د افغانستان قونسلګري د ایران په یزد کې د افغانانو وژنه څېړي
پېښه وړمه ورځ د ایران د مهریز، یزد په لویه لاره شوې او د افغانانو د سپرلۍ موټر د اور لمبه شوی دی.
پېښه وړمه ورځ د ایران د مهریز، یزد په لویه لاره شوې او د افغانانو د سپرلۍ موټر د اور لمبه شوی دی.
د خوست غلام خان بندر چې اوسمهال له تېرو درې نیمو میاشتو راهیسې د سوداګریزو چارو پر مخ تړل شوی، له املهیې د سوېل ختیځ زون په ولایاتو کې سوداګري پیکه شوې او د توکو په بیو کې لوړوالی راغلی. د ازادي راډیو خبریال احسان ارین د ډیورند کرښې صفري نقطې ته ورغلی او دا راپور یې چمتو کړی.
ښاغلی مککانل وایي، هېواد یې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه باید د پخوانۍ ادارې درس په ذهن کې ولري.
د چک جمهوریت صدراعظم وايي حکومت یې په پراګ کې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي د نامطلوبو اشخاصو په لیست کې شامل کړل. اندري بابیش نن په پراګ کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، دا اقدام د مسمومولو د هڅو له کبله شوی دی. خو وروسته دا یو ناسم خبر وبلل شو، چې علت یې د سفارت د کارکوونکو ترمنځ اختلافات وبلل شول. د چک صدراعظم اندري بابیش وویل: «په پراګ کې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي د نامطلوبو اشخاصو په توګه اعلان کړای شول.» لومړی د چک جمهوریت په رسنیو کې دا خبر داسې خپور شو، چې د... Читать дальше...
امریکا په ډسمبر میاشت کې د اروپا د انرژۍ د امنیت قانون تصویب کړ چې له مخې يې په بالتیک سمندرګي کې د 'نورډ سټریم ۲' له پایپلاین سره پر ولاړو بېړیو بندیز ولګېد او د ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت دا پروژه مخکې تر بشپړېدو ودرېده.
د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي په وسلهواله نښته کې ۱۶ وسلهوال طالبان وژل شوي دي. د امنیه قوماندانۍ ویاند محبالله محب نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "د دولت وسلهوالو مخالفانو چې ډېری یې د طالبانو د سرې قطعې غړي وو، تېره شپه شاوخوا یوه بجه غوښتل د مرکز په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه وکړي. له نېکه مرغه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د طالبانو سنګرونه ویشتلي په نتیجه کې یې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۵ تنهیې ټپیان شوي دي." د امنیه قوماندانۍ ویاند... Читать дальше...
د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې په کرونا ویروس د ۹۱۵ نورو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی. دغه وزارت نن په یوه معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې ۹ کسان مړه شوي او ۱۷۸ تنه نور روغ شوي دي. له دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۹،۰۰۰ ته رسېدلی دی. په افغانستان کې په ټوله کې له کرونا ویروس څخه ۱،۷۶۳ تنه روغ شوي دي. د روغتیا وزارت مرستیال ویاند توحید شکوهمند نن سهار ازادي راډیو ته وویل، په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. Читать дальше...
د مدني حقونو فعالان، سیاستوال او پېژندل شوي شخصیتونه پرون د درېیم وار لپاره د مړه شوي تور پوستي جورج فلوید په یاد راغونډ شول. ۴۶ کلن فلوید د مې میاشتې پر ۲۵مه په میناسوتا ایالت کې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه چې دې مسئلې د امریکا په متحده ایالاتو کې د نژادي تبعیض او د پولیسو د ظلمونو پر خلاف مظاهرې وپارولې. مدني فعال ريویریند الشارپټُن (Reverend Al Sharpton) د میناسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې جوړې شوې یاد غونډې ته وویل، جورج فلوید نړۍ بدله کړه. هغه زیاته کړه: "هغه څه چې پر فلوید پېښ شول،... Читать дальше...
روسي چارواکو په سایبریا کې د حرارتي برېښنا د یوه برېښناکوټ یو مسؤل نیولی دی. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې تېره جمعه د دغه برېښناکوټ ۲۰ زره لیتره ډیزل ځمکې، یوه سمندرګي او دوو سیندونو ته توی شول. دغه پېښه صنعتي ښار نورېلسک ته څېرمه شوې ده. د کراسنو یارسک کرای محلي محکمې پرون امر وکړ چې د برېښناکوټ مسؤل، ویاچیسلاف ستاروستین دې د جولای میاشتې تر ۳۱مې نېټې تر محاکمې مخکې په توقیف کې وساتل شي. دی د ژوند چاپېریال له مقرراتو په سرغړونې او ناغېړۍ تورن شوی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې... Читать дальше...
