افغانستان کې د هدفي وژنو زیاتېدو په اړه د بشر حقونو کمېسیون او ولسي جرګې اندېښنه
د دې کمېسیون د خپرونو رئیس ذبیحالله فرهنګ د ملکي وګړو په نښه کول بشري جنایت بولي او وايي چې د دغه ډول پېښو دوام د اندېښنې وړ دی.
د دې کمېسیون د خپرونو رئیس ذبیحالله فرهنګ د ملکي وګړو په نښه کول بشري جنایت بولي او وايي چې د دغه ډول پېښو دوام د اندېښنې وړ دی.
په سیټي خصوصي روغتون کې هم پرون ۲۸ کسان په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي دي، د دغه روغتون رئیس رضوان احمدزی وايي، روغتیا وزارت له خصوصي روغتونونو او لابراتوارنو اصلاً ارقام نهاخلي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د راتلونکې جولای میاشتې د لومړۍ اوونۍ تر پایه به طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره تیاری بشپړ شي. د دغه وزارت سلاکار عزیزالله فضلي نن ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د مصالحې شورا د غړو شمېر به هم په دوو اوونیو کې بشپړ شي. ښاغلي فضلي همداراز وویل چې ژر به د بندیانو درېدلی بهیر پیل او نهايي شي.
سپینې ماڼۍ دا خبره رد کړه چې ګنې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته استخباراتي معلومات ورکړل شوي وو چې د روسیې پوځي استخباراتو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته د انعام په توګه پیسې ورکړې دي. د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رئیسې کېلیګ مک ایناني د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې د ورځې (جون ۲۶) راپور ته په اشاره وویل، نه ټرمپ او نه مایک پنس ته د روسیې د استخباراتو له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو د ادعا په اړه چا معلومات ورکړي دي. د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن په دې راپور باندې په غبرګون... Читать дальше...
په نړۍ کې د کرونا ویروس پېښې تر ۱۰ میلیونو واوښتې او له دې وبا د مړو شویو کسانو شمېر هم شاوخوا ۵ لکو ته ورسېد. روېټرز خبري اژانس د خپلو شمېرو پر اساس نن (یکشنبه) وویل چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰ میلیونو او ورڅخه د مړو شویو شمېر ۵ لکو ته رسېدلی، خو د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۰ میلیونو لږ کم ښيي. د امریکا متحده ایالاتو په جنوب او لوېدیځ کې د کرونا نوې مثبتې پېښې وروسته له دې ډېرې شوي چې په دغو سیمو کې اقتصادي فعالیتونه بیا پرانیستل شول.
د یوګاندا رسنۍ وايي، د دغه هېواد یو شمېر اتباع چې په وروستیو کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په افغانستان کې بند پاتې ول، تېره شپه خپل هېواد ته ستانه شول. دا کسان چې شمېر یې ۱۳۷ تنه وو، د مصر د هوايي شرکت په الوتکه کې خپل هېواد ته ستانه شول. د راپور له مخې، دغو کسانو په افغانستان کې د خصوصي امنیتي ساتونکو په توګه دنده لرله.
وسلهوالو طالبانو د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو په برید کې څو تنه وژلي دي. د کندز د والي ویاند عصمتالله مرادي نن ازادي راډیو ته وویل، د وسلهوالو طالبانو په دې برید کې چې تېره شپهیې د امام صاحب په بخمل کوڅې کې وکړ، د سیمهییزې اردو ۴ سرتېري او یو پولیس وژل شوي او یو سرتېری ټپي دی. خو یوې دولتي سرچینې، د نوم د نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې برید کې ۸ سرتېري وژل شوي دي. د مرادي په وینا په دې نښته کې ۴ تنه طالبان هم وژل شوي دي.
د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان د لشکر طیبه ۴ غړي نیولي دي. د کونړ امنیه قوماندان ډګروال محمد یوسف مظلومیار نن ازادي رادیو ته په دې معلومات ورکړل. افغان امنیتي چارواکو په ځلونو ویلي چې د پاکستان یو شمېر سختدریځې ډلې هم د دولت د وسلهوالو مخالفانو په لیکو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.
دغې کمېټې د عوایدو راټولنې مسؤلې ادارې په ځانګړي ډول ګمرکات د فساد له پلوه زیانمنونکې یادې کړې دي.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن ازادي راډیو ته وویل، په دې نښته کې چې تېره شپه وشوه افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرکژوبله اوښتې ده. نوموړي زیاته کړه: "له دې جلا نن سهار د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د خښ کړای شوي ماین په چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او ۲ نور ژوبل دي." په ارزګان کې دا نښتې وروسته له دې شوي چې په وروستیو کې په راپورونو کې وویل شول چې ګڼ شمېر طالبان د ترینکوټ په لمنو کې راټول شوي چې پر دغه ښار پراخه حمله وکړي.
