Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2020

Новости за 23.06.2020

افغان حکومت: راتلونکې اوونۍ جرمني څخه ۵۸۵ تنفسي دستګاوې رارسېږي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ۵۸۵  وینټیلاتور دستګاوې له جرمني اخیستې دي او تمه ده چې له راتلونکې اوونۍ دغه دستګاوې د هوا له لارې افغانستان ته انتقال شي. د افغانستان حکومت وایي چې د اوس لپاره ۲۶۱ وینټیلاتور دستګاوې شته او له نویو دستګاو سره به له کرونا ویروس سره د مبارزې چارې چټکې شي. د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر دغه معلومات په یوه اعلامیه کې خپاره کړې دي او هغه خبرونه یې یو مخ بې بنسټه بللې دي چې د وینټیلاتور یا تنفسي دستګاوې په لسګونو دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوې دي. بل لور ته د افغانستان لوی څارنوالي... Читать дальше...

د نړۍ د ټینس لوبو اتل "نوفیک جاکوفیچ" په کرونا ویروس اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د تینس لوبو اتل نوفیک جاکوفیچ په کرونا ویروس اخته شوی. جاکوفیچ په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ وویل چې د ده مېرمن هم کورونا شوې خو د ماشومانو ټېسټ یې منفي دی. دا اعلان وروسته تر دې وشو چې د کرویشیا بورنا کورچ د بلغاریا ګریګور دیمیتروف او د سربیا ویکتور تروچي وروسته تر دې کرونا شول چې د جاکوفیچ له لورې په یوه جوړ شوي ټورنمېنټ کې یې برخه واخیسته. په جاکوفیچ د دې ټورنمنټ د جوړېدو له امله انتقادونه شوې دي.

فراه کې د معلولانو شکایت

Pa.azadiradio.com 

د فراه یو شمېر معلولان د ارزونې کمېټې له لوري د خپلو حقونو د نه ورکولو له امله شکایت کوي. د معلولو کسانو د پېژندګلوۍ په هدف د ۷ ادارو کمېټه جوړه شوې. نور په راپور کې:



د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګدام معتمد د رشوت په تور ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګدام معتمد د اتیا زره ډالرو بډو یا رشوت په تور ونیول شو. د لوی څارنورالي ویاند جمشید رسولي نن ازادي راډیو ته وویل، چې نوموړی نن سهار د لویې څارنوالي د څارنې او کنټرول د څارنوال له لوري لاس په لاس نیول شوی. د لویې څارنوالي په اعلامیه کې راغلي، د لومړنیو پلټونو له مخې پخوا د ملي تدارکاتو د پروسې له لارې یو شرکت د سل زره محافظتي کېټونو اخستلو پروسه ګټلې وه او د شرایطو مطابق ټول محافظتي کېټونه یې د عامې روغتیا وزارت مرکزي ګدام ته تحویل کړي و. د اعلاميې له... Читать дальше...

چارواکي: اړوندو بنسټونو سره د ټولیزو رسنیو قانون په اړه مشورې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

‎وروسته له هغې چې د افغانستان د یو شمېر رسنیو مشرانو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو د ټولیزو رسنیو د قانون د تعدیل په اړه اعتراضونه وکړل، د دغه هېواد حکومت وایي په دې اړه له خبریالانو او د رسنیو له مشرانو سره سلا مشورې کوي.

د قرغزستان پخوانی ولسمشر په ۱۱ کاله او ۲ میاشتې بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

په قرغزستان کې یوې محکمې پخوانی ولسمشر الماس بیک اتمباییف له زندانه د یوه پیژندل شوي مجرم د خوشې کېدو په تور په یولس کاله او دوه میاشتې بند محکوم کړ. عزیز باتکوف چې د پارلمان د یوه غړي او د قرغزستان د کورنیو چارو د وزارت د یوه مقام په ګډون د څو تنو په قتل تورن و، په دوه زره دیارلسم کال کې د اتمباییف د جمهوري ریاست په وخت ناڅاپه له زندانه خوشې شو او روسیې ته ولاړ. ۶۳ اتمباییف هر راز غیرقانوني کار ردوي. دی تېر کال د اګست په لومړیو کې د پولیسو او د ده د ملاتړیو ترمنځ تر دوه ورځنۍ جګړې وروسته ونیول شو.



امنیتي مسئولین: بلخ کې ۸ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې اته طالبان وژل شوې دي. افغان ځواکونه خبر ورکوي چې طالبانو تېره شپه د بلخ په دولت اباد ولسوالي کې پر افغان ځواکونو برید وکړ. د شاهین دوه سوه نهه قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل: "د نژدې دوه ساعته نښتې په نتیجه کې د ترهګرو طالبانو ۸ تنه وژل شوي او ۵ تنه یې زخمیان شوي دي، دښمن ماتې خوړلې، په دې حمله کې ملکي کسانو او امنیتي ځواکونو ته د خدای په فضل زیان نه دی اوښتی." طالبانو د دې نښتې په اړه څه نه دې ویلي.

د عربستان په مشرۍ ائتلاف د حوثيانو د توغول شوي توغندي مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې د ایران د ملاتړی حوثي تحریک په ضد جګړه کوي، وایي، د حوثیانو له لورې یې نن د هغه بالسټیک توغندي مخه نیولې ده چې د ریاض په لور توغول شوی و. دا اعلان په داسې وخت شوی دی چې د حوثیانو ټلوېزیون المسیره خبر ورکړ چې د سعودي عربستان دننه پراخ بریدونه شوې دي. المسیره ټلوېزیون وایي چې د حوثیانو د پوځ ویاند به په څو ساعتونو کې په دې اړه نور معلومات ورکړي. د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند ترکي المالکي وویل چې د حوثیانو یو بالسټیک توغندی یې چې ریاض یې په... Читать дальше...

د امریکا په سویل او لویدیځ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالی

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس پېښې د امریکا د متحد ایالتونو په سویل او لویدیځ کې په زیاتېدو دي او په دې هېواد کې د دې وَبا د تلفاتو شمېر تر یولک او شل زرو واوښت. نوې مثبتې پیښې د متحد ایالتونو په درویشت ایالتونو کې زیاتې شوې دي. په تکساس، ارازونا، جورجیا، فلوریدا او څو نورو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی. په تېرو اوو ورځو کې د اوسطو مثبت پېښو شمېر اووه ویشت زرو ته رسېدلی دی چې له دې سره بېرته د مثبتو پېښو شمېر د مې میاشتې د لومړیو وختونو سطحې ته رسېدلی دی، چې هغه وخت د متحد ایالتونو په اکثرو سیمو کې بندیزونه لګیدلي وو. Читать дальше...

سیمه ییز چارواکي: کندز کې ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندز په دشت ارچي ولسوالي کې ۸ حکومتي سرتېرې وژل شوې دي. د دشت ارچي ولسوال نصر الدین ازادي راډیو ته وویل:  "د طالبانو برید د شپې له یوې د سهار تر څلورو روان و، زموږ د عامه امن ۸ تنه شهیدان شوي، ۱۳ ټپیان شوې دي چې د عامه امن، ملي اردو ، ملي پولیسو او سیمه ییزو پولیسو غړي دي." ښاغلي نصرالدین زیاته کړه چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې نه ده معلومه. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له رواني ستونزو تر ځان وژنې

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ويروس او قرنطين له امله ډېری کابل میشتي له روانو ستونزو سره مخ دي او هره ورځ په سلګونو کسان ارواپوهانو ته د درملنې لپاره ورځي. يو شمېر ناروغان وايي، چې د رواني ستونزو له امله ان ځان وژنې ته اړ شوي. هیلۍ اسد يې په اړه دا پور چمتو کړئ:

کندز کې د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال د کندز د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسېږي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق وایي، سږکال په نږدې درې زره او ۴۶۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي، چې د تولید کچه یې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوې ده. تېر کال د کندز په درې زره او ۳۳۴ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې او د ارزونې له مخې له دغو کروندو څخه نږدې ۹۳ زره او ۳۵۲ ټنه هندواڼې حاصل اخیستل شوی و. د کندز د کرنې رئیس وویل ،سږکال د هندواڼو د کرکېلي کچه... Читать дальше...

افغان سوداګر: د هرات-اسلام قلعه پر لاره ناامنیو اندېښمن کړي یو

Pa.azadiradio.com 

افغان سوداګر او موټر چلوونکي د هرات-اسلام قلعه په لویه لار د نا امنیو له زیاتېدو اندېښمن دي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر یونس قاضي‌زاده وایي، نا امنۍ دوی ته ګڼې ستونزې پیدا کړې دي. نوموړي وویل، په دغه لویه لار کې د کمېشنکارانو شمېر هم زیات شوی. دوی وایي، سوداګر اړ دي چې د خپلو مالونو د بررسۍ لپاره په دې لارې راشي، خو په وینا یې يادو ستونزو د دوی کارونه ټکني کړي دي. تر دې وړاندې هم موټر چلوونکو له ګمرک کوونکو شکایت کړی و چې له دوی ډېرې پیسې اخلي. دوی وايي، يادې ستونزې لامل شوي چې د مالونو انتقال هم په ځنډ سره ترسره شي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Ольга Бузова

Собчак призвала власти прокомментировать "стриптиз" Бузовой перед школьниками в Уфе





Rss.plus
РФ

Филиал ФГБУ «ЦЖКУ» Минобороны РФ начал эксплуатацию социальной и военной инфраструктуры