په قرغزستان کې ګڼو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو د «نوې ساه» په نوم نوی اتحاد تشکیل کړ. دوی په پام کې لري، په ګډه په هغو پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي چې اکټوبر میاشت ته پلان شوې دي. د پلار وطن، سپین باز، لبرال ډیموکرات، سوسیال ډیموکرات د ځوانانو انجمن او زرغون اتحاد ترمنځ د دغه ستراتېژیک شراکت تفاهملیک نن جمعه لاسلیک شو. د تفاهملیک تر لاسلیک وروسته د دغو ګوندونو سیاستوالو وویل، د اتحاد عمده هدفیې له ټولو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سره همکاري ده. قرغزستان په منځنۍ اسیا کې یوازنی هېواد دی چې انتخابات پهکې په ډیموکراتیک ډول ترسره کېږي. Читать дальше...
د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې نن سهار د وسلهوالو طالبانو په کمین کې تر ۱۰ زیات پولیس وژل شوي دي. د زابل د امنیه قوماندانۍ یوه امنیتي سرچینه چې نهغواړي نومیې خپور شي ازادي راډيو ته په دغه پېښه کې د ۱۵ پولیسو د وژل کېدو خبر تأییدوي. بلخوا د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حقبیان د وژل شویو پولیسو شمېر ۱۰ تنه یاد کړ او ویېویل پولیسو غوښتل د سړک وضعیت وارزوي. ښاغلی حقبیان زیاتوي: "هغوی د سړک د چک او امنیت لپاره راوتلي وو چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول، دوه هاموې موټرونهیې سوځول شوي... Читать дальше...
په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي پر افغان قواوو یې د وسلهوالو طالبانو د تنظیم شویو حملو د شنډولو لپاره ۲ هوايي حملې کړې دي. د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت نن په ټویټر کې لیکلي چې وسلهوالو طالبانو پرون غوښتل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو حمله وکړي. په بیان کې د پېښې د دقیق ځای او اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي. د ښاغلي لګېت په خبره وسلهوال طالبان باید د هغې موافقې له مخې چې له امریکا سرهیې لاسلیک کړې، خپل تاوتریخوالی کم کړي او پرې دې ږدي چې د سولې پروسه پر مخ لاړه شي. Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د ټرافیکي پېښې په نتیجه کې افغانانو ته د اوښتې مرګژوبلې موضوع څېړل کېږي. دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران لپاره د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د ایران په یزد کې د پېښې ځای ته روان شوی چې د ټپیانو د پوښتنې ترڅنګ د موضوع په اړه خپل تحقیقات پوره کړي. په یزد کې وړمه ورځ په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳ افغان وګړي مړه شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي. راپورونه وايي تر پېښې وروسته هغه موټر چې افغان وګړي پهکې روان وو، اور اخیستی دی.
پر دې موضوع ملالۍ بشير د ملګرو ملتوونو له خوا د ختيځو ولایتونو لپاره د ځوانانو له استازې مقدسې احمدزۍ سره خبرې کړې. مقدسه احمدزۍ په ننګرهار ولایت کې یو خیریه بنسټ هم لري چې له خلکو سره مرستې کوي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
دا کمېسیون وروسته تر دې دا خبره کوي چې د کابل په دشت برچي روغتون له حملې د ۲۳ ورځو تېرېدو وروسته، د بېپولې ډاکترانو ټولنه وايي، دوی لا هم نهپوهېږي چې دا برید چا کړی.
په امریکا کې مدني فعالانو، سیاستوالو او هنرمندانو د پنجشنبې په ورځ (د جون په څلورمه نېټه) د جورج فلوید، د یاد په مراسمو کې ګډون وکړ. ۴۶ کلن فلوید هغه تور پوستی امریکايي وو چې تېره اوونۍ د پولیسو په توقیف کې مړ شو او له هغه راهیسې په دې هېواد کې د نژادي بېعدالتۍ پر وړاندې پراخ لاریونونه پيل شول. فلويد د مینیسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې د مې په ۲۵مه مړ شو او د پنجشنبې ورځې یادغونډهیې هم په همدې ښار کې جوړه شوه. د فلويد د کورنۍ مدافع وکیل ویلي چې په درې ایالتونو کې به شپږ ورځې د ده په یاد کې مراسم جوړ شي. Читать дальше...