'سياېناېن' ټلوېزیوني شبکې د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر دا موضوع د ناټو له مشرانو سره هم شریکه کړې ده.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې پلاوي د دواړو هېوادونو د سوداګرو په ځانګړي ډول د تېلو د وارداتو د ستونزو د راکمولو په هدف تېره ورځ يوه اته مادهییزه هوکړه لاسلیک کړه. د دغې خونې د هرات څانګې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لاسلیک شوې هوکړه تر ډېره د تېلو د ټانکرونو د ستونزو د حل په موضوع راڅرخېده. په هوکړه کې راغلي د تېلو هغه ټانکرونه چې د هرات ولایت د نفتو ریاست له لوري په رسمي ډول معرفي کېږي ایراني لوري ته د منلو دي او چې رسمي نهوي معرفي شوي نهشي کولای په رسمي ډول تېل ترلاسه او د سوداګرۍ له حقونو برخهمن شي. Читать дальше...
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، په وسلهواله نښته کې ۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي. د فاریاب امنیه قومانداني وايي نښته تېره شپه یوه بجه، وروسته تر دې پیل شوه چې اول وسلهوالو طالبانو په قرمقل ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر څو پوستو ډلهییز بریدونه پیل کړل. د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي دا نښته تر نن سهار پنځه نیمې بجې روانه وه. ده وویل: "د دښمن حمله په شا وتمبول شوه چې په نتیجه کې یې ۳ وسلهوال طالبان ووژل شول او ۵ تنه نور یې سخت ټپیان شول. دوی د جګړې له ساحې ووتل. Читать дальше...
مسیر لیکي، د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې که سوله ونهشي او جګړه دوام وکړي، پایله معلومه ده او هغه دا چې حکومت دوام نهشي کولای.
د اروپايي ټولنې چارواکي، د مالي مرستو په اړه د یوه کنفرانس کوربانه وو، چې هدف یې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې ملاتړ و. د دغو چارواکو له خوا د کرونا ویروس یا کویډـ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د جوړولو، دغه راز د معایناتو او درملنې لپاره د ۶ میلیارد ډالرو په اندازه د مالي مرستې ژمنه شوې ده. د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزلا ون دیر لین د پرونۍ نړيوالې سرمشریزې کوربنه وه، چې د نړۍ مشرانو او د موسیقۍ د برخې ځینو پېژندل شویو څېرو په کې په انلاین ډول برخه اخیستې وه. د اروپايي کمېسیون یوه ویاند... Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالتونو په کلیفورنیا ایالت کې دوه کسان په ډزو وژل شوي او لږ تر لږه ۴ تنه نور ټپیان شوي دي. پېښه پرون شنبه د والمارټ مغازې د وېش په یوه مرکز کې شوې ده. د کلیفورنیا په ریډ بلَف ښارګوټي کې د یوه روغتون ویاند په پېښه کې د دوو کسانو وژل کېدل او څلورو نورو ټپي کېدل تایید کړل، خو د نورو جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه. ځینو محلي چارواکو رسنیو ته ویلي حمله کوونکی په نیمه اتومات وسله سمبال سړی و. مشکوک سړي له ودانۍ سره د خپل موټر تر جنګولو وروسته د والمارټ د وېش په مرکز کې پر خلکو د... Читать дальше...
د ایران یوه نیمه رسمي خبري اژانس پرون جګړه ځپلې سوریې ته د ایران د قدس ځواک د قوماندان اسماعیل قااني پر سفر یو غیرمعمولي راپور خپور کړ، خو دا راپور وروسته بېرته لرې کړای شو. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې افراطي ویبپاڼې تسنیم په لومړیو کې ویلي وو، چې د ایران د قدس ځواک قوماندان په تېرو څو ورځو کې ابو کمال ښارګوټي ته سفر کړی دی. د سوریې دغه ښارګوټی د عراق سرحد ته څېرمه پروت دی. د رویټرز په حواله، تسنیم خبري اژانس د ایران د دغه راپور د لیرې کېدو په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی او د ایران نورو رسنیو هم په دې اړه راپور نه دی خپور کړی. Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دوو کارکوونکو وژنه، غیر بشري عمل وباله. زلمي خلیلزاد نن سهار وختي په خپل ټویټر کې پر فاطمې خلیل او جاوید فولاد حمله تروریستي بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده. د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دغه دوه کارکوونکي پرون سهار د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د دوی پر موټر د یوه نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شول. زلمي خلیلزاد ویلي، دوی د افغانانو د دې غوښتنې کلک ملاتړ کوي، چې پر دغو چېلنجونو غلبه حاصله او یوې باعزته سولې ته د رسېدو لپاره خپل حرکت ته دوام ورکړي. Читать дальше...
