عبدالله عبدالله: د سولې خبرو له پیل سره تاوتریخوالی زیات شوی
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، د سولې خبرو له پیل سره نهیوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نهدی، بلکې زیات شوی دی. عبدالله عبدالله وايي، افغانان له هغو خبرو ملاتړ کوي چې وینه تویونه ودروي، د ده په وینا ولس د بینالافغاني خبرو پایلې ته هیلهمند دی، خو د تاوتریخوالي زیاتېدو اندېښمن کړي دي. ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۱» په کابل کې د «زم زم» په نوم د خیره بنسټ په پرانیست غونډه کې وویل، خلک له روان وضیعت څخه ستړي شوي او لازمه ده چې افغانوژنه نور ودرول شي. Читать дальше...