د چک جمهوريت د روغتیا وزارت ویلي چې په دې هېواد کې کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۹،۴۴۱ دی. په دغو کې ۲،۳۶۵ کسان اوس هم په کرونا ویروس اخته دي او ۶،۷۵۲ رغېدلي دي. د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ د دغو معلوماتو ترڅنګ دا هم وویل چې په چک جمهوریت کې په کرونا ویروس اخته ۳۲۴ کسان مړه شوي دي. د دې هیواد د روغتیا وزارت وویل چې له اروپايي ټولنې هېوادونو به چک اتباعو ته اجازه وي چې د جون له ۱۵مې وروسته پرته له محدودیته خپل هېواد ته سفر وکړای شي، خو هغه کسان چې له بریتانیا او سویډنه بېرته چک جمهوریت... Читать дальше...
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د دفاع په برخه کې پخوانی چارواکی د صدراعظم په توګه ټاکلی دی. لوکاشینکا دا اقدام تر ولسمشریزو انتخاباتو دوه میاشتې وروسته کړی. ۴۶ کلن رامان ګولوف چینکو (Raman Golovchenko) پخوانی ډیپلومات دی چې د دولت د نظامي صنعتي کمېټې مشر وو او د جون په څلورمه نېټه د صدراعظم په توګه وټاکل شو. دا یوه ورځ وروسته له هغه چې مخکېنی صدراعظم سیارهې روماس (Syarhey Rumas) له خپلې دندې ګوښه کړای شو. کارپوهان وايي چې د دفاع په برخه کې د تجربه لرونکي پخواني چارواکي د ټاکنې هدف د لوکاشینکا د واک ټینګول دي. Читать дальше...
د کاپيسا ځايي چارواکي وايي، طالبانو د الهسای ولسوالۍ پر ودانۍ ډلهییزه حمله کړې ده. په دې حمله کې چې د پنجشنبې په ماښام شوې، یو ملکي وګړی ټپي شوی دی. د الهسای ولسوال نقشبند صافي ازادي راډيو ته وویل: "پر ولسوالۍ د حملې په نتيجه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه." د ښاغلي نقشبند په وینا، په دې حمله کې د یوه ملکي د ټپي کېدو ترڅنګ د دې ولسوالۍ د بازار هټيو اور اخیستی او سوځلي دي. وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د امریکا په سنا جرګه کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر مچ مککانل وايي، امریکا باید له ترورېزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې کافي حضور ولري. مچ مککانل دا خبره پرون د پنجشنبې په ورځ (د جون په څلورمه نېټه) د خپل هېواد سنا جرګې ته وکړه. ده زیاته کړه: "موږ باید په افغانستان کې کافي حضور ولرو چې د داعش، القاعده او حقاني شبکې پر ضد خپله ستراتېژیکه پياوړتیا خوندي وساتو. موږ باید په افغانستان کې کافي حضور، ځکه هم ولرو چې هلته د عراق او سوریې برخلیک تکرار نهشي." ښاغلي مککانل زیاته کړه: "پر طالبانو... Читать дальше...
دا تړون له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو په بدل کې د دې ډلې د پنځه زره بندیانو د خوشې کېدو او له افغانستانه په ۱۴ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو ژمنه کوي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اینه اریکسون سوریده د افغانستان د سولې له بهیر سره د خپل هېواد پر ملاتړ ټينګار کړی. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پرون د پنجشنبې په ورځ د وېډيو کنفرانس له لارې له مېرمن سوریده سره خبرې وکړې. مېرمن سوریده وویل چې هېواد بهیې په هر ډول حالاتو او شرایطو کې له افغانانو سره ولاړ پاته شي. د دې په وینا ناروې د سولې خبرو ته د زمینې برابرولو په برخه کې هڅې کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د سولې په بهیر کې د نړیوالې ټولنې... Читать дальше...
ایران ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی براین هوک له یوه ډاکتر سره سویس ته تللی چې د دغه امریکايي وګړي هرکلی وکړي او هغه خپل هېواد ته ستون کړي.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف له مشرانو غوښتي چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د پرمختګ د مخنیوي لپاره دې مالي مرستې زیاتې او د دې ډلې پر ضد دې جګړه ګړندۍ کړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости