټه." نوموړي وویل چې د لوبغاړو نازول د... Читать дальше...
د عراق په کردستان کې کب نيوونکي اوس هم هغه لرغونی تخنيک کاروي چې له پېړیو راهيسې له یوه نسله بل ته انتقال ...
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د احمد شاه ابدالي د کرکټ په څلور ورځنیو یا فرسټ سیالیو په لړ کې تر دې دمه نجیب ترکي په پنځه سیالیو کې ۶۷۰ منډې جوړې کړي او د جدول په سر کې ځای لري. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د نجیب ترکي ترڅنګ شاهدالله بل هغه منډه جوړونکی دی چې په پنځه سیالیو کې يې ۶۱۰ منډې کړي او د نومرو په جدول کې يې دوهم ځای خپل کړی دی. همدا شان د دې سیالیو د توپ اچونکو په نوملړ کې بیا ظاهرخان چینه مین د ۳۰ وېکټو په اخېستو لومړی او ظهیر د ۲۹ لوبغاړو په سوځېدو دوهم ځای خپل کړی دی. Читать дальше...
د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ۱۵ مېګا واټه لمریزې برښنا د پروژې د کار د بشپړېدو خبره کوي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال فضلالحق مشکاڼي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پهدغې پروژې سره به پهدغه ولایت کې د فابریکو د برښنا ستونزه تر یو بریده هواره شي. دی وايي: "زموږ ډېری فابریکې د برښنا د نشتوالي له امله له فعالیت پاتې دي، له دې سره هم ستونزې ټولې نهحلېږي، خو تر یوې اندازې به هوارې شي." د ښاغلي مشکاڼي د معلوماتو له مخې پهدغه ولایت کې ۲۵۰ فابریکې شته چې له دې شمېر ۱۵۲یې فعالې او پاتې نورې یې غیر فعالې دي. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د ټاپي پروژې په څلورو برخو کې د پرمختګونو خبره کوي. د دغه وزارت ویاند سمیر رسا نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حقوقي، مالي، تدارکاتي او تحقیقي برخې مخ په وروستۍ کېدو دي. ښاغلي رسا زیاته کړه: "په ټوله کې له نېکهمرغه د ټاپي پروژې په برخه کې ښه پرمختګونه شوي او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې به موږ عملاً په افغانستان کې د دغې پروژې د عملي کار شاهدان واوسو." شااوخوا یو کال په افغانستان کې د ټاپي پروژې د تخنیکي چارو له پرانیستې کېږي او مسؤلینو ویلي چې تخنیکي،... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې د ولسمشرۍ انتخابات د رأیې ورکوونکو له هغه نوملړه ...
د میانمار حکومت د روېټرز خبري اژانس دوه خبریالان چې د روهینګیایي مسلمانانو د وضعیت په اړهیې راپورونه جوړول، نن د مې په شپږمه ازاد کړل. د روېټرز خبري اژانس د دوو خبریالانو د خوشې کېدو لپاره نړیوال کمپاین وشو. د میانمار حکومت مجبور شو چې د جمهور رئيس د عفوې د یوه فرمان پر اساس هغوی خوشې کړي. دواړو خبریالانو د میانمار په ستر ښار ینګون کې په داسې زندان کې چې شرایطیې ډېر سخت دي، تقریباً ۱۶ میاشتې په توقیف کې تېرې کړې. پر هغوی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تور لګېدلی و چې د روهینګیايي مسلمانانو پر ضد... Читать дальше...
د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس نن د مې په اوومه شمالي مقدونیې ته ورسېد. دا اول وار دی چې د واتیکان مشر مقدونیې ته ځي. پاپ به د بالکان په سیمه کې درېیو هېوادونو ته په دې سفر کې نن د مقدونیې خلکو ته وینا وکړي. شمالي مقدونیه یو کوچنی هېواد دی چې ۲،۱ ميلیون وګړي لري. د مقدونیې د خلکو لویه برخه ارتودوکس مسیحیان دي. خو په دې هېواد کې د مسلمانانو ستره ټولنه چې په خټه البانیایان دي، اوسېږي. د شمالي مقدونیې د وګړو له څلورو یو مسلمان دی او ګڼل کېږي چې ۱۵ زره کاتولیک مسیحیان هم هلته مېشت دي.
په پاکستان کې امنیتي ځواکونه وايي چې مشکوکو وسلهوالو کسانو په شمالي وزیرستان کې څلور عسکر وژلي او ۱۰ نور یې زخمیان کړي دي. یوه پاکستاني چارواکي چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرطیې خبرې کولې، ویلي چې وسلهوالو پرون د مې په شپږمه دوه حملې کړې دي. د هغه په وینا، حمله کوونکي د افغانستان د سرحد خوا ته تښتېدلي دي. د حملې مسؤلیت چا نهدی اخیستی.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ زده کوونکي د کتابونو او ښوونکو له کموالي شکایت کوي، دا په داسې حال کې ده...
د کندهار ولایت خاکرېز ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې د خلکو پر مخ تړل شوې دي. د لارو د تړلو له امله د خاکرېز ولسوالۍ ...
د ناټو عمومي منشي د ترکیې د هغه پلان د احتمالي عواقبو په اړه اندېښنه ښودلې چې غواړي روسیې دافع هوا توغندي وپېري. ینس سټولټنبرګ پرون د دوشنبې په ورځ په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولوت چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، هر هېواد د خپلو اړتیا وړ پوځي تجهیزاتو د پېرلو اختیار لري، خو زیاته یې کړه چې په عین حال کې د «S-۴۰۰» توغندیو د پېرودلو د احتمالي عواقبو له کبله اندیښمن دی ځکه متحد ایالاتو په ډاګه کړې چې که ترکیه دا توغندي وپېري نو بندیزونه به پرې ولګول شي. د ترکیې ولسمشر رجب... Читать дальше...
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости