Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2020

Новости за 27.06.2020

پر نيل سيند یو لوی بند جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې مصر، حبشه او سوډان تر راتلونکو دوه یا درې اوونیو پورې پر نیل سیند د اوبو د یوه لوی بند د جوړولو هوکړه لاسلیک کړي. دا هوکړه تر هغه وروسته کېږي چې د دغه بند د جوړولو پر سر د ۱۰ کلنو شخړو هواري کې افریقایي ټولنې منځګړیتوب وکړ. په تېرو ۱۰ کلونو کې د مصر، حبشې او ګاونډي سوډان چارواکي یې په دې کار نه سره سلا کېدل، خو د دغو هېوادونو مشرانو د جنوبي افریقا له ولسمشر سره تر ملاقات یوه ورځ وروسته د موافقې خبره وکړه. دغه بند د سوډان د سرحد په ۱۵ کیلومترۍ کې د حبشې د خاورې دننه د نیل پر سیند جوړېږي او څلور میلیارده ډالره لګښت پرې راځي.

طالبان: بدخشان کې ۳۴ پوځيان او پوليس خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

طالبان وایي، نن‌یې بدخشان کې له خپل حبس نه ۳۴ پوځیان او پولیس خوشې کړل. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغو کسانو سره‌یې یوه اندازه مرسته کړې او خپلو کورنیو ته استول شوي دي. طالبانو تر اوسه له دوی سره د زرو زندانیانو له ډلې له نیمایي ډېر هغه خوشې کړي دي. د طالبانو یو پلاوی په کابل کې دی او هلته د خپلو زندانیانو د خوشې کېدو بهیر څاري.

پاکستان کې د تېلو د بيو بې‌ساری لوړوالی

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د تېلو بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. د یوه راپور پر بنسټ چې نن خپور شو، د پطرولي تولیداتو په بیو کې له ۲۷ نه تر ۶۰ فیصده پورې زیاتوالی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې پاکستان وویل، ۲۰۱۹ کال کې یې د نا خالصه تولیداتو عوایدو ص ۰٫۴ فیصده کسر کړی دی. له دې وړاندې تمه کېده چې دغه عواید به په سلو کې ۲٫۴ وده ولري. په ۲۰۱۸ کال کې د عمران خان د واکمنۍ له پيله د پاکستان اقتصاد مخ په ځوړ روان دی. تېره مارچ میاشت کې چې کله حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې بندیزونه ولګول، د پاکستان اقتصاد بله ضربه وخوړه. Читать дальше...



غني خپل مرستیال ته د فساد سره د مبارزې لپاره د تګلارې جوړولو امر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

‎ولسمشر محمد اشرف غني تازه لارښوونه کړې چې لومړی مرستیال یې امرالله صالح په لویو ښارونو کې د جنایاتو د مهارولو، په مالي نظام کې په ځانګړې توګه په ګمرکونو کې د فساد پر وړاندې مبارزه او په کلیو ولسوالیو او ولایتونو کې د سیمه ییزې حکومتوالۍ څارنه وکړي.

ارګ د طالبانو له خوا سولې ته هېڅ ښکاره ژمنه او هوډ نه ویني

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د طالبانو له خوا سولې ته هېڅ ښکاره ژمنه او هوډ نه ویني. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی د تاوتریخوالي د کمښت او سولې ته د رسېدو لپاره نږدې څلور زره طالب زندانیان ازاد کړي، خو وایي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت ژمنه نه ده ساتلې. ښاغلي صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، اوس د دې وخت دی چې طالبان له خپله اړخه د تاوتریخوالي د کمښت او ښه نیت یو ګام پورته کړي. هغه زیاته کړه: "زمونږ په باور، د قضیې دې اړخ ته د سولې د خبرو هېڅ خنډ نشته، خو په خواشینۍ سره، کله... Читать дальше...



ایفل برج تر دریو میاشتو وروسته د لیدونکو لپاره پرانستل شو

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې په پاریس ښار کې ایفل برج د لیدونکو لپاره پرانستل شو. د دې تاریخي برج د تړلو علت د کرونا ویروس خپریدل او له کبله یې په ټولې فرانسې کې د محدودیتونو لګول وو . هرکال میلیونونه کسان د دې برج لیدو ته ورځي.

کابل کې د نننۍ چاودنې قربانیان د بشر حقونو کمېسیون کارکوونکي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په کابل کې د نن سهار چاودنې قربانیان د دوی کارکوونکي وو. دغه کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کارکوونکي یې سهار د احمدشا بابا مینې اړوند بت خاک څلور لاره کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شول. کمېسیون دغه برید وحشیانه یاد کړی دی او ویلي یې دي چې د انګېزې په اړه یې پلټنې کوي. د کابل پولیس وایي، وژل شوي کسان یو نرینه او یوه ښځه ده چې کورولا ډوله موټر پسې یې ماین سریښ شوی و. تر اوسه چا د دغې پېښې مسئولیت نه دی اخیستی.