د جوزجان په منګجیک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ۱۴ کلن هلک وژل شوی دی. په همدې ولسوالۍ کې په بله چاودنه کې یو د پاخه عمر سړی او یو شپږ کلن ماشوم زخمیان شوي دي. چاودنې د جوزجان په منګجیک ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه شوې ده. د منګجیک ولسوال، مطیعالله احسال پرون (د جون ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل: "په دواړو ځایونو کې وسلهوالو طالبانو د حکومتي ځواکونو موټرو ته ماینونه ایښي وو. په جوزجان کې چارواکو ویلي چې تر دې وړاندې ۶ ملکي وګړي د مردیان په ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د ماین په چاودنه کې ووژل شوو. Читать дальше...
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو د حملو د زیاتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړه. په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي، رونالد کوبیا پرون (د جون ۲۷مه) پر ټویټر د ټولنې د ۲۷ غړو د د بهرنیو چارو د وزیرانو د ګډې اعلامیې یوه برخه خپره کړې چې پهکې راغلي: "د دوحې تر موافقې وروسته په افغانستان کې د تشدد زیاتوالی او د طالبانو له لوري ترورېستي حملې د توقع خلاف دي او د افغانانو ترمنځ د مذاکرو د پیل امکانات کمزوري کوي." کوبیا دا بیان په داسې وخت کې خپور کړی چې په کابل کې په یوه... Читать дальше...
د بریتانیا چارواکو پرون د جون په ۲۷مه وویل چې یو ۲۵ کلن سړی يې په درېیو موردونو قتل او په یوه تروریستي حمله کې په لاس لرلو تورن کړی دی. دا حمله تېره اوونۍ د لندن په لویدیځ کې په یوه پارک کې وشوه. بریتانوي چارواکو ویلي چې مشکوک وګړی خیري سعدالله نومېږي او په خټه لیبیایی دی. د چارواکو په وینا، د بریتانیا امنیتي اداره (ام، اچ ۵) په ۲۰۱۹ میلادي کال کې هغه ته متوجه شوې وه. د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په لندن کې د وروستۍ حملې په اړه وویل چې ټکان یې ورکړی او متاثر کړی یې دی.
په دې کتاب کې، ټرمپ یو بېثبات مزاجه شخصیت چې هېڅ یو بحث پای ته نهرسوي او له یوې موضوع بلې ته ټوپ کوي او خپل همکاران سرګردانوي، معرفي شوی دی. هغه تل د نړۍ له بېلابېلو ځایونو د امریکا د وتلو په اړه خبرې کوي او وايي چې «غواړم له هر ځای ووځم».
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) ترکمنستان ته خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه د معلوماتو پټول د دې هېواد د میلیونونه وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي. دې نړیوالې ادارې پرون د جون ۲۷مه د ترکمنستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس په اړه کره معلومات را غونډ او خپاره کړي، خلکو ته د کرونا ویروس د معاینې ټېسټ امکانات برابر کړي او د دې وبا په اړه دي روغتیايي کارکونکي له خبرو کولو نه منع کوي. ترکمنستان د نړۍ په څو هېوادونو کې دی چې ادعا کوي چې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه یې نه ده ثبت کړې. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر پرون (د جون په ۲۷) امر کړی چې هغو نرسانو او ډاکترانو ته چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره کار کوي، باید په بېړني ډول تنخواه ورکړل شي. د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماسپښين د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه پلاوي، د افغان-جاپان روغتون او د محمد علي جناح روغتون له مسؤلینو سره د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې پر لارو چارو خبرې کړې دي. په دې وېډیو کنفرانس کې د چارو ادارې عمومي رئیس هم برخه درلوده. ولسمشر غني همداراز مسؤلو ادارو ته ویلي چې له کرونا ویروس سره... Читать дальше...
د ازادې اروپا او ازادي راډیو د تاجکي برخې په یوه څېړنیز راپور کې معلومه شوې چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو وګړو شمېرې چې د تاجکستان د حکومت رسمي سرچینو خپرې کړې تر هغو چې سیمه ییزو سرچینو خپرې کړې، ډېرې کمې دي. د منځنۍ اسیا په دې نیستمن هېواد کې رسنۍ، معلومات او د بیان ازادي د حکومت تر کلکې څارنې لاندې دي. د تاجکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل چې هلته ۵۶۹۱ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۵۲ تنه په کویډ ۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي. خو سیمه ییزو فعالانو ویلي چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله ۴۳۷ تنه مړه شوي دي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости