Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2020

Новости за 14.06.2020

د بې‌پولې خبریالانو ټولنه د تاجکستان د یوه قانون لغوه کېدل غواړي

Pa.azadiradio.com 

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د تاجکستان له لوري د هغه نوي قانون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه چې که چا د کرونا یا 'کووېډ-۱۹' غلط خبر خپور کړ، نو سخته سزا به ورکول کېږي. دې ټولنې چې مرکز یې په پاریس کې دی، خبرداری ورکړی چې دا مقرره د سانسور او د مطبوعاتو د ازادۍ د مخنیوي سبب کېدای شي. د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د ختیځې اروپا او منځني ختیځ د څانګې رئيسې ژان کافلیر په یوه بیان کې ویلي، له دې قانون څخه چې مبهم دی او وضاحت نه‌لري، د معلوماتو د حق د اخیستلو لپاره ناوړه استفاده کېدای شي.

افغان حکومت بندیانو ته الکترونیکي تذکرې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت وايي بندیانو ته الکترونیکي تذکرې ورکوي. د افغانستان د محبسونو د تنظیم ریاست ویاند فرهاد بایاني وویل چې له پرون شنبې څخه د امنیت شورا او د احصائیې د مرکزي ادارې په همکارۍ دا پروسه په پلچرخي محبس کې پیل شوه. بایاني د دې پروسې هدف د بندیانو د اصلي هویت او عمر د معلومولو ترڅنګ د هغوی د د دوسیو څېړل وباله. بایاني دا هم وویل چې د ورځې به ۳۰۰ تنو ته تذکرې ورکړل شي.



راتلونکو درې ورځو کې افغانستان ته نړیوالې الوتنې بیا پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، په راتلونکو درې ورځو کې به هېواد ته نړیوالې الوتنې بیا پیل شي. د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د افغانستان په ګډون په اکثرو هېوادونو کې هوايي سفرونه وځنډول شول، خو یو شمېر هېوادونو د کرونا ویروس په خپرېدو کې د شدت له کمېدو وروسته په تدریجي ډول الوتنې بیا پیل کړې. د روان جون په ۹مه نېټه امارات هوايي شرکت اعلان وکړ چې د روانې میاشتې په ۲۵مه کابل ته الوتنې بیا پیلوي. د افغانستان د هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفايي‌زاده ویلي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټاکل شویو لارښوونو ته په کتو به الوتنې پیل شي.

لوګر کې د افغان ځواکونو او طالبانو نښته کې ۱۲ تنه ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

لوګر کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار د کابل-ګردېز د لویې لارې په اوږدو کې د لوګر ولایت د خضر بازار په سیمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه چې په ترڅ کې یې د ملکي وګړو د سپرلۍ یو موټر ولګېد او ۱۲ تنه په‌کې ژوبل شول." د ستانکزي په وینا په ټپیانو کې د ۱۲ تنو حال نازک دی. د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ وايي چې دا کسان د طالبانو له لوري په ویشتل شویو ګولیو ټپیان شوي دي. Читать дальше...

اتلانتا کې د پولیسو له لوري د یوه بل تور پوستي له وژل کېدو وروسته ناارامۍ

Pa.azadiradio.com 

د اتلانتا ښاروالې کیشا لانس باټمز پرون شنبه (د جون په ۱۳مه) وویل چې دې د یوه پولیس افسر په لاس، یوه شپه مخکې د ۲۷ کلن تور پوستي رېشارد بروکس له وژل کېدو وروسته د پولیسو د مشرې ایریکا شیلدز استعفا ومنله.

د بالیووډ لوبغاړي سوشانت سېنګهـ راجپوت مړی د هغه کور کې وموندل شو

Pa.azadiradio.com 

هندي سینما، بالیووډ نن یو بل تکړه لوبغاړی هم له لاسه ورکړ. ګڼو هندي رسنیو راپور ورکړی چې د سوشانت سېنګهـ راجپوت مړی نن په ممبی کې د بندرا په سیمه کې د هغه په کور کې پيدا شوی. ویل کېږي چې دی له څو میاشتو خپګان نیولی و او مړی یې په داسې حالت کې موندل شوی چې ځان‌یې زندۍ کړی و. پولیسو ویلي چې د دې پېښې په اړه پلټنې کوي. سوشانت د پي کې په نوم په یوه فلم کې له وتلي لوبغاړي عامر خان او تر هغه وروسته د هند د کرکټ د ملي ټیم د پخواني کپټان ام اس ډوني په ژوند باندې په جوړ شوي فلم کې لوبېدلی. نور ګڼ... Читать дальше...



د کندز چارواکي: وسله‌والو خان‌اباد ولسوالۍ کې دوه تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کندز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د دې ولایت په خان‌اباد ولسوالۍ کې نن سهار دوه تنه وژلي دي. د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت‌الله اکبري ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان له بدخشان څخه کابل ته روان ول چې د خان‌اباد او علي‌اباد ولسوالیو ترمنځ په لویه لار کې د وسله‌والو طالبانو له لوري له موټره ښکته کړای شوي او بیا وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي او د دغو کسانو د وژلو د انګېزې په اړه هم څه نه‌دي ویل شوي. طالبان عموماً په لویو لارو له موټرو هغه کسان کوزوي او وژني چې د پولیسو او عسکرو ګومان پرې وکړي.

د پاکستان دروازو تړلو افغان سوداګرو ته ۱۰۰ میلیونه ډالره زیان اړولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي د افغان صادراتو په وړاندې د پاکستان دروازو تړل لامل شوي چې افغان سوداګرو ته نږدې ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالره مالي زیان ورسېږي. د دې بورډ رئیس رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل په داسې حال کې چې اوس‌مهال په افغانستان کې د تازه مېوو د حاصل وخت دی پاکستاني حکومت د کندهارـسپین بولدک لاره د افغان صادراتو په وړاندې تړلې چې دې چارې افغان بزګران او سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي. دی وايي اوس‌مهال په تورخم او سپین بولدک یوازې واردات کېږي او هره ورځ په اوسط... Читать дальше...

چین کې بیا د کرونا ویروس لسګونه مثبتې پېښې ثبت شوې

Pa.azadiradio.com 

چین په دوو میاشتو کې د اول وار لپاره په یوه ورځ د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې تازه پېښې ثبت کړې. د چین د روغتیا ملي کمېسیون ویلي چې نن یکشنبه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۵۷ تازه پېښې ثبت شوي، چې د دې ویروس د بیا خپرېدو په اړه یې اندېنښې ولاړې کړې دي. له دې جملې ۳۶ نوې پېښې په پلازمېنه پیکنګ کې ثبت شوي، چې دا موضوع د خوړو د عمده پلورنځي له یوه مارکېټ سره مرتبط ګڼل شوی دی. دغه مارکېټ پرون شنبه وتړل شو او په شا و خوا کې پرتو ۱۱ سیمو کې محدودیتونه ولګول شول. دې موضوع دا خطر رامنځته کړی، چې لیرې کړای شوي محدودیتونه ښايي بېرته ولګول شي. Читать дальше...

د امریکا د اتلانتا ښار د پولیسو مشرې استعفی وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د اتلانتا ښار د پولیسو مشرې په داسې حال کې استعفی وکړه، چې د یوه رستورانت په پارکېنګ کې د یوه پولیس په ډزو د یوه تورپوستي سړي تر وژل کېدو وروسته خلک په مظاهرو لارو- سړکونو ته راووتل. د دغه ښار ښاروالې کیشا لانس باټمز پرون وویل، چې د ۲۷ کلن ریشارد بروکس تر وژل کېدو وروسته یې د پولیسو د مشرې ایریکا شیلډز استعفی منظوره کړې ده. ښاروالې په یوه کنفرانس کې وویل: "فکر نه کوم، چې د مرګوني ځواک کارول دې د توجیح وړ وي او سم د لاسه مې د پولیسو د مشرې د دندې ځنډولو غوښتنه وکړه." د بروکس په نوم... Читать дальше...

د روسیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ترکیې ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران به نن ترکیې ته سفر کوي، چې بحثونه به یې تر ډېره د لیبیا پر شخړه راڅرخي. د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د ملي وفاق حکومت چې ترکیه یې ملاتړ کوي د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل کېږي، خو روسیه، مصر او متحده عرب امارات د دغه هېواد په ختیځ کې د پیاوړي پوځي، خلیفه حفتر د ځواکونو ملاتړ کوي. ترکیې ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف او دفاع وزیر سرګي شویګو پر سفر د روسیې او ترکیې د ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ترمنځ تر خبرو وروسته موافقه شوې وه. Читать дальше...

ننګرهار کې چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد کې نن سهار په یوه چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی. د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته په یوه لېږلي صوتي پیغام کې وویل، په چاودنه کې ۳ نور ملکیان ټپیان شوي دي. ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "د ننګرهار ګمرک ریاست ته مخامخ نن سهار اته نیمې بجې د ملکیانو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له بده مرغه په دې پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي." د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

مسیر: غندنه نه، ساتنه په کار ده

Pa.azadiradio.com 

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې په وروستیو کې افغانان له یوې پېچلې جګړې سره مخ دي او ان د جومات او روغتون په ګډون هېڅ ځای خوندی نه‌دی، خو د سرمقالې لیکوال لیکي هېڅوک نه‌پوهېږي چې دا وحشت څوک او ولې کوي.

پاکستان کې کرونا ویروس په چټکۍ خپرېږي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د روان کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې ثبت شوه، چې بیا وروسته دا ویروس ډېر ژر د دې هېواد نورو برخو ته هم ورسېد او زرګونه کسان یې مړه کړل.

سپس اکس فضایي شرکت فضا ته فالکان-۹ ډوله توغندی توغولی

Pa.azadiradio.com 

سپس اکس فضایي شرکت یو ( فالکان-نهه) ډوله توغندی فضا ته وتوغوه چې ۵۸ مصنوعي سپوږمکۍ له ځان سره لېږدوي. دغه توغندی پرون شنبه د جون په دیارلسمه په فلوریدا کې د امریکا له فضایي مرکزه وتوغول شو. د ځمکې مدار ته د دغه توغندي له لارې لېږل شوې مصنوعۍ سپوږمکۍ به د سپس اکس شرکت له هغو سپوږمکیو سره یوځای شي چې د انټرنېټ د زیګنالونو په هدف د ځمکې مدار کې ځای پر ځای شوي. اوس مهال د دغو مصنوعي سپوږمکیو شمېر پنځو سوو ته رسېږي. سپس اکس شرکت د امریکا د یوه میلیارډر الیون ماسک اړوند دی.


Музыкальные новости
Баста

Извиняющийся Баста, разрыв концессии, шокирующее убийство: самые читаемые новости Красноярска





Rss.plus
Пулково

За месяц в Пулково столкнулись два самолета и задержали несколько рейсов




Способный нести гиперзвуковые «Цирконы» фрегат из России прибыл на Кубу

Путин встретился с гендиректором компании «Россети»

На 90-м году жизни скончалась писатель Марина Тарковская

5000 "чужих" ПВЗ к концу года: "Почта России" намерена увеличить количество партнерских пунктов выдачи вдвое




البانیا یو تورن تاجکستانی وګړی جرمني ته سپاري

Pa.azadiradio.com 

د البانیا یوې محکمې د تاجکستان د یوه اوسېدونکي د استردار حکم صادر کړی دی. دغه تاجکستانی تورن دی چې جرمني کې یې د اسلامي دولت ډلې داعش غړیتوب درلود. د البانیا د پلازمېنې یوه محکمې ویلي، دغه ۲۴ کلن تورن کس به چې کمروم زخروف نومېږي، د روسیې پر ځای جرمني ته سپاري. زخروف په روسیه کې هم تر تعقیب لاندې دی او نوموړي ادعا کړې چې روسیه کې شکنجه شوی هم دی. زخروف د تېرې اپرېل میاشتې په ۳۰مه په البانیا کې ونیول شو.

اسلام اباد په ځینو برخو کې له سره بندیزونه اعلان شوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې پاکستان په یو شمېر سیمو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف لګول شوي بندیزونه نرم کړي، خو د پلازمېنې اسلام اباد په ځینو برخو کې دغه بندیزونه له سره اعلان شوي. د دغو بندیزونو په اړه د اسلام اباد یوه چارواکي حمزه شفقت رویټرز اژانس ته ویلي: "هېڅوک اجازه نه لري چې له خپل کور له ښکاره او روښانه اړتیا پرته بهر راووځي، د هر کور یوازې یو کس حق لري چې د سودا لپاره بهر ولاړ او ژر بېرته کور ته ستون شي، د بېړنیو پېښو په صورت کې باید د سیمې خلک امنیتي پوستو ته مراجعه وکړي، د وضعیت له ارزونې وروسته... Читать дальше...

'د نړیوال بانک مرسته به د دغه بانک د چوکاټ په رڼا کې ولګول شي'

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرونا په ضد مبارزې اضطراري کمېټه وایي، په دې هدف ورسره د نړیوال بانک شوې مرستې به د دغه بانک د چوکاټ په رڼا کې ولګول شي. د دغې کمېټې ویاند محمد هدایت تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا داسې مرستې دي چې یو ځل نه‌کېږي، بل دا چې دا مرستې په مستقیمه توګه افغان دولت ته هم نه‌ورکول کېږي، دا پیسې د نړیوالو مرسته کوونکو او هغو مېکانیزمونو په رڼا کې لګول کېږي چې دغه بنسټونه‌یې لري، دولت یوازې دومره غوښتنه لري چې پر دغو مرستو څارنه وکړي او لومړیتوبونه ورته مشخص کړي." نړیوال... Читать дальше...

اشرف غني ځیني وزارتونو ته نوي نوماند او سرپرست وزیران معرفي کړل

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کانونو او پټرولیم، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته نوي نوماند او سرپرست وزیران معرفي کړل. محمد هارون چخانسوري د کانونو او پټرولیم وزارت د نوماند په توګه، رنګینه حمیدي د پوهنې وزارت د نوماندې او او محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوماند په توګه معرفي شوي. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر پرون مازدیګر د دغو نوماندانو د معرفۍ احکام ورکړي دي. له دې وړاندې حکومت مالیې، ښځو چارو، عامې روغتیا او ښار جوړونې وزارتونو ته هم نوي سرپرست او نوماند وزیران معرفي کړي دي. Читать дальше...

پکتیکا کې د ایران ضد مظاهره وشوه

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې پرون قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو د ایران پر ضد مظاهره وکړه او له افغان کډوالو سره‌یې د دغه هېواد وروستی چلند وغانده. دوی چې مظاهره‌یې سوله‌ییزه وه له بهرنیو چارو وزارت او نورو چارواکو وغوښتل چې ایران کې له افغان کډوالو سره د شوي زورزیاتي په وړاندې چوپتیا ماته کړي. د مظاهرې یوه تنظیموونکي اسماعیل ځدراڼ وویل: "د بهرنیو چارو وزیر او دغه‌راز د ولسي جرګې او سنا غړي باید زموږ غږ واوري، دوی باید د ایران د هغه چلند په اړه غږ اوچت کړي چې کډوال اور او اوبو ته اچوي،... Читать дальше...



Москва

"СВЯТОЙ ЛЕНИН: сенсация о прогнозах направит Америку и Европу творить добро?!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Шнуров

Стас Михайлов сказал, что до сих пор обижается на Шнурова




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Московские школьники завоевали медали на Азиатской физической олимпиаде

Турнир по рукопашному бою в Солнечногорске собрал 250 спортсменов

На Играх стран БРИКС выступят выпускники амурских спортшкол


ATP

Итальянский теннисист Янник Синнер впервые возглавил рейтинг ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Путин призвал не допустить дефицита объектов электроэнергетики в Москве и области



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России