راپور: روسیې طالب وسله والو ته د امریکايي سرتېرو په وژلو د پیسو وړاندیز کړی و

Pa.azadiradio.com 

د امریکا اسخبارتي سرچینې وايي، تېر کال د روسیې یوې څارګرې ډلې له طالبانو سره تړلو وسله والو ته په پټه افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي سرتېرو د وژلو پر سر د انعامونو وړاندیز کړی و.

امنیتي مسئولین: پکتیا کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسئول ایمل مومند وایي، چې تېره شپه ناوخته ۱۱:۳۰ بجې د دې ولایت د میرزاکې ولسوالۍ په مقام وسله والو طالبانو برید وکړ، چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. دی وایي، د جنګ په ډګر کې د وسله والو طالبانو دوه جسدونه او یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم پاتې شوي. دده په وینا په برید کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

امریکا: یوه ورځ کې د کرونا ویروس ۴۰۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې پرون جمعه په یوه ورځ د کرونا ویروس څه باندې ۴۰ زره پیښې ثبت شوې چې په ورځنۍ توګه د پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی. له دې سره یو شمېر ایالتونه له هغه ګامه په شا شوي چې غوښتل یې لګول شوي بندیزونه لرې کړي. ټکزاس او فلوریډا هغه ایالتونه دي چې وروستیو درېیو ورځو کې د نورو پرتله ډېرې پېښې په کې رامنځته شوي. د ټکزاس والي، دغلته د ټولو بارونو د تړلو امر کړی دی او په فلوریډا کې د بارونو دننه د شرابو څښل منعه شوي دي. چارواکي وایي، امریکا کې د کرونا پېښې ځکه بېرته په ډېرېدو شوې چې ایالتونو بېرته... Читать дальше...

د کابل ۱۲ مه ناحیه کې اور لګېدو درانه مالي زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، د کابل د احمد شاه بابا مينې په سيمه کې د شینوارو په نوم یوه مارکېټ کې تېره شپه د اور لګېدو له امله دوکاندارانو ته نږدې سل لکه افغانۍ زیان رسېدلی دی. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو دوکانونو کې تر ډېره کالي او سیمساري خرڅېدل. نوموړي وویل په اور لګېدنه کې لسګونه دوکانونه سوځېدلي دي. د متشبثینو عالي بورد وایي، د زیانونو په اړه حکومتي پلاوی تللی او موضوع څېړي. خو تراوسه د اور لګېدو لامل نه دی روښانه شوی. تر دې وړاندې هم... Читать дальше...

میدان وردګ کې د کچالو او پیازو ۱۴۰ سړې خونې پرانیستل شوې

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د کچالو او پیازو د ۱۴۰ سړو خونو د پرانیستل کېدو خبر ورکوي. د دغه ریاست رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دغو سړو خونو پروژه د اسیا پراختیایې بانک د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي. نوموړي وویل چې په دې کې ۱۰۹ د کچالو او ۳۱ د پیازو سړې خونې دي. د میدان وردګو ولایت د کرنې وزارت وایي، دا به د کروندګرو د کروندو په ساتلو او بازار ته د وړاندې کېدو لپاره ګټور رول ولري. د دوي په وینا کروندګر کولای شي د دې پروژې په پلې... Читать дальше...

پاکستان د هوايي شرکتونو ۲۸۲ پیلوټان د الوتکو چلولو منع کړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو د هوايي شرکتونو ۲۸۲ تنه پیلوټان د الوتکو له چلولو منع کړل. پاکستاني چارواکو دا پرېکړه په دغه هېواد کې د پي آی اې هوايي شرکت د یوې الوتکې له لوېدو وروسته په دې خاطر وکړه چې ممکن د پېلوټانو اسناد جعلي وي. د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان پرون (جمعه) وویل، له پیلوټانو تحقیقات روان دي او د هوايي ملکي چلند ادارې له ۵ جګپوړو مامورینو، چې په درغلیو کې د لاس لرلو په تور له دندو ګوښه کړای شوي دي. په هغو پیلوټانو کې، چې شک کېږي اسناد به یې جعلي وي، ۱۴۱ تنه یې د پاکستان په دولتي هوايي شرکت یا پي آی اې پورې اړه لري. Читать дальше...

چارواکي: کندهار کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د نړیوالو ځواکونو په برید کې د دې ولایت په ارغنداب ولسوالي کې لږترلږه ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول. د کندهار امنیه قوماندانۍ نن وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالي په سیاسنګ دره کې غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو حمله وکړي چې د نړیوالو ځواکونو له لوري پرې هوايي بریدونه وشول. د کندهار د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې بریدونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي. طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Волочкова заявила, что введение дресс-кода для артистов вызовет обратный эффект





Rss.plus
Ксения Бородина

«Деревенский вайб»: Бородина показала, как доит корову




Брачный аферист с судимостью обманул на полтора миллиона рублей трех москвичек

Юбилей русского поэта: в столице масштабно отметят день рождения Пушкина

Немецкий бизнесмен Новак пытался спрятаться от суда РФ в посольстве ФРГ в Москве

Россия начала переговоры по дедолларизации торговли с Кубой и Венесуэлой




امنیتي مسئولین: کابل کې بمي چاودنې ۲ تنه ووژل

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې نن سهار په یوه چاودنه کې دوه تنه ووژل شول. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی فردوس فرامز ازادي راډیو ته وویل، د سهار په ۱۵ کمې ۸ بجې د پلچرخي په سیمه کې په یوه کورولا موټر کې د مقناطیسي بم چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې یوه ښځه او یو نارینه ووژل شول. د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي. د دې پېښې د انګېزې په اړه هم چارواکو څه نه دي ویلي.

د امریکا په الینوی کې ۲ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په الینوی ایالت کې د ډزو په پېښه کې ۲ کسان ووژل شول او یو ټپي شو. د پولیسو په وینا، د جمعې په ورځ د الینوی ایالت په مرکزي برخه کې په یوه ګودام کې یوه کارکوونکي پر خپلو همکارانو ډزې کړي. د سپرینګ فیلډ ښار د پولیسو مشر کیني وینسلو وویل چې د دوو کارکوونکو مړي پولیسو د ودانۍ د پلټنې پر مهال وموندل. یوه ښځه کارکوونکې د موټر په پارکېنګ کې په ټپي حالت کې موندل شوې چې روغتون ته یووړل شوه. د پولیسو په وینا ډزې کوونکی ۴۸ کلن مایکل کولین نومېږي او د ده مړی یې په موټر کې په ډزو ویشتل شوی موندلی دی.

د سکاټلنډ پولیس: پر ګلاسګاو هوټل برید تروریستي نه و

Pa.azadiradio.com 

د سکاټلنډ پولیسو د جمعې په ورځ یو مشکوک کس په ډزو وواژه چې په ګلاسګاو کې د پناه غوښتونکي لپاره په یوه هوټل کې يې د چړې په حمله کې شپږ کسان ټپيان کړل. په ټپیانو کې یو پولیس هم شامل دی. د سکاټلنډ د پولیسو په وینا دا پېښه تروریستي نه ګڼي او له خلکو یې وغوښتل چې د دې حملې د دلیل په اړه دې له انګېرنو ډډه وکړي. پنځه ټپیان ټول روغتون ته انتقال شوي دي. د بریتانیا حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر پناه غوښتونکي په پارک این هوټل کې اوسي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې تر یوه اوونۍ په لږ... Читать дальше...

روسیه او فرانسه د نړیوال کړکېچ مخنیوي لپاره همکاري زیاتوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ده فرانسوي سیال امانویل مکرون ژمنه کړې چې د نړیوال کړکېچ د مخنیوي لپاره به همکاري لا زیاته کړي. پوتین د جمعې په ورځ د جون په ۲۶مه وویل چې له مکرون سره د اوکراین بحران، سوریه او لیبیا او په بالکان سیمه کې د کړکېچ پر موضوعاتو خبرې وشوې. د ده په وینا په خبرو کې وویل شول چې د ګډ تهدید پر وړاندې باید ګډې هڅې وشي لکه د کرونا ویروس وبا، نړیوال تروریزم او اقلیمي بدلون. مکرون وویل چې په سیمه کې له بحرانه تجربه تر لاسه شوې چې په ټوله سیمه کې له لیزبونه نیولې تر ولادي... Читать дальше...

سیمه ییز چارواکي: پروان کې یو پولیس وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پروان یو پولیس د ناپېژانده وسله والو په ډزو وژل شوی دی. د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار ازادي راډيو ته وویل: "د پولیسو دا سرتېری پرون غرمه د کار پر لور روان وو چې حمله ورباندې وشوه." د دې په وینا په دې اړه څېړنې روانې دي. د دې پېښې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی.



Москва

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

«Нужно быть очень осторожной»: Волочкова высказалась о спутнике дочери




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Первые тренировки нового сезона проекта «Спортивные выходные» прошли в Москве

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию


WTA

Ига Свёнтек одержала 40 побед над теннисистками из топ-10 рейтинга WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«Не тот человек в земле, не тот человек в Кремле». Память Навального почтили в регионах



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России