Коллеги помогут Красовскому выплатить компенсацию Авксентьевой

«Mash на Мойке»: в центре Петербурге перед ПМЭФ столкнулись Aurus и Mitsubishi

МЧС предупредило москвичей о ливне с грозой, ветре и граде 5 июня

Пластиковый цветок чуть не убил 10-месячного младенца




سعودي عربستان: سږ کال د حج مراسم محدود ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان اعلان کړی چې د کرونا ویروس د ګواښ له کبله سږ کال د حج مراسم د نورې نړۍ د حاجیانو لپاره نه‌ترسره کېږي. د سعودي د حج او عمرې وزارت پرون وویل، د نورو هېوادونو محدود شمېر وګړي چې له پخوا راهیسې په دې هېواد کې اوسي کولای شي د راروانې جولای میاشتې په وروستیو کې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي. دې وزارت ویلي دي چې د دې پرېکړې هدف له صحي پلوه د حاجیانو خوندیتوب دی. د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه شااوخوا دوه نیم میلیون حاجیان هر کال د حج د مراسمو لپاره چې د اسلام پنځم رکن دی، سعودي عربستان ته ځي. Читать дальше...

ایران: د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې توره بکسه فرانسې ته لېږو

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هغې الوتکې توره بکسه د څېړنو لپاره فرانسې ته ولېږي چې د روان کال په پیل کې تهران ته نژدې نسکوره شوه. تهران همداراز د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان د ورکولو د مسئلې د حل لپاره هم چمتووالی ښودلی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې اړه څرګندونې پرون له خپل کاناډايي سیال فرانسوا فلیپ سره په ټېلیفوني خبرو کې وکړې. ښاغلي ظریف پر دې سربېره په یو بیان کې هم ویلي دي چې تهران، د تحقیقاتو لپاره فرانسې ته د اوکراینۍ الوتکې د تورې بکسې بې ځنډه اسولو ته ژمن دی. Читать дальше...

مسیر: تېره اوونۍ له تاوتریخوالي ډکه وه، طالبانو په‌کې ۴۲۲ بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

په سرمقاله کې راغلي، دواړو اړخونو ته د سولې ضد کړۍ او د هغوی نور کورني او بهرني ملاتړي او هم‌فکران هڅه کوي چې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې فضا خرابه کړي او جګړه‌ییز حالت واکمن کړي.

تندر قول اردو: غزني کې افغان ځواکونو ۱۱ وسله‌وال طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

تندر قول اردو د غزني په مرکز کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د پنځو طالب وسله‌والو د وژل کېدو او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو وايي چې طالبانو پرون مازیګر د غزني د مرکز په اړوند اسفندي سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ، خو دا برید د هوایي ځواک په مرسته له ماتې سره مخامخ شو. په بیان کې همداراز د قره‌باغ ولسوالۍ په اړوند باران کلا سیمه کې په هوايي برید کې د طالبانو د یو بل برید د شنډولو یادونه هم شوې. تندر قول اردو وايي په دې برید کې شپږ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. Читать дальше...

کرملېن د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو پر خاوره د ادعا خبره رد کړه

Pa.azadiradio.com 

کرملېن د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو پر خاوره د ادعا خبره رد کړې ده. کرملېن له هغه وروسته دا خبره وکړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته د روسیې پر نویو پولو پوښتنه پورته کړه. د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ (د جون په ۲۲مه) خبریالانو ته وویل: "روسیه د خپلو ګاونډیانو پر ځمکه ادعا نه‌لري." له پسکوف څخه په یوه مستند فلم (روسیه، کرملېن، پوتین) کې د پوتین د خبرو په اړه پوښتنه وشوه. پوتین په دې فلم کې ویلي وو چې یو شمېر جمهوریتونه په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي... Читать дальше...

د ایراني خوراکي موادو لومړۍ محموله ونزوئلا ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د ایراني خوراکي موادو لومړۍ محموله ونزوئلا ته رسېدلې ده. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې په خوراکي موادو او د لومړيو اړتیاوو په توکو باره بېړۍ د دوشنبې په ورځ د کاراکاس ساحل ته ورسېده. په ونزوئلا کې د ایران سفارت وايي د ایراني موادو لومړۍ محمولې توکي د دغه جنوبي امریکايي هېواد بازارونو ته رسېدلي دي. د بهرنیو اسعارو کمښت، په ونزوئلا کې اقتصادي بحران زیات کړی دی او د خوړو، درملو، او اړتیا وړ شیانو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی. د ونزوئلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا بندیزونو دا ستونزه زیاته کړې ده. Читать дальше...



Москва

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о работе хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Филипп Киркоров

Обманул сына, бросил жену в 90 лет и потерял дочь: яркая жизнь Бедроса Киркорова




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Ученики школы №1354 одержали победу в финале Московской спартакиады молодежи допризывного возраста

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве

Педагоги школы №2065 вошли в ТОП-5 лучших туристских команд Москвы


Анастасия Потапова

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Анастасия Волочкова

«Она уже взрослая»: Анастасия Волочкова отказалась от содержания единственной дочери